روسیه وايي د اوکراین په خارکیف سیمه کې یې د دوو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی

د روسیې دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په سیمه کې د دوو نویو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په سیمه کې د دوو نویو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د روسیې دولتي اژانس د شنبې په ورځ، د غويي ۲۶مه راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو وکولای شول چې د اوکراین په ختیځ خارکیف سیمه کې د بورووا او کوتکیوکا په نومونو ستراتیژیک کلي د خپل کنټرول لاندې راولي.
د روسیې د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرمختګ د یادې سیمې په جبهو کې د روسي سترېرو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې په کرښو کې نښتې لا هم په شدخت سره روانې دي، خو اوکرایني چارواکو تر اوسه د دغو دوو کلیو د سقوط په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا او د نایجریا د وسلهوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې د مهمو قوماندانانو له ډلې ابو بلال المنوکي وژل شوی دی.
دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه بیان کې شوې چې سپینې ماڼۍ په خپل رسمي ایکسپاڼه کې خپور کړی.
ټرمپ ویلي چې دغه عملیات د هغه په مستقیم امر ترسره شوي او «په خورا دقیق پلان او پیچلي ډول» تنظیم شوي وو.
نوموړي زیاته کړې: «نن شپه زما په امر، زړورو امریکایي ځواکونو او د نایجریا وسلهوالو ځواکونو په ګډه داسې یوه بریالی او دقیقه پوځي ماموریت ترسره کړ چې په نتیجه کې د نړۍ تر ټولو فعال ترهګر له منځه یوړل شو. ابو بلال المنوکي، د داعش د دوهم مشر په توګه پېژندل کېده…»
سپینې ماڼۍ د عملیاتو د دقیق ځای او نورو جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا ماموریت د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د امریکا د استخباراتو ادارې سياېاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» خونړي برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسلهوالو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.
اډمز په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریفالله، چې تېر کال امریکا ته ولېږدول شو، د ابي ګېټ د برید اصلي طراح نه و، بلکې د دې برید اصلي معماران د داعش خراسان مشر ثناءالله غفاري او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني دي.
هغې ادعا کړې: «حکومت هڅه وکړه خلک دې ته قانع کړي چې محمد شریفالله د ابي ګېټ د برید طراح او ان ځانمرګی بریدګر و، حال دا چې دا خبره هېڅ منطقي نه ده.»
د سياېاې پخوانۍ مامورې زیاته کړې چې د امریکا حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې پر ځای د تبلیغاتي بریاوو په لټه کې دی او د لوړپوړو وسلهوالو د په نښه کولو پر ځای، د ټیټې کچې کسانو نیول د لاستهراوړنې په توګه وړاندې کوي.
سارا اډمز ویلي، د ابي ګېټ اصلي طراحان «ثناءالله غفاري او سراجالدین حقاني لا هم ازاد دي او پر دې خاندي چې امریکا د دوی د ناسم معلوماتو ښکار شوه.»
نوموړې په خپل اوږده بیان کې د امریکا پر هغې تګلارې هم نیوکه کړې چې بهرني وسلهوال امریکا ته لېږدوي او هلته یې کلونه ساتي.
هغې ویلي، امریکا باید د نړۍ د «ترهګرو دایمي زندان» ونه ګرځي او پر ځای یې باید له اصلي هېوادونو یا درېیمو هېوادونو سره د بندیانو د ساتلو هوکړې وکړي.
اډمز د ګوانتانامو زندان تجربې ته په اشارې ویلي چې امریکا لا هم د هغو پالیسیو سیاسي، مالي او امنیتي بیه پرې کوي چې د اوږدمهاله لید پرته عملي شوې وې.
هغې زیاته کړې: «موږ باید ټول ترهګر د امریکا له خاورې وباسو، د هغوی د داخلېدو مخه ونیسو او نور یې امریکا ته رانهولو.»
د فاکسنیوز د راپور لهمخې، محمد باقر سعد داوود الساعدي چې د عراق تبعه او د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې د یوې شاملې ډلې جګپوړی غړی ګڼل کېږي، نیول شوی او د څېړنو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی.
چارواکي وایي، نوموړی د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د نږدې شلو بریدونو د همغږۍ او پلانونو په تور څارل کېده.
د قضیې په اسنادو کې ویل شوي، چې الساعدي د «الشهابالیمن» په نوم د ایرانپلوې اسلامپالې ډلې مشري کړې او د امریکا پر خاوره د اضافي بریدونو د طرحې هڅې یې هم کړې دي. د فاکسنیوز په وینا، نوموړی به په نیویارک کې محاکمه شي.
د فدرالي پلټنو ادارې (اېفبيای) ویلي، دا اقدام یې هغه وخت وکړ، کله چې استخباراتي معلومات ترلاسه شول، چې الساعدي غواړي د الشهابالیمن عملیات امریکا ته وغځوي. د ادارې په وینا، هغه ځینو کسانو ته سپارښتنه کړې وه، چې په ټاکلو ایالتونو کې پر سیناګوګونو او نورو یهودي بنسټونو بریدونه همغږي کړي.
چارواکي زیاتوي، چې د الساعدي د نیولو بهیر او لېږد د څو ادارو په همغږۍ ترسره شوی، خو د نیولو دقیق ځای او نېټه لا نهده افشا شوې. قضایي سرچینو تر اوسه د نوموړي د مدافع وکیل دریځ نهدی شریک کړی او احتمالي نور تورونه کېدای شي د قضیې په پرانېستي اورېدنې کې څرګند شي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا د کورني امنیت ادارو د مذهبي تاسیساتو پر ضد د احتمالي تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د یهودي ټولنو پر ضد ګواښونه زیات شوي دي.
د فدرالي پلټنو ادارې تل ویلي، چې د خوندي کوونکو اقداماتو، د ټولنې د خبرتیا او پر وخت د استخباراتي معلوماتو د تبادلې له لارې د بریدونو د مخنیوي هڅې کوي.
شهزاده رضا پهلوي په یوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د ايران «رژیم» له ځپونکو جوړښتونو سره قصدي همکاري او د معترضانو د مصادره شويو شتمنيو پېر او پلور ښايي «له بشريت ضد جنايتونو سره مرسته» وبلل شي او «جنايي مسووليت» ولري.
هغه د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په خپله اېکسپاڼه په خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ويلي، هېڅ مقام، امر يا پلمه به د افرادو د شخصي مسووليت مخه ونهنيسي.
د هغه په خبره، هغه کسان چې له ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، که د ايران دننه وي او که بهر، د قانوني تعقيب له ګواښ سره به مخ شي. رضا پهلوي زياته کړې، هغه کسان چې د معترضانو د ضبط شويو شتمنيو په مصادره يا راکړه ورکړه کې لاس لري، ښايي تاوان ورکولو ته هم اړ شي.
هغه همداراز خبرداری ورکړی، هغه کسان چې نن د ایران اسلامي جمهوريت له امنيتي او ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، بايد د خپل ځان او کورنۍ راتلونکې ته فکر وکړي.
د هغه په وينا، په راتلونکي کې به د خلکو د ځپلو عاملان د قانون پر وړاندې ځواب ويونکي وګرځول شي.
د امریکا ولسمشر له بیجېنګ څخه تر ستنېدو وروسته په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې سفر یې «ستره بریا» وه او «لویو هوکړو» ته رسېدلي دي. هغه د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په واشنګټن کې زیاته کړه، چې «ډېر څه شوي» او ژر به د دغو پرېکړو جزییات خپاره شي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «یوازنی څه چې ویلای شم دا دي، چې دا یوه ستره بریا وه. موږ لویو هوکړو ته ورسېدو. موږ ښې سوداګریزې هوکړې ترسره کړې». هغه دا سفر «فوقالعاده» او «رښتینې تاریخي شېبه» وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د هوکړو بشپړ معلومات به وروسته شریک شي.
ټرامپ د هوکړو نوعیت او شمېر روښانه نهکړل، خو دومره یې وویل، چې د موضوعاتو په اړه «ډېر څه پېښ شوي» او رسنۍ به یې د جزییاتو اورېدونکې وي. د سپینې ماڼۍ له لوري د هوکړو رسمي متن یا شمېر نهدی خپور شوی.
له بلې خوا، د چین چارواکو په دې اړه سمدستي جزییات نهدي ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۳مه چین ته په یوه رسمي سفر تللی وو.