• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوهنې وزارت: په پاکستان کې له ۲۵ میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پوهنې وزارت وایي، په دغه هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې دي. دغه وضعیت د پاکستان د ښوونیز نظام او د پوهنې سکتور د کمزورۍ په اړه اندېښنې راولاړې کړي.

د پاکستان د پوهنې او روزنې فدرالي وزیرخالد مقبول صدیقيد قامي اسمبلۍ د پوښتنو پر مهال ویلي، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۳۷۰ زره ماشومان، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، له بنسټیزو زده کړو محروم دي.

د نوموړي په وینا، پنجاب ایالت د هغو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر لري چې ښوونځیو ته نه ځي، او شمېر یې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ته رسېږي.

هغه زیاته کړه چې په سند ایالت کې ۷ میلیونه او ۸۲۰ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۴ میلیونه او ۹۲۰ زره، په بلوچستان کې ۲ میلیونه او ۹۴۰ زره، او په اسلام‌اباد کې نږدې ۹۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د پوهنې وزیر ویلي، یوازې په اسلام‌اباد کې ۷۰ زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته جذب شوي دي.

د قامي اسمبلۍ د معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خپلې کورنۍ ناخالصې تولیدي بودجې یوازې ۰.۸ سلنه د پوهنې سکتور ته ځانګړې کړې ده.

شنونکي وایي، د پوهنې لپاره د بودجې ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې، د ماشومانو کار، ناامني او د ښوونیزو اسانتیاوو کمښت هغه عمده عوامل دي چې په پاکستان کې یې میلیونونه ماشومان له زده کړو محروم کړي دي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

شنونکی: د افغان کډوالو ایستل به د پاکستان پر اقتصاد او کرنیز سکتور منفي اغېز وکړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، سیاسي او ټولنیز شنونکي وایي، د میلیونونو افغانانو وتل به نه یوازې ټولنیزې، بلکې د پاکستان پر اقتصادي او کرنیزو برخو هم ژور اغېز وکړي.

سیاسي شنونکي رفیع الله کاکړافغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د افغان کډوالو حضور په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو لامل شوی و.

د هغه په وینا، افغان کډوال هغه مهال پاکستان ته ولاړل چې افغانستان له جګړو او بې‌ثباتۍ سره مخ و او میلیونونه کسان د کډوالۍ ژوند ته اړ شول.

کاکړ وایي: « په بلوچستان، په ځانګړي ډول کوټه ښار کې، د افغان کډوالو پراخ حضور د ځینو بلوڅ ملتپالو ډلو لپاره د اندېښنې موضوع ګرځېدلې وه، او په کراچۍ کې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو د افغانانو د نفوس د زیاتوالي پر وړاندې سیاسي دریځونه خپل کړي وو.»

هغه زیاتوي چې افغان کډوالو په بلوچستان کې د شاړو ځمکو په ابادولو او د کرنې په پراختیا کې مهم رول لوبولی، ځکه د ده په خبره افغانان د کرنې او سختو کارونو تجربه لري.

د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو له امله د پولې دواړو غاړو ته سوداګري هم پراخه شوه او په پاکستان کې د ارزانه کار ځواک د زیاتېدو له امله صنعتي او سوداګریزو برخو اقتصادي ګټه ترلاسه کړه.

رفیع‌الله کاکړ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه تر ډېره له امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د اسلام‌اباد له سیاسي اختلافاتو سره تړي.

هغه وایي، پاکستان هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو له لارې پر طالبانو سیاسي فشار زیات کړي، خو د ده په باور دا اقدام «غیرانساني» بڼه لري.

شنونکی خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پراخ ستنېدل به په ځانګړي ډول د بلوچستان پر کرنیز سکتور منفي اغېز وکړي، ځکه ډېرو کډوالو خپلې پانګې او شتمنۍ هم له ځان سره افغانستان ته انتقال کړې دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه له درې میلیونو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنې؛ وزیران او د اسمبلۍ غړي هم خوندي نه دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ غړو په کوټه کې د اسمبلۍ غونډې پر مهال د ایالت د خراب امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې وزیران او د اسمبلۍ غړي هم د باج‌اخیستنې او بریدونو له ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ پارلماني مشر میر صادق عمراني وویل، په بلوچستان کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کېږي، لویې لارې خوندي نه دي او خلک خپلو سیمو ته په ډاډه زړه سفر نه‌شي کولای.

هغه زیاته کړه چې که خلکو ته امنیت برابر نه‌شي، نو د اسمبلۍ ناستې هېڅ مانا نه لري.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو هم ومنله چې د قانون او نظم وضعیت د اندېښنې وړ دی. نوموړي وویل، د اسمبلۍ غړو او وزیرانو لپاره امنیتي ساتونکي ټاکل شوي او له سیاسي ګوندونو یې وغوښتل چې وسله‌والې ډلې په ښکاره وغندي.
په دې اړه د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي وویل، حکومت باید د امنیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د پاکستان په سند ایالت کې د پل د نړېدو له امله درې کارګران مړه شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د سنده ایالت کشمور ولسوالۍ په کرمپور سیمه کې د نصیر رود د زوړ پل د نړولو پر مهال درې کار کوونکي مړه شوي دي.

یاده پېښه د جمعې په ورځ د نصر بجاراني کلي ته نږدې هغه وخت وشوه چې کارګرانو د نوي پُل د جوړولو لپاره زوړ پُل نړاوه. د پله یوه برخه ناڅاپه ولوېده او څو کارګران تر لاندې شول

پولیس وايي ، درې مړي او څو نور ټپیان له سیمې ایستل شوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي د ټپیان شمېر تراوسه نه ده څرګند.

په پاکستان کې د يوې تولې سرو زرو په بیه کې د ۱۵۵۰۰ کلدارو په اندازه کمښت راغلی دی

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان بازارونو کې د یوې تولې سرو زرو په بیه کې ۱۵ زره ۵۰۰ کلدارې کمښت راغلی دی. د پاکستان د سرو زرو ټولنې د معلوماتو له‌مخې، د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په ځايي صرافه بازار کې د ۲۴ قیراط سرو زرو په بیه کې ۱۵ زره ۵۰۰ روپۍ کمښت راغلی او ۴ لکه ۷۶ زره ۸۶۲ روپیو ته رسېدلې ده.

د ځايي رسنيو د راپور له‌مخې، همدارنګه د ۱۰ ګرامه سرو زرو په بیه کې ۱۳ زره ۲۸۹ کلدارې کمښت راغلی دی، چې له دې وروسته یې نوې بيه ۴ لکه ۸ زره ۸۳۲ کلدارې ټاکل شوې ده.

ويل شوي، په نړیوال مارکيټ کې هم د سرو زرو بیه د ۱۵۵ ډالرو په کمی سره تر في‌اونس ۴ زره ۵۴۵ ډالرو پورې راښکته شوې ده.

ایسوسیېشن وایي، په ځايي کچه په بیو کې د کمښت اساسي لامل په نړیوال مارکېټ کې د سرو زرو د بیو راټېټېدل دي.

پاکستان د انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدنې په اړه د اپوزیسیون وړاندیز رد کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان فدرالي حکومت د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدنې لپاره د اپوزیسیون وړاندیز رد کړ. په سنا کې د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وویل، چې د کمېټې جوړولو لپاره په قانون کې ځای او اجازه نه‌شته، چې پر بنسټ یې له بندیانو سره د سیاسي موخو لپاره لیدنې وشي.

د جيو‌نيوز د خبر له‌مخې، رانا ثناالله ویلي، چې بُشرا بي بي او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر ته غوره درملنه چمتو کېږي، که اپوزیسیون له قواعدو سرغړونه نه وي کړې نو سترې محکمې ته دې مراجعه وکړي.

د حکومت له‌خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې څرګندې شوي، چې د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په پارلمان کې د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزي وويل، «حکومت دې په څرګند ډول ووايي، چې له عمران خان سره به ليدنه کله کيږي؟ بله دا چې هغه به د هغه خوښې روغتون ته کله ولېږدول شي»؟

هغه وويل، «په درېیو ورځو کې موږ له خپلو مشرانو سره ليدنې کوو، که د حکومت چلند داسې وو او بيا د دوشنبې په ورځ پارلمان نه چلېدو، مسوول به یې د پارلمان مشر وي».

له دې وړاندې په سنا کې د اپوزیسیون مشر راجه ناصر عباس له عمران خان او نورو بندیانو سره د لیدنې لپاره د حکومت او اپوزیسیون د غړو په ګډون د کمیټې جوړولو وړاندیز کړی وو.