ازادۍ جبهې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د پسرلنیو عملیات له پیل څخه خبر ورکړ

ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې په بدخشان کې یې د طالبانو پر ضد پسرلني عملیات پیل کړي دي. دغې جبهې ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په دغه ولایت کې خپل عملیاتي او کمانډویي واحدونه ځای پر ځای کړي دي.
