• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمندري غلو ۱۱ پاکستاني وګړي تر ۲۴ ورځو بند وروسته خوشې کړل

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايی، ۱۱ تنه پاکستاني وګړي چې د سومالیا د «پونټلنډ» ساحل ته نږدې سمندري غلو برمته کړي وو، تر ۲۴ ورځو بند وروسته نن خوشې شول. خوشې شوي پاکستانیان د ټایلنډ پلازمېنې ته رسېدلي او ډېر ژر به اسلام‌اباد ته ولېږدول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول خوشې شوي وګړي روغ رمټ دي او د سنګاپور له لارې بنکاک ته رسېدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ټینګار کړی چې د بهر مېشتو پاکستانیانو خوندیتوب او هوساینه، په ځانګړي ډول د کړکېچ پر مهال، د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

اسلام‌اباد د دغو کسانو په راخوشې کولو کې د سنګاپور، امریکا، ایران او تایلنډ له حکومتونو څخه د رغندې همغږۍ او ډیپلوماټیکې همکارۍ له امله مننه وکړه.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا پولنډ ته د ۴۰۰۰ سرتېرو لېږلو پلان لغوه کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱

پنټاګون په ناڅاپي ډول پولنډ ته د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو د استولو پلان لغوه کړ. د پنټاګون له یادې پرېکړې سره په اروپا کې د امریکا د نظامي حضور کمولو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي. وړاندې هم ټرمپ له جرمني څخه د ۵۰۰۰ سرتېرو د اېستلو اعلان کړی و.

د امریکا د پوځ سرپرست لوی درستیز جنرال کریسټوفر لا نیو د جمعې په ورځ، د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال دغه پرېکړه تایید کړه، خو د علت په اړه یې یوازې دومره وویل چې په اوسني وضعیت کې د دغې لوا نه لېږل غوره ګام و.

په ورته مهال د ډیموکرات ګوند استازو دا پرېکړه د اروپا د امنیت په اړه د ټرمپ د ژمنو په وړاندې یو «بد پیغام» وباله.

دا پرېکړې تر ډېره د ایران د جګړې پر سر د ټرمپ او اروپايي متحدینو ترمنځ د ژورو اختلافونو زیږنده بلل کېږي. ټرمپ له دې امله په غوسه دی چې اروپايي هېوادونو د ایران په جګړه کې د امریکا ملتیا نه ده کړې. نوموړي په ځانګړي ډول د جرمني له لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ سره پر دې موضوع لفظي شخړه هم کړې وه.

بل لوري ته، د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک ویلي، چې له واشنګټن څخه یې ډاډ ترلاسه کړی چې دا پرېکړه یوازې «لوجستیکي بڼه» لري او د پولنډ پر امنیت او دفاعي وړتیا به منفي اغېزه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پای کې په اروپا کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۵ زره تنه و، خو ټرمپ په دوامداره توګه له ناټو غوښتي چې د اروپا په دفاع کې لویه ونډه واخلي او اروپایي هېوادونه دې خپل نظامي لګښتونه زیات کړي.

هند او متحده عربي امارات د دفاعي او انرژۍ د همکاریو هوکړې لاسلیک کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

هند او متحده عربي امارات د جمعې په ورځ د دفاعي ملګرتیا او انرژۍ په برخه کې څو مهمې هوکړې لاسلیک کړې. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، امارات ته د نرېندرا مودي دغه سفر د ایران له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراخېدو په موخه ترسره شوی دی.

د لاسلیک شویو هوکړو له مخې، دواړو لوریو د دفاعي صنعت، نوښتونو، پرمختللې ټکنالوژۍ، پوځي تمرینونو، سمندري امنیت او سایبري دفاع په برخو کې پر همکارۍ هوکړه کړې ده. د انرژۍ په برخه کې، د ابوظبۍ د تېلو دولتي شرکت اعلان وکړ چې په هند کې به د خپلو خامو تېلو زېرمه ۳۰ میلیونه بېرلو ته لوړه کړي او د اماراتو په «فجیره» کې به هم د هند د ستراتیژیکو زېرمو لپاره پر اسانتیاوو کار وکړي.

ورته مهال، د هند بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د متحده عربي اماراتو د ۵ میلیارده ډالرو نوې پانګونې خبر هم ورکړ. په دې کې د «امارات این بي ډي» له خوا د هند په «ار بي ایل» بانک کې د ۶۰ سلنه ونډې اخیستل او نورې سترې پروژې شاملې دي.

د راپورونو له‌مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې تېره میاشت له اوپک څخه د اماراتو وتلو د تېلو د تولید کچه لوړه کړې، چې دا د هند په څېر واردونکو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی. د ایران جګړې او د هرمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ کړي وو، خو اوس دواړه هېوادونه د اکمالاتو د خوندیتوب په لټه کې دي.

د هند او اماراتو دغه نږدېوالی د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېر کال د دفاعي هوکړې په ځواب کې یو مهم ګام بلل کېږي. پاکستان دا مهال د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي او له سعودي سره یې خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کړې دي.

تهران ټایمز وايي امریکا د ایران ۱۴ ماده‌ییز وړاندیز رد کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د ایران تهران ټایمز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایراني چارواکو ۱۴ ماده‌ییزه لیکلې طرحه رد کړې ده. واشنګټن د ایران د وړاندیزونو له منلو په انکار سره، یو ځل بیا پر خپلو پخوانیو شرایطو ټینګار کړی دی.

د یاد اژانس د راپور له مخې، امریکا د ایران د وړاندیزونو پر ځای د خپلو شرطونو پر پلي کېدو ټینګار کوي. واشنګټن په ځانګړي ډول د اټومي پروګرام په برخه کې د تهران نوې طرحه د منلو وړ نه ده بللې او خپل پخوانی سختدریځه موقف یې تکرار کړی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې له څو لسیزو راهیسې ترینګلې دي، خو په وروستیو کلونو کې تر ټولو جدي اختلاف د تهران د اټومي پروګرام پر سر رامنځته شوی دی.

واشنګټن او لوېدیځ هېوادونه ادعا کوي چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو تهران بیا ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یوازې سوله‌ییز او د انرژۍ د تولید لپاره دی.

ایران یوه افغان‌الاصله معترضه په ۱۰ کاله بند محکومه کړه

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» راپور ورکړی، چې د ایران د مشهد ښار د انقلاب محکمې افغان‌الاصله ۲۱ کلنه زهره موسوي په ۱۰ کاله بند محکومه کړې ده. پر نوموړې د ډلې جوړولو، د چاودېدونکو توکو د زده‌کړې او د ملي امنیت پر ضد د خلکو د هڅولو تورونه لګول شوي دي.

د یاد سازمان د راپور له مخې، د ایران د قانون پر بنسټ له دغې سزا څخه څلور کاله تعزیري بند عملي کېږي او شپږ کاله او شپږ میاشتې نور بند یې په تعلیقي ډول صادر شوی دی. زهره موسوي د افغان-ایران دوه ګوني تابعیت لرونکې ده، چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې د اعتراضونو پر مهال نیول شوې وه.

یاد سازمان وايي، ایراني حکومتي ادارو د هغې تابعیت لغوه کړی او اوسمهال یې له ایران څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ کړې ده. زهره موسوي په ایران کې زېږېدلې او تر نیول کېدو وړاندې یې د فریمان ولسوالۍ په یوه رستورانت کې کار کاوه، چې د خپلې کورنۍ د سرپرستۍ مسوولیت هم ور تر غاړې و.

تر دې دمه ایراني چارواکو د زهره موسوي د نیولو، د بند د حکم او د هغې د تابعیت د لغوه کولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

روسيې او اوکراین د ۲۰۵ بندیانو تبادله وکړه

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د یوې هوکړې له‌مخې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د رواني میاشتې د اوربند برخه وه، هر لوري ۲۰۵ جنګي بندیان تبادله کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی سرتېري دا مهال په بلاروس کې دي او هلته ورته لازم ملاتړ چمتو کېږي. مسکو زیاته کړې چې د دغې تبادلې په ترسره کېدو کې متحده عربي اماراتو هم منځګړیتوب کړی دی.

په ورته مهال اوکرایني لوري هم د خپلو سرتېرو بېرته راستنېدل تایید کړي دي.

دغه بندیان په داسې مهال تبادله شوي، چې دواړو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې د ټرمپ په منځګړیتوب د هوکړې له مخې ژمنه کړې وه چې ۱۰۰۰ سرتېري به سره تبادله کوي. اوربند چې د مې له ۹مې تر ۱۱مې پورې و، د دواړو لوریو له خوا د سرغړونو له راپورونه هم ورکړل شوي.