د افغان ښځو متحده لوبډله په نیوزیلنډ کې دوه دوستانه سیالۍ کوي

د افغان ښځو متحده فوټبال لوبډله د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د نیوزیلنډ په اوکلینډ ښار کې د کوک ټاپوګانو پر وړاندې دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د افغان ښځو متحده فوټبال لوبډله د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د نیوزیلنډ په اوکلینډ ښار کې د کوک ټاپوګانو پر وړاندې دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
دغه لوبې به د جون په څلورمه او اتمه نېټه ترسره شي او دا د نړیوال فوټبال فدراسیون تر ملاتړ لاندې د لوبډلې لومړنی تمریني کمپ بلل کېږي، وروسته له هغې چې د یاد فدراسیون شورا افغان ښځو ته په راتلونکو رسمي سیالیو کې د ګډون لاره هواره کړه.
د لوبډلې روزونکې پاولین هیمل ویلي، هر ځل چې لوبغاړې میدان ته ښکته کېږي، ارزښتناکه تجربه ترلاسه کوي او دا سیالۍ به د نړیوالو لوبو له فشار او چټکتیا سره د بلدتیا په برخه کې مرسته وکړي.
د لوبډلې دروازه ساتونکې مونتها مصلح هم وایي، موخه یې دا ده چې تر بل هر وخت پیاوړې لوبډله جوړه کړي او د ماشومتوب خوب ته نږدې شي.
افغان ښځینه لوبغاړو تېر کال په مراکش کې د نړیوالو دوستانه سیالیو پر مهال خپله لومړنۍ تاریخي بریا هم خپله کړې وه او د لیبیا لوبډلې ته یې اووه ـ صفر ماتې ورکړې وه.
اوس ټاکل شوې چې دغه لړۍ په نیوزیلنډ کې دوام ومومي. د لوبډلې په نوي نوملړ کې ۲۳ لوