په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي.»
دغه مکتوب ښيي چې یاده پرېکړه د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې پر ۲۳مه شوې ده.
د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د چتر لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې «اترا» کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له لوري د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په دې موخه په دنده ګومارل شوی، چې په هېواد کې عامو افغانانو ته پر انټرنېټ محدودیتونه ولګوي.
په کابل کې د نوري فایبر د خدماتو شرکتونو کې سرچینې هم وايي، چې په راتلوونکې یکشنبه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر له شرکتونو سره ناسته لري او ښايي د نوري فایبر پر محدودولو به ورته سپارښتنې وکړي.
په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي شرکتونو ځینو مسوولانو د روانې غويي میاشتې پر ۲۱مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وایفای انټرنېټ قطع کړي. دوی زیاتوي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي کړې ده.
د دې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو د مخابراتو وزارت مسوولینو داخلي رسنیو ته دا راپور رد کړی و.
په ورته مهال د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ نوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي هم د دې لپاره ټاکلی ، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي. د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.
د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، نو لومړی به عام خلک د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي، چې دا به پر سوداګرۍ، زدهکړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.