• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانانو فکري خوځښت له اروپايي ټولنې او پاکستان څخه غوښتي چې پخواني سرتېري ونه‌شړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱

د افغانانو فکري خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اروپايي ټولنې او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې زرګونه پخواني افغان سرتېري جبراً بېرته افغانستان ته ونه‌لېږي. یاد خوځښت ویلي، دغه کسان چې له جمهوریت وروسته له هېواده وتلي، اوس له جدي خطر او نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

دغه خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، که په اوسنیو «ناسمو او حساسو» شرایطو کې د پخوانیو نظامیانو ستنول ترسره شي، نو دا به یوازې اداري پرېکړه نه‌وي، بلکې د «مرګ او ژوند» موضوع به وي. د خوځښت په وینا، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله په مستندو راپورونو کې د دغې ډلې د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د افغانانو فکري خوځښت له اروپايي او ګاونډیانو هېوادونو او همداراز د هغوی له پارلمانونو او سیاسي مشرانو بیړنۍ غوښتنه کړې، چې د جبري ستنولو بهیر سملاسي ودروي او د دې کسانو د خونديتوب لپاره عملي او عاجل ګامونه واخلي. په اعلامیه کې راغلي، چې نړیوال مشران دې د انسانیت، عدالت او بشري ارزښتونو پر بنسټ پرېکړه وکړي، ځکه «تاریخ به د نن پرېکړې قضاوت کوي».

اعلامیه زیاتوي، چې د «عمومي عفوې» تر نوم لاندې ډېر بې‌دفاع کسان قرباني شوي او داسې پرېکړې کولای شي بل لوی ناورین وزېږوي. د افغانانو فکري خوځښت ټینګار کړی، چې پخواني نظامیان له خپلو کورنیو سره له امیدونو ډک او خوندي ژوند غواړي او جبري ستنول د انساني وجدان لپاره درنه ازموینه ده.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته ډېری افغانان او په ځانګړې توګه پخوانيو نظامیانو نورو هېوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران ته پناه یوړه، خو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې یادو هېوادونو په جبري توګه د افغانانو ستنول پیل کړي او د بشري حقونو په وینا، افغانستان ته د پخوانیو نظامیانو ستنول به د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې «قطره» خیریه بنسټ یو شمېر ښځو ته د لیک لوست زده‌کړې ټولګي جوړ کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د «قطره» په نوم یوه خیریه بنسټ ويلي، چې کابل کې يې د هغو ښځو لپاره وړيا د سواد زده‌کړې ټولګي پيل کړي، چې له تعلیم څخه محروم پاتې دي. د دې پروګرام موخه د لیک- لوست د بنسټيزو مهارتونو هغو ښځو ته رسول دي، چې د اقتصادي ستونزو او د ژوند د سختو شرايطو له امله ښوونځيو ته لاسرسی نه‌لري.

د یاد بنسټ په وينا، دغه ټولګي په خوندي او تعلیمي چاپېريال کې تنظيم شوي او ګډونوالې ښځې د لیک- لوست تر څنګ د ورځني ژوند اړين مهارتونه هم زده کوي. یاد بنسټ زياته کړې، چې ټول درسي مواد او ګډون د ګډونوالو لپاره وړيا دي.

ګډونوالې ښځې وايي، له دې فرصت څخه خوښې دي او غواړي د دوامدارو هڅو له لارې خپل سواد ښه کړي. د هغوی په وينا، دغه ډول ټولګي د کورنۍ او ټولنې په چارو کې د ښځو ونډه پياوړې کوي او د هغوی ځان‌بساینې ته لاره هواروي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له کبله تعلیمي فرصتونه له‌منځه تللي او ګڼې ښځې له رسمي زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي. د بشري حقونو د فعالانو په باور، هر هغه ابتکار چې د ښځو د سواد او بنسټيزو مهارتونو کچه لوړه کړي، د ټولنې پر هوساینې او اقتصادي ګډون مثبت اغېز لري.

عبداللطیف نظري: افغانستان کولی شي له روسیې باکیفیته درمل وارد کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د روسیې په کازان کې د درمل جوړونې له یوې کارخونې د لیدنې په ترڅ کې ویلي، افغانستان کولای شي د خپلې اړتیا وړ درمل له روسیې وارد کړي. د نوموړي په وینا، په دې برخه کې له اړوندو مسوولینو سره یې ګټورې خبرې هم کړې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د روسیې په کازان کې د درمل جوړونې له یوې کارخونې د لیدنې په ترڅ کې ویلي: «افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کولی شي له روسیې با کیفیته درمل وارد کړي».

هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې یې له ځايي روغتیايي مسوولینو سره ګټورې خبرې هم کړې دي، خو په تړاو یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

افغانستان له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو له بندولو وروسته د درملو له کمښت سره مخ شوی او اوس طالبان هڅې کوي، دغه تشه د ایران او منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه له ورسیې د درملو په واردولو سره ډکه کړي.

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، د سرطان په څېر د ځینو ځانګړو ناروغیو درمل اوس په هېواد کې په ډېرې سختۍ سره موندل کېږي او په ټولیزه توګه د درملو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي.

د برېټانیا ځانګړي استازي د افغان خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د طالبانو له لوري د خبریالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتنه کړې، چې د قانوني پروسې له‌مخې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي نن جمعه، د غويي پر ۲۵مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د خبریالانو د نیول کېدو ترڅنګ، د دوی د فزیکي ځورونې او د شتمنیو د غصبولو راپورونو هم سخت اندېښمن کړی دی. د هغه په وینا، دا کسان له کوم څرګند دلیل او روښانه تور پرته نیول شوي دي.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دغو قضیو په څېړلو کې بشپړ شفافیت رامنځته کړي او قانوني پروسو ته غاړه کېږدي. د برېټانیا استازي ټینګار کړی چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو بنسټیزو حقونو ته باید درناوی وشي.
د برېټانیا ځانګړي استازي په خپل پیغام کې په ټینګار سره ویلي چې خبریالان باید وکولای شي په افغانستان کې له وېرې او ډار پرته خپل مسلکي کارونه پر مخ یوسي.

هغه د رسنیو د کارکوونکو لپاره د خوندي کاري چاپیریال برابرول اړین بللي دي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي پر۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي پر۱۹مه په وزیراکبرخان مېنه کې د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو نیول شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي، چې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

امریکا په افغانستان کې د خپل ورک شوي وګړي د موندلو لپاره یو میلیون ډالر انعام اعلان کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱

امریکایي یرغمل شویو وګړو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي دفتر اعلان کړی، چې که څوک د ورک شوي امریکايي وګړي پاول اېډوېن اوربي په موندلو کې مرسته وکړي، تر یو میلیون ډالرو پورې انعام به ورکړل شي.

یاد دفتر د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې پاول اووربي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې لادرکه شوی او تر اوسه یې د ځای او وضعیت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دوی ټینګار کړی چې متحده ایالات لا هم په بهر کې د امریکايي وګړو د بېرته راستنولو هڅو ته دوام ورکوي او «هېڅ امریکايي وګړی به هېر نه شي».

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، که څوک داسې معلومات ولري چې د پاول اووربي په موندلو او خپل کور ته د هغه په ستنېدو کې مرسته وکړي، د امریکا حکومت تر یو میلیون ډالرو پورې انعام ورکوي.

پاول اووربي د امریکا تبعه، لیکوال او ښوونکی دی چې د ۱۹۴۲ کال د نومبر په ۲۷مه زیږېدلی. نوموړی شاوخوا ۱۸۰ سانتي متره قد، سپین ویښتان او شاوخوا ۷۷ کیلوګرامه وزن لري.

د امریکايي چارواکو په وینا، اووربي د مفصلونو د درد لپاره طبي درمل کاروي او وروستی ځل په خوست کې لیدل شوی و.

مکتوب: طالبانو په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر غځولو خدمات تر امر ثاني وځنډول

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی، چې دغه ادارې د افغان ټلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي.»

دغه مکتوب ښيي چې یاده پرېکړه د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې پر ۲۳مه شوې ده.

د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د چتر لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې «اترا» کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له لوري د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په دې موخه په دنده ګومارل شوی، چې په هېواد کې عامو افغانانو ته پر انټرنېټ محدودیتونه ولګوي.

په کابل کې د نوري فایبر د خدماتو شرکتونو کې سرچینې هم وايي، چې په راتلوونکې یکشنبه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر له شرکتونو سره ناسته لري او ښايي د نوري فایبر پر محدودولو به ورته سپارښتنې وکړي.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي شرکتونو ځینو مسوولانو د روانې غويي میاشتې پر ۲۱مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وایفای انټرنېټ قطع کړي. دوی زیاتوي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي کړې ده.

د دې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو د مخابراتو وزارت مسوولینو داخلي رسنیو ته دا راپور رد کړی و.

په ورته مهال د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ نوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي هم د دې لپاره ټاکلی ، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي. د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، نو لومړی به عام خلک د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي، چې دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.