• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا ځانګړي استازي د افغان خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د طالبانو له لوري د خبریالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتنه کړې، چې د قانوني پروسې له‌مخې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي نن جمعه، د غويي پر ۲۵مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د خبریالانو د نیول کېدو ترڅنګ، د دوی د فزیکي ځورونې او د شتمنیو د غصبولو راپورونو هم سخت اندېښمن کړی دی. د هغه په وینا، دا کسان له کوم څرګند دلیل او روښانه تور پرته نیول شوي دي.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دغو قضیو په څېړلو کې بشپړ شفافیت رامنځته کړي او قانوني پروسو ته غاړه کېږدي. د برېټانیا استازي ټینګار کړی چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو بنسټیزو حقونو ته باید درناوی وشي.
د برېټانیا ځانګړي استازي په خپل پیغام کې په ټینګار سره ویلي چې خبریالان باید وکولای شي په افغانستان کې له وېرې او ډار پرته خپل مسلکي کارونه پر مخ یوسي.

هغه د رسنیو د کارکوونکو لپاره د خوندي کاري چاپیریال برابرول اړین بللي دي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي پر۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي پر۱۹مه په وزیراکبرخان مېنه کې د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو نیول شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي، چې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا په افغانستان کې د خپل ورک شوي وګړي د موندلو لپاره یو میلیون ډالر انعام اعلان کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱

امریکایي یرغمل شویو وګړو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي دفتر اعلان کړی، چې که څوک د ورک شوي امریکايي وګړي پاول اېډوېن اوربي په موندلو کې مرسته وکړي، تر یو میلیون ډالرو پورې انعام به ورکړل شي.

یاد دفتر د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې پاول اووربي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې لادرکه شوی او تر اوسه یې د ځای او وضعیت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دوی ټینګار کړی چې متحده ایالات لا هم په بهر کې د امریکايي وګړو د بېرته راستنولو هڅو ته دوام ورکوي او «هېڅ امریکايي وګړی به هېر نه شي».

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، که څوک داسې معلومات ولري چې د پاول اووربي په موندلو او خپل کور ته د هغه په ستنېدو کې مرسته وکړي، د امریکا حکومت تر یو میلیون ډالرو پورې انعام ورکوي.

پاول اووربي د امریکا تبعه، لیکوال او ښوونکی دی چې د ۱۹۴۲ کال د نومبر په ۲۷مه زیږېدلی. نوموړی شاوخوا ۱۸۰ سانتي متره قد، سپین ویښتان او شاوخوا ۷۷ کیلوګرامه وزن لري.

د امریکايي چارواکو په وینا، اووربي د مفصلونو د درد لپاره طبي درمل کاروي او وروستی ځل په خوست کې لیدل شوی و.

مکتوب: طالبانو په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر غځولو خدمات تر امر ثاني وځنډول

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی، چې دغه ادارې د افغان ټلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي.»

دغه مکتوب ښيي چې یاده پرېکړه د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې پر ۲۳مه شوې ده.

د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د چتر لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې «اترا» کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له لوري د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په دې موخه په دنده ګومارل شوی، چې په هېواد کې عامو افغانانو ته پر انټرنېټ محدودیتونه ولګوي.

په کابل کې د نوري فایبر د خدماتو شرکتونو کې سرچینې هم وايي، چې په راتلوونکې یکشنبه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر له شرکتونو سره ناسته لري او ښايي د نوري فایبر پر محدودولو به ورته سپارښتنې وکړي.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي شرکتونو ځینو مسوولانو د روانې غويي میاشتې پر ۲۱مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وایفای انټرنېټ قطع کړي. دوی زیاتوي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي کړې ده.

د دې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو د مخابراتو وزارت مسوولینو داخلي رسنیو ته دا راپور رد کړی و.

په ورته مهال د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ نوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي هم د دې لپاره ټاکلی ، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي. د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، نو لومړی به عام خلک د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي، چې دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.

احمدشاه درانی: د افغانستان کړکېچ قومي نه بلکې سیاسی دی

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱

افغان سیاستوال احمدشاه دراني ویلي، چې په افغانستان کې روان کړکېچ قومي یا ژبنی نه، بلکې سیاسي دی او ریښه يې په بې عدالتي کې ده. نوموړي ویلي، تر څو چې د خلکو د ارادې پربنسټ حکومتولي رامنځته نه شي، ثبات او مشروعیت ته رسېدل ناممکن دي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان سیاستوال احمد شاه دراني نن جمعه د غويي په ۲۵مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دولت او وګړو ترمنځ اړیکه په ټولنیز تړون او متقابل مسوولیت پورې اړه لري. دراني د طالبانو د ادارې نوم له اخیستو پرته څرګنده کړه، هغه نظامونه چې د خلکو د ارادې له مخې نه وي جوړ شوي، پایښت نه لري.

