د ایران د جګړې پرمهال؛ د اسراییل د پوځ لوی درستیز متحده عربي اماراتو ته تللی و

د اسراییل کان رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال ضمیر د ایران د جګړې پرمهال متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و. راپور زیاتوي، چې نوموړي په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو چارواکو په ګډون د دغه هېواد له ولسمشر محمد بن زاید سره هم لیدلي و او خبرې یې کړې وې.
