عباس عراقچي: روانې جګړې په سیمه کې د ایران دریځ پیاوړی کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند په کوربهتوب د برېکس غونډې په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې روانې جګړې په سیمه کې یو مهم بدلون رامنځته کړی او د ایران ستراتیژیک دریځ یې لا پیاوړی کړی دی.