درانی باور لري چې په افغانستان کې بدلون یقیني دی او اوسنی وضعیت دوام نه شي کولای. نوموړي تر دې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې هم له افغانانو غوښتي وو چې د بدلون لپاره په یووالي او صداقت کار وکړي. هغه ویلي:«راځئ چې نن ورځ د بدلون پیل ووایو او د هغې لپاره په یووالي او صادقانه توګه کار وکړو». نوموړي په سیمه او نړۍ کې جدي پرمختګونو ته په اشارې سره ویلي، چې دا بدلونونه به د افغانستان پر راتلونکي مستقیمه اغېزه ولري.

د یادونې وړ ده چې د پخواني جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې، د لنډمهاله حکومت د مشرۍ لپاره د احمد شاه دراني د نوم په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي وو. افغان سیاستوال لا هم د بحران د حل یوازینۍ لار د یوه رښتیني ټولګډونه حکومت جوړېدل بولي.

ندا محمد ندیم او د تاتارستان مشر د علمي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

دطالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې د تاتارستان جمهوریت له مشر رستم نورګالیویچ مینیخانوف سره په لیدنه کې کابل او کازان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو، علمي او تخنیکي همکاریو خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د تاتارستان مشر افغانستان ته د خپل نږدې سفر خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د تاتارستان جمهوریت له مشر سره په کته کې غوښتنه وکړه چې د داړو لوریو ترمنخ دې سوداګریز او اقتصادي تعاملات له درېیمو لوریو پرته، په مستقیم ډول ترسره شي.

ندیم د تاتارستان مشر ته د علمي همکاریو پراختیا لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم د جوړېدو وړاندیز وکړ، تر څو د تاتارستان استادان د افغانستان په پوهنتونونو کې تدریس ورکړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاتارستان مشر د طالب پلاوي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې روسیه او افغانستان اوږدمهاله ښې اړیکې لري او دغه اړیکي باید نورې هم پراخې شي.

نوموړي زیاته کړې چې د تاتارستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او اړتیا ده چې دا تعاملات لا نور هم پیاوړي شي. نوموړي د روسي شرکتونو لکه «کاماز» او د هیلیکوپټرو اړوند شرکتونو پخوانۍ تجربې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې باید د فعالیت زمینه ورته بیا برابره شي.

د تاتارستان مشر مینیخانوف همداراز ویلي، چې د لوړو زدهکړو او علمي همکاریو پراختیا د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې خپل د نفتو د استخراج، صنعت او تخنیکي برخو پراخې تجربې به افغانانو سه شریکي کړې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې ندا محمد ندیم تر دې وړاندې د کازان ښار په نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی و او د نفت، ګاز او طبي موادو له نندارتون څخه یې هم لیدنه کړې وه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د جوماتونو خطیبان دې د ناوړه دودونو مخه ونیسي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني د جوماتونو پر خطیبانو غږ کړی، چې په ټولنه کې دې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د ممبر له لارې عامه پوهاوی ورکړي. نوموړي ویلي: «د خطیبانو دنده ده چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخه ونیسي».

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني دا خبرې نن جمعې په ورځ، د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوه «جامع جومات» د پرانېستې پرمهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو، اسلامي اصولو او ټولنیزو دودونو له مخې په یوه جنجالي بحث بدل شوي دي. زده‌کړو ته د نجونو نه لاسرسی، د کار او اقتصادي ګډون محدودېدل او د ټولنیز ژوند پر فعالیتونو بندیزونه هغه مسایل دي چې د افغانستان په ګڼو برخو کې یې د عامو خلکو پام ځانته اړولی دی.

که څه هم د طالبانو چارواکي دغه محدودیتونه له «اسلامي ارزښتونو او عرفي دودونو» سره تړلي بولي؛ خو د اسلام د دین اصلي سرچینې لکه قران او احادیث د ښځو زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون ته واضحه اشاره لري، چې له امله یې د دغو محدودیتونو په اړه نیوکې لا هم پر ځای پاتې دي.