• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لنډي کوتل قومي مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ ګړندۍ کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۱

د لنډي کوتل قومي مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د لوی اختر لپاره د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ ګړندۍ کړي. دغه مشرانو پرون ځایي امنیتي چارواکو ته د نوم لیکنې د سوکه بهیر او هغو ستونزو په اړه معلومات ورکړل، چې ستنېدونکي افغان کډوال ورسره مخ دي.

دوی وایي، د نوم لیکنې سوکه بهیر او په کډو بار د موټرو اوږدو کتارونو له امله نه یوازې افغان کډوال؛ بلکې ځایي اوسېدونکي هم د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له امله شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو وروستیو کې له پاکستان نه د افغان کډوالو څپه پراخې شوې ده. د افغانستان انټرنشنل – پښتو له‌خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ یوازې تېره اوونۍ (د وري له ۱۹مې تر ۲۴مې) ۵زره او ۹۵۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۹زره او ۷۳۷ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د شمېرو له مخې؛ له یادې ډلې یوازې ۴زره او ۵۸۲ کورنۍ د تورخم له لارې ستنې شوې دي. له بل پلوه ستنېدونکي افغان کډوال هم د نوم لیکنې او اړونده قانوني بهیر له سوکه‌والي شکایت کوي. دوی وایي، نه یوازې دا چې دغه بهیر سوکه روان دی؛ بلکې د ستنېدو پرمهال دوی د پاکستاني چارواکو او مامورانو له‌خوا له بډې اخیستنې سره هم مخ دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په افغانستان کې چاپېریالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د تېرې یوې لسیزې د چاپېریال ساتنې د ارزونې په یوه راپور کې ویلي، چې چاپېریالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي او د افغانستان پر پرمختګ، ثبات، عامه روغتیا، خوړو او انساني خوندیتوب یې اغېز کړی.

د طالبانو د یادې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې، چې د څو لسیزو جګړو او د وروستیو کلونو اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد چاپېریال زیانمن کړی دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو د خپلو نړۍوالو مرستندویه همکارانو سره په ګډه د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ویلي، چې د دغه هېواد د زیانمن چاپېریال عادي‌ حالت ته راګرځول وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص له خپلې ادارې، ولس او نړۍوالو غوښتي، چې د چاپېریالي ستونزو د حل او بیارغونې لپاره ګډ کار وکړي. طالبانو په تېره لسیزه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دا تر ټولو ملي ارزونه یاده کړې او ویلي یې دي، چې د یادې ارزونې پرمهال د افغانستان طبیعي اېکو سیسټمونه، اوبیزې سرچینې، د خاورې او ځمکې وضعیت، بیولوژيکي‌ تنوع، ښاري چاپېریالي شرايط او د اقلیم زیانمن اوسنی حالت څېړل شوی.

د ناروې وزیر مشاور سټاین پاول روزنبرګ د افغانستان د کرنیز سیسټم جوړېدل مهم یاد کړ او له ملي او نړۍوالو سازمانونو یې د اقداماتو او پانګونې غوښتنه وکړه. په افغانستان کې د یوناما د چارسمبالې مرستیال ځانګړې استازې ارزو هټاکوي د چاپېریال ساتنې او له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ وښود.

امریکايي لوړپوړی پوځي چارواکی: په افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو څار ځانګړی اهمیت لري

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان ادمیرال مایکل کوپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا وسله‌والو ځواکونو کمېټې غونډې ته ویلي، افغانستان لاهم د هغه هېوادونو په سر کې دی چې دوی په‌کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري.

هغه په افغانستان کې د «ترهګریزو ګواښونو» په اړه د لا ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې دغه معلومات او د امریکا د عملیاتو جزییات یوازې په محرمو غونډو کې شریکولای شي.
د کوپر دغه څرګندونې د امریکايي سناتور جېم بنکس د هغې پوښتنې په ځواب کې وشوې، چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو احتمال یې مطرح کړی و.

کوپر وویل: «افغانستان زموږ د ترهګرۍ ضد څار د تدابیرو په سر کې ځای لري. موږ د سیمې له هېوادونو سره د بېلابېلو همکاریو له لارې د ګواښونو د مخنیوي هڅه کوو او وضعیت په ډېرې ځیرنې سره څارو».

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې سېنټکام افغانستان له پامه نه غورځوي او د دغه هېواد د امنیتي تحولاتو دوامداره څارنه یې د کار له لومړیتوبونو څخه ده. د هغه په وینا؛ د همکاریو اوسني چوکاټ د ګواښونو په مهارولو کې مرسته کړې او دغه بهیر به دوام ولري.

د نوموړي اشاره له پاکستان او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره امنیتي او استخباراتي همکاریو ته وه، چې په یوه پېښه کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له‌خوا د هغه کس نیونه وه چې پر امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ځانمرګي برید د طراحانو له ډلې و.

