• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوګر او سمنګان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۴ کسه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په لوګر او سمنګان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۴ کسه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي. په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني‌ ویلي، چې په دغه ولایت کې د فرونر او ټېلر موټر د ټکر له کبله درې تنه مړه او یو کس ټپي شوی دی.

د هغه په وینا؛ یاده پېښه د خلم ولسوالۍ اړوند د ګولايي صیاد په سیمه کې رامنځته شوې. په لوګر کې بیا د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ولایت د پل علم ښار اړوند د شینواري کلا په سیمه کې د دوو موټرسیکلونو د ټکر له امله یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د دواړو پېښو ټپیان روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي. طالبانو د پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ګڼلې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

امریکايي لوړپوړی پوځي چارواکی: په افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو څار ځانګړی اهمیت لري

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان ادمیرال مایکل کوپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا وسله‌والو ځواکونو کمېټې غونډې ته ویلي، افغانستان لاهم د هغه هېوادونو په سر کې دی چې دوی په‌کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري.

هغه په افغانستان کې د «ترهګریزو ګواښونو» په اړه د لا ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې دغه معلومات او د امریکا د عملیاتو جزییات یوازې په محرمو غونډو کې شریکولای شي.
د کوپر دغه څرګندونې د امریکايي سناتور جېم بنکس د هغې پوښتنې په ځواب کې وشوې، چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو احتمال یې مطرح کړی و.

کوپر وویل: «افغانستان زموږ د ترهګرۍ ضد څار د تدابیرو په سر کې ځای لري. موږ د سیمې له هېوادونو سره د بېلابېلو همکاریو له لارې د ګواښونو د مخنیوي هڅه کوو او وضعیت په ډېرې ځیرنې سره څارو».

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې سېنټکام افغانستان له پامه نه غورځوي او د دغه هېواد د امنیتي تحولاتو دوامداره څارنه یې د کار له لومړیتوبونو څخه ده. د هغه په وینا؛ د همکاریو اوسني چوکاټ د ګواښونو په مهارولو کې مرسته کړې او دغه بهیر به دوام ولري.

د نوموړي اشاره له پاکستان او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره امنیتي او استخباراتي همکاریو ته وه، چې په یوه پېښه کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له‌خوا د هغه کس نیونه وه چې پر امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ځانمرګي برید د طراحانو له ډلې و.

د سېنټکام قوماندان نننۍ څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې یوه لوړپوړي روسي چارواکي هم په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې تر ۲۰ د ډېرو ډلو له ۱۸ تر ۲۳زره پورې وسله‌وال فعالیت کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره د افغانستان وضعیت ته پاملرنه «ځانګړی اهمیت» لري. سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) د شانګهای همکاریو سازمان د منشیانو په ۲۱مه غونډه کې له افغانستان نه د راولاړېدونکو «ترهګریزو» ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پرضد مبارزې ټینګار وکړ.
هغه ادعا وکړه، چې طالبان د داعش پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي.

کونړ کې بې ځایه شوي وګړي؛ طالبانو ۷سوه کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې یې د سرکاڼو ولسوالۍ په بې‌ځایه شوو خلکو مرستې وېشلي دي. د دغې ادارې په وینا، د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شوي دي.

یادې ادارې څرګنده کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۰ لیټره غوړي، اته کیلو مکروني، پنځه کیلو د جامو مینځلو پوډر، د البسو یو کېټ، یو ترپال او یو کارټن خرما ورکړل شو. د معلوماتو له مخې، دا بهیر د مسؤلینو په حضور کې ترسره شوی او نوملړونه له مخکیني سروې سره سم ارزول شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست زیاتوي چې د وېش بهیر منظم ترسره شوی او هڅه شوې تر ټولو لومړی هغو کورنیو ته مواد ورسېږي چې د جګړو له سیمه‌ییزو اغېزو ډېرې زیانمنې شوې دي.

له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ کې په کونړ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له بریدونو په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او له سل زرو ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي. دغه وضعیت د بشري مرستو اړتیا لوړه کړې ده.

