ملګرو ملتونو په سوډان کې د قحطۍ او بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو په مرسته د جګړې د یوه تصویر اخیستونکي ګیلیز کلارک لهخوا د سوډان له ختیځو سیمو خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې په دغه هېواد کې بشري ناورین تر بل هر وخت پراخ شوی. ملګرو ملتونو ویلي، شاوخوا ۳۳مېلیونه خلک په سوډان کې مرستو ته اړتیا لري او ۱۴سیمې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