د سېنټکام قوماندان نننۍ څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې یوه لوړپوړي روسي چارواکي هم په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې تر ۲۰ د ډېرو ډلو له ۱۸ تر ۲۳زره پورې وسله‌وال فعالیت کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره د افغانستان وضعیت ته پاملرنه «ځانګړی اهمیت» لري. سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) د شانګهای همکاریو سازمان د منشیانو په ۲۱مه غونډه کې له افغانستان نه د راولاړېدونکو «ترهګریزو» ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پرضد مبارزې ټینګار وکړ.
هغه ادعا وکړه، چې طالبان د داعش پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي.

کونړ کې بې ځایه شوي وګړي؛ طالبانو ۷سوه کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې یې د سرکاڼو ولسوالۍ په بې‌ځایه شوو خلکو مرستې وېشلي دي. د دغې ادارې په وینا، د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شوي دي.

یادې ادارې څرګنده کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۰ لیټره غوړي، اته کیلو مکروني، پنځه کیلو د جامو مینځلو پوډر، د البسو یو کېټ، یو ترپال او یو کارټن خرما ورکړل شو. د معلوماتو له مخې، دا بهیر د مسؤلینو په حضور کې ترسره شوی او نوملړونه له مخکیني سروې سره سم ارزول شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست زیاتوي چې د وېش بهیر منظم ترسره شوی او هڅه شوې تر ټولو لومړی هغو کورنیو ته مواد ورسېږي چې د جګړو له سیمه‌ییزو اغېزو ډېرې زیانمنې شوې دي.

له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ کې په کونړ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له بریدونو په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او له سل زرو ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي. دغه وضعیت د بشري مرستو اړتیا لوړه کړې ده.

طالبان د «شفاف کانکور» ادعا کوي خو نجونې لا هم له ازموینې محرومې دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د ازموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور د لومړي پړاو ازموینې بهیر د هېواد په ۱۵ ولایتونو او د بدخشان په پنځو حوزو کې د «شفافو تخنیکي سیسټمونو» له لارې پیل شوي. خو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم نجونې له کانکور او لوړو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانکور ازموینې پوښتنپاڼې د ځايي چارواکو، د ازموینو ادارې د پلاوو، استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانیستل شوې او ازموینې په «منظم او شفاف» ډول روانې دي.

د ازموینو ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور د لومړي پړاو ازموینې په میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور ولایتونو، او د بدخشان ولایت په پنځو حوزو کې اخیستل کېږي.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر، عبدالباقي حقاني، ویلي چې سږنی کانکور د «بشپړ شفافیت، نظم او معیاري اصولو» پر بنسټ ترسره کېږي او د بایومټریک او تخنیکي سیسټمونو له لارې د انساني لاسوهنې مخه نیول شوې ده.

خو دا ازموینې داسې مهال پیلېږي چې طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو منع کړې دي او زرګونه نجونې چې پخوا به د کانکور له لارې پوهنتونونو ته بریالۍ کېدې، اوس د زده‌کړو له حقه بې‌برخې دي.

طالبانو که څه هم د کانکور د شفافیت او عادلانه بهیر ادعا کړې، خو منتقدان وایي، تر ټولو لویه «بې‌عدالتي» خپله د نجونو محرومول دي، ځکه د هېواد نیم نفوس له دې ملي ازموینې او تحصیلي راتلونکې څخه ایستل شوی دی.

بلخوا، د هرات ځايي چارواکو د کانکور بهیر د ځوانانو لپاره «برخلیک ټاکونکی» بللی، خو د نجونو د نه حضور موضوع لا هم د کورنیو او زده‌کوونکو ترمنځ د اندېښنې او نیوکو سبب ده.

امریکا: افغانستان ته سفر کوونکي امریکایان د «ناعادلانه نیونې» له ګواښ سره مخ دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، او ویلي یې دي چې امریکایان هلته د «ناعادلانه نیونې» له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسۍ څانګې، په ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې د «څلورمې کچې؛ سفر مه کوئ» په خبرداري کې شامل دي.

په دغه پیغام کې ایران، شمالي کوریا او روسیه هم یاد شوي، او ټینګار پکې شوی چې امریکايي وګړي باید د سفر تر مخه د خپل مقصد هېواد امنیتي وضعیت او د سفر سپارښتنې په دقت وارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «ستاسو حقونه له تاسو سره سفر نه کوي»، او خبرداری یې ورکړی چې امریکايي وګړي په یادو هېوادونو کې د نیونې، امنیتي ګواښونو او محدودو قونسلي خدمتونو له خطر سره مخ دي.

واشنګټن تر دې وړاندې هم افغانستان د امنیتي وضعیت، وسله‌والو بریدونو، اختطاف او د بهرنیو وګړو د احتمالي نیونې له امله د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په کتار کې ساتلی و.