• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته ولاړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ادارې مشر مولوي مطیع‌ الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ په ښاري نړۍوال ۱۳م فورم (WUF13) کې د ګډون په موخه د اذربایجان پلازمېنې باکو ښار ته ولاړ.

د دغه ادارې په وینا؛ یاد پلاوی به په دغه فورم کې د اقلیمي بدلونونو، د ښاري چاپېریال ساتنې، دوامداره پرمختګ، د ښځلو مدیریت، شنو ښارونو، د هوا ککړتیا د مخنیوي او د ښاري مقاومت د زیاتوالي اړوند تخنیکي غونډو او بحثونو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوی به د دغه فورم په څنډه کې د یوشمېر نړۍوالو بنسټونو له استازو، تمویلوونکو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریالي همکاریو، تخنیکي مرستو او ګډو پروګرامونو په اړه هم خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د کندهار مشهوره او تاریخي «شالمار مېله» چې لسیزي یې د خلکو د خوښۍ، دودیزو لوبو، موسیقۍ او ټولنیزو ناستو رنګین انځور وړاندې کاوه، سږکال یې لا دوه اونۍ هم دوام ونه کړ او مېله‌وال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول.

دغه مېله چې هرکال د توت د پخېدو له موسم سره یو ځای پیلېږي، پخوا به نږدې یوه میاشت روانه وه؛ خو اوس يې د طالبانو د سختو محدودیتونو او بندیزونو له امله خپل پخوانی رنګ او خوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې خلک وایي، شالمار اوس یوازې د نوم یوه مېله پاتې ده؛ نه د پخوا په څېر خوشحالي او نه هم د ولسي دودونو ازادي په‌کې لیدل کېږي. شالمار د کندهار یوه مشهوره تاریخي، تفریحي او دودیزه مېله ده، چې تاریخي مخینه یې د احمدشاه بابا وخت ته رسېږي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه

دغه مېله د توت پخېدو سره هغه وخت پیلېږي، کله چې د ارغنداب د باغونو توتان پخېږي او خلک له سپين بولدک، تخته پل، ارغستان، معروف او نورو ولسوالیو څخه د تفریح لپاره راځي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، پخوا به د یادې مېلې فضا بېخي بله وه، خلک به له نورو سېمو څخه له کورنیو او دوستانو سره راتلل. د غېږ نیولو دودیزې لوبې، د اتڼ محفلونه، د موسیقۍ مجلسونه، د شپې د دریا «چمبې» مشاعرې، د لډو او ورقو سیالۍ، دودیزې سندرې او د کلیوالو خوړو پخول د یادې مېلې مهمې برخې وې.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ یو سپین ږېری حاجي اسدالله وایي، شالمار یوازې یوه تفریحي مېله نه وه؛ بلکې د خلکو د خپلمنځي اړیکو، کلتوري راټولېدنې او دودیز هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېده.

هغه زیاته کړه: «پخوا به شالمار ته زرګونه کسان راتلل، د شپې تر ناوخته ان تر سهاره به د دریاوو او ډول غږونه وو، ځوانانو به اتڼونه کول، سندري به ویل کېدې او خلک به خوشحاله وو؛ خو اوس هر څه چوپ دي».

هغه زیاتوي، د طالبانو له بندیزونو وروسته خلک نور زړه نه ښه کوي چې څو ورځې په مېله کې پاتې شي.

په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی
100%
په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی

د تخته پل ولسوالۍ یو ځوان نعمت‌الله هم په دې اړه وایي: «دا ځل خو مېله دومره ژر ختمه شوه، چې لا خلک سم راټول شوي هم نه وو؛ نه موسیقي شته، نه ازاد مجلسونه، نه هغه دودیزې لوبې، یوازې خلک راځي لږ ګرځي او بېرته ځي».

ځايي خلک وایي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په شالمار مېله کې د موسیقۍ، سندرو، د شپې مجلسونو او ګڼو ولسي دودونو مخه نیول شوې ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمداسحاق وایي: «کله چې د خلکو د خوښۍ هره لاره بنده شي؛ نو مېله به څنګه ژوندۍ پاتې شي؟ شالمار اوس یوازې یوه عادي مېله ده هغه د پخوا رنګ او خوند يې تللی دی».

