بلوچستان کې د ناامنۍ دوام؛ په دوو جلا بریدونو کې ښځینه پولیسه او د پوهنتون استاد وژل شوي

د پاکستان دبلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، ناپېژاندو وسلهوالو په دوو جلا پېښو کې یوه ښځینه پولیسه او د پوهنتون یو استاد وژلي دي.

د پاکستان دبلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، ناپېژاندو وسلهوالو په دوو جلا پېښو کې یوه ښځینه پولیسه او د پوهنتون یو استاد وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د کیچ ولسوالۍ اړوند ابسر سیمه کې وسلهوالو د بلوچستان د پولیسو پر یوې ښځینه سرتېرې هغه مهال ډزې وکړې چې په موټر کې روانه وه.
پولیس وایي، په دې برید کې ښځینه پولیسو وژل شوې او د هغې خاوند او پنځه کلن زوی ټپیان شوي دي. ټپیان او د وژل شوې مړی روغتون ته لېږدول شوي، خو تر اوسه د بریدګرو د هویت او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
بل لور ته، د نوشکي ولسوالۍ د مینګلاباد سیمې کې هم ناپېژاندو وسلهوالو د پوهنتون یو استاد پروفیسور غمخوار حیات په ډزو وژلی دی.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره اوونۍ د مستونګ ولسوالۍ کې دګوادر پوهنتونمرستیال رییس، دوه استادان او یو موټرچلوونکی د وسلهوالو لهخوا تښتول شوي وو، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
په بلوچستان کې د امنیتي او علمي شخصیتونو پر وړاندې د بریدونو زیاتېدو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه تازه اندېښنې راپورته کړې دي.