د طالبانو د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست وياند اتل مشواڼي هغه مهال رسنيو ته ويلي وو، چې دا پرېکړه د «شرعي ملاحظاتو» او د شطرنج فدراسيون د رهبرۍ د ستونزو له امله شوې ده.
هغه ويلي وو، ترڅو چې دغه شرعي ملاحظات و نه څېړل شي، په افغانستان کې به شطرنج ځنډېدلی پاتې وي.
په هغه اعلاميه کې، چې د افغانستان د شطرنج شبکې په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې، راغلي چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په غوښتنه د دغې شبکې فعاليت درول شوی دی.
دې شبکې د طالبانو له بنديز وړاندې د شطرنج حضوري سيالۍ ترسره کولې، خو وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې دغه مشهوره لوبه وځنډوله، دې شبکې انلاين سيالۍ پيل کړې وې.
په انټرنېټ کې د شطرنج ګڼ انلاين سايټونه او اپليکېشنونه شته، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه زره کسان ځان ته جذبوي.
په دغو سايټونو کې د شرط لرونکو سياليو انلاين ټورنمنټونه هم ترسره کېږي.
د شطرنج نړيوال فدراسيون يا «فيده» تر دې وړاندې په افغانستان کې د شطرنج بنديز «خواشينوونکی» بللی و.
دغه فدراسيون ويلي وو، چې د المپيک له نړيوالې کمېټې، د اسيا د شطرنج فدراسيون او نورو نړيوالو ورزشي ادارو سره د يوه رغنده حللارې د موندلو لپاره په اړيکه کې دی.
فيدې همداراز ټينګار کړی و، چې شطرنج يوه مهارتمحوره او د چمتووالي پر بنسټ ولاړه لوبه ده او له بخت او تصادف سره لږ تړاو لري.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی و، چې د شطرنج ځنډول ښايي په افغانستان کې د دې ذهني ورزش ودې ته زيان ورسوي او د افغان لوبغاړو فرصتونه محدود کړي.
شطرنج د نړۍ له تر ټولو پېژندل شويو فکري لوبو څخه ده او په ډېرو هېوادونو کې د ذهني او سيالۍيز ورزش په توګه ترسره کېږي.