هغه زیاتوي، چې پخوا به سوداګرو هم ښه کاروبار کاوه؛ خو اوس د خلکو د کم رنګه ګډون له امله اقتصادي ګټه هم کمه شوې ده. شالمار مېله د کندهار د هغو لرغونو ولسي مېلو څخه ده، چې نسل په نسل خلکو ژوندۍ ساتلې ده.
د ارغنداب شنې سیمې، د توتانو او انارو باغونه، د پسرلي ښکلی موسم او د خلکو دودیزې راټولېدنې د یادې مېلې ځانګړتیاوې بلل کېږي. کلتوري فعالان وایي، که ولسي مېلې محدودې او بې‌خونده شي؛ نو د سیمې کلتوري هویت ته زیان رسېږي.

د دوی په باور؛ شالمار یوازې د ساعتېرۍ ځای نه وو؛ بلکې د خلکو د فرهنګي ازادۍ یوه نښه هم وه. د سپین بولدک یو اوسېدونکی سیدولي په دې اړه وایي: «موږ به پخوا د شالمار لپاره څو ورځې تیاری نیوه، اوس ځکه خلک نه پاتې کېږي چې هلته د خوښۍ څه نه‌دي پاتې. موږ سږکال دغه مېلې ته تللي وو د شپې تر ناوخته به طالبانو نه پرېښودو، دریا نه وه، لډو یا نور د تفریح څه نه‌وو؛ نو داسې مېله به څنګه وي».

شالمار مېله چې یو وخت د کندهار د ولسي خوښیو او دودیز فرهنګ ژوندی سمبول وو، اوس د محدودیتونو او بندیزونو تر اغېز لاندې خپل رنګ بایلي.

طالبان: په افغانستان کې چاپېریالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د تېرې یوې لسیزې د چاپېریال ساتنې د ارزونې په یوه راپور کې ویلي، چې چاپېریالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي او د افغانستان پر پرمختګ، ثبات، عامه روغتیا، خوړو او انساني خوندیتوب یې اغېز کړی.

د طالبانو د یادې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې، چې د څو لسیزو جګړو او د وروستیو کلونو اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد چاپېریال زیانمن کړی دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو د خپلو نړۍوالو مرستندویه همکارانو سره په ګډه د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ویلي، چې د دغه هېواد د زیانمن چاپېریال عادي‌ حالت ته راګرځول وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص له خپلې ادارې، ولس او نړۍوالو غوښتي، چې د چاپېریالي ستونزو د حل او بیارغونې لپاره ګډ کار وکړي. طالبانو په تېره لسیزه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دا تر ټولو ملي ارزونه یاده کړې او ویلي یې دي، چې د یادې ارزونې پرمهال د افغانستان طبیعي اېکو سیسټمونه، اوبیزې سرچینې، د خاورې او ځمکې وضعیت، بیولوژيکي‌ تنوع، ښاري چاپېریالي شرايط او د اقلیم زیانمن اوسنی حالت څېړل شوی.

د ناروې وزیر مشاور سټاین پاول روزنبرګ د افغانستان د کرنیز سیسټم جوړېدل مهم یاد کړ او له ملي او نړۍوالو سازمانونو یې د اقداماتو او پانګونې غوښتنه وکړه. په افغانستان کې د یوناما د چارسمبالې مرستیال ځانګړې استازې ارزو هټاکوي د چاپېریال ساتنې او له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ وښود.

امریکايي لوړپوړی پوځي چارواکی: په افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو څار ځانګړی اهمیت لري

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان ادمیرال مایکل کوپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا وسله‌والو ځواکونو کمېټې غونډې ته ویلي، افغانستان لاهم د هغه هېوادونو په سر کې دی چې دوی په‌کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري.

هغه په افغانستان کې د «ترهګریزو ګواښونو» په اړه د لا ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې دغه معلومات او د امریکا د عملیاتو جزییات یوازې په محرمو غونډو کې شریکولای شي.
د کوپر دغه څرګندونې د امریکايي سناتور جېم بنکس د هغې پوښتنې په ځواب کې وشوې، چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو احتمال یې مطرح کړی و.

کوپر وویل: «افغانستان زموږ د ترهګرۍ ضد څار د تدابیرو په سر کې ځای لري. موږ د سیمې له هېوادونو سره د بېلابېلو همکاریو له لارې د ګواښونو د مخنیوي هڅه کوو او وضعیت په ډېرې ځیرنې سره څارو».

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې سېنټکام افغانستان له پامه نه غورځوي او د دغه هېواد د امنیتي تحولاتو دوامداره څارنه یې د کار له لومړیتوبونو څخه ده. د هغه په وینا؛ د همکاریو اوسني چوکاټ د ګواښونو په مهارولو کې مرسته کړې او دغه بهیر به دوام ولري.

د نوموړي اشاره له پاکستان او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره امنیتي او استخباراتي همکاریو ته وه، چې په یوه پېښه کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له‌خوا د هغه کس نیونه وه چې پر امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ځانمرګي برید د طراحانو له ډلې و.

د سېنټکام قوماندان نننۍ څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې یوه لوړپوړي روسي چارواکي هم په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې تر ۲۰ د ډېرو ډلو له ۱۸ تر ۲۳زره پورې وسله‌وال فعالیت کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره د افغانستان وضعیت ته پاملرنه «ځانګړی اهمیت» لري. سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) د شانګهای همکاریو سازمان د منشیانو په ۲۱مه غونډه کې له افغانستان نه د راولاړېدونکو «ترهګریزو» ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پرضد مبارزې ټینګار وکړ.
هغه ادعا وکړه، چې طالبان د داعش پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي.

کونړ کې بې ځایه شوي وګړي؛ طالبانو ۷سوه کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې یې د سرکاڼو ولسوالۍ په بې‌ځایه شوو خلکو مرستې وېشلي دي. د دغې ادارې په وینا، د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شوي دي.

یادې ادارې څرګنده کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۰ لیټره غوړي، اته کیلو مکروني، پنځه کیلو د جامو مینځلو پوډر، د البسو یو کېټ، یو ترپال او یو کارټن خرما ورکړل شو. د معلوماتو له مخې، دا بهیر د مسؤلینو په حضور کې ترسره شوی او نوملړونه له مخکیني سروې سره سم ارزول شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست زیاتوي چې د وېش بهیر منظم ترسره شوی او هڅه شوې تر ټولو لومړی هغو کورنیو ته مواد ورسېږي چې د جګړو له سیمه‌ییزو اغېزو ډېرې زیانمنې شوې دي.

له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ کې په کونړ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له بریدونو په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او له سل زرو ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي. دغه وضعیت د بشري مرستو اړتیا لوړه کړې ده.

طالبان د «شفاف کانکور» ادعا کوي خو نجونې لا هم له ازموینې محرومې دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د ازموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور د لومړي پړاو ازموینې بهیر د هېواد په ۱۵ ولایتونو او د بدخشان په پنځو حوزو کې د «شفافو تخنیکي سیسټمونو» له لارې پیل شوي. خو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم نجونې له کانکور او لوړو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانکور ازموینې پوښتنپاڼې د ځايي چارواکو، د ازموینو ادارې د پلاوو، استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانیستل شوې او ازموینې په «منظم او شفاف» ډول روانې دي.

د ازموینو ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور د لومړي پړاو ازموینې په میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور ولایتونو، او د بدخشان ولایت په پنځو حوزو کې اخیستل کېږي.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر، عبدالباقي حقاني، ویلي چې سږنی کانکور د «بشپړ شفافیت، نظم او معیاري اصولو» پر بنسټ ترسره کېږي او د بایومټریک او تخنیکي سیسټمونو له لارې د انساني لاسوهنې مخه نیول شوې ده.

خو دا ازموینې داسې مهال پیلېږي چې طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو منع کړې دي او زرګونه نجونې چې پخوا به د کانکور له لارې پوهنتونونو ته بریالۍ کېدې، اوس د زده‌کړو له حقه بې‌برخې دي.

طالبانو که څه هم د کانکور د شفافیت او عادلانه بهیر ادعا کړې، خو منتقدان وایي، تر ټولو لویه «بې‌عدالتي» خپله د نجونو محرومول دي، ځکه د هېواد نیم نفوس له دې ملي ازموینې او تحصیلي راتلونکې څخه ایستل شوی دی.

بلخوا، د هرات ځايي چارواکو د کانکور بهیر د ځوانانو لپاره «برخلیک ټاکونکی» بللی، خو د نجونو د نه حضور موضوع لا هم د کورنیو او زده‌کوونکو ترمنځ د اندېښنې او نیوکو سبب ده.