د نامعلومو کسانو له لوري د اماراتو په اوبو کې يوه بېړۍ نيول شوې او د ايران پر لور وړل شوې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

راپورونه وايي، يوه بېړۍ چې د متحده عربي اماراتو د فجيره بندر ته نږدې ولاړه وه، د نامعلومو کسانو له خوا نيول شوې او د ايران د اوبو پر لور بيول شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سمندري امنيت شرکت «وېنګارډ» ويلي، ښايي دا اقدام د ايراني ځواکونو له خوا ترسره شوی وي.

تر دې وړاندې د «يوکې‌اېم‌ټي‌او» په نوم سمندري ادارې هم خبر ورکړی و، چې دغې بېړۍ ته غيرمجاز کسان ورختلي دي.

په همدې مهال، سمندري سرچينو د هرمز تنګي په شاوخوا کې د پوځي او سمندري خوځښتونو د زياتېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په وروستيو ورځو کې يو شمېر بېړۍ، د نفتو ټانکرونو او سوداګريزو کښتيو په ګډون، له محدودو همغږيو سره د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د ورځني تګ راتګ شمېر په څرګند ډول کم شوی و.

همداراز راپور ورکړل شوی، چې د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو ويلي، په وروستيو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د زياتو بېړيو تګ راتګ شوی دی.

د راپورونو له مخې، دا بدلون ښيي چې په دغه ستراتيژيک سمندري دهلېز کې د سمندري تګ راتګ وضعيت ورو ورو د بدلون په حال کې دی.

طالبان د «شفاف کانکور» ادعا کوي خو نجونې لا هم له ازموینې محرومې دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د ازموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور د لومړي پړاو ازموینې بهیر د هېواد په ۱۵ ولایتونو او د بدخشان په پنځو حوزو کې د «شفافو تخنیکي سیسټمونو» له لارې پیل شوي. خو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم نجونې له کانکور او لوړو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانکور ازموینې پوښتنپاڼې د ځايي چارواکو، د ازموینو ادارې د پلاوو، استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانیستل شوې او ازموینې په «منظم او شفاف» ډول روانې دي.

د ازموینو ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور د لومړي پړاو ازموینې په میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور ولایتونو، او د بدخشان ولایت په پنځو حوزو کې اخیستل کېږي.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر، عبدالباقي حقاني، ویلي چې سږنی کانکور د «بشپړ شفافیت، نظم او معیاري اصولو» پر بنسټ ترسره کېږي او د بایومټریک او تخنیکي سیسټمونو له لارې د انساني لاسوهنې مخه نیول شوې ده.

خو دا ازموینې داسې مهال پیلېږي چې طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو منع کړې دي او زرګونه نجونې چې پخوا به د کانکور له لارې پوهنتونونو ته بریالۍ کېدې، اوس د زده‌کړو له حقه بې‌برخې دي.

طالبانو که څه هم د کانکور د شفافیت او عادلانه بهیر ادعا کړې، خو منتقدان وایي، تر ټولو لویه «بې‌عدالتي» خپله د نجونو محرومول دي، ځکه د هېواد نیم نفوس له دې ملي ازموینې او تحصیلي راتلونکې څخه ایستل شوی دی.

بلخوا، د هرات ځايي چارواکو د کانکور بهیر د ځوانانو لپاره «برخلیک ټاکونکی» بللی، خو د نجونو د نه حضور موضوع لا هم د کورنیو او زده‌کوونکو ترمنځ د اندېښنې او نیوکو سبب ده.

امریکا: افغانستان ته سفر کوونکي امریکایان د «ناعادلانه نیونې» له ګواښ سره مخ دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، او ویلي یې دي چې امریکایان هلته د «ناعادلانه نیونې» له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسۍ څانګې، په ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې د «څلورمې کچې؛ سفر مه کوئ» په خبرداري کې شامل دي.

په دغه پیغام کې ایران، شمالي کوریا او روسیه هم یاد شوي، او ټینګار پکې شوی چې امریکايي وګړي باید د سفر تر مخه د خپل مقصد هېواد امنیتي وضعیت او د سفر سپارښتنې په دقت وارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «ستاسو حقونه له تاسو سره سفر نه کوي»، او خبرداری یې ورکړی چې امریکايي وګړي په یادو هېوادونو کې د نیونې، امنیتي ګواښونو او محدودو قونسلي خدمتونو له خطر سره مخ دي.

واشنګټن تر دې وړاندې هم افغانستان د امنیتي وضعیت، وسله‌والو بریدونو، اختطاف او د بهرنیو وګړو د احتمالي نیونې له امله د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په کتار کې ساتلی و.