په سند کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سند ایالت په ټهټه ولسوالۍ کې د ابراهیم په نوم د ډبرو سکرو یو کان نړېدو له امله لږترلږه څلور کان کېندونکي مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. د مړو شویو کسانو له ډلې دوه تنه یې د سوات اوسېدونکي دي.
