• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سترې محکمې رییس: د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام دوام نه کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی، چې «د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام به هېڅکله دوام ونه کړي». نوموړي له طالب چارواکو غوښتي، چې له بندیانو او مجرمینو سره له ظلم، ربړونې او نامناسب چلند څخه په کلکه ډډه وکړي.

د طالبانو سترې محکمې نن د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالحکیم حقاني کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته سفر کړی دی. د اعلامیې له مخې، حقاني د طالبانو سیمه‌ييزو چارواکو باندې ټینګار کړی چې باید له یادې ډلې منندوی واوسي، ځکه په هېواد کې اسلامي نظام واکمن دی او هېڅ بهرنۍ لاسوهنه نشته.

حقاني د خپلې وینا په یوه برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د بندیانو او مجرمینو په وړاندې د ظلم مسلې ته په اشارې سره ویلي: «هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي. له مجرم او بندي سره باید ښه چلند وشي؛ د هغوی په وړاندې هر ډول ظلم، ناوړه ګټه اخیستنه او نامناسب چلند د منلو وړ نه دی او باید مخنیوی یې وشي».

حقاني د ډلې ځواکونو ته په خطاب کې زیاته کړې: «هڅه وکړئ چې پر هېچا ظلم ونه کړئ، ځکه هغه پوځ چې ظلم کوي دوام نه کوي.»

عبدالحکیم حقاني د طالبانو یو له بنسټ اېښودونکو او د دغې ډلې له خورا اغېزمنو شخصیتونو څخه دی. خو نوموړی پداسې حال کې د بې‌عدالتۍ د مخنیوي خبرې کوي، چې د طالبانو اداره تل د صحرايي محاکمو، خپل‌سري غچ اخیستنو او د بندیانو د شکنجې په تورونو تورنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي او ورک شوي دي، هغه کسان چې د داعش سره د یوځای کیدو په تور تورن وو پرته له محاکمې څخه وژل شوي او ځینې سیاسي بندیان په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي د ډلې د ظلمونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی، له دې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي ،، چې «نظام له ظلم سره دوام نه کوي.»

عبدالحکیم حقاني پخپله د هاګ په نړیواله جنایي محکمه کې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور مطلوب دی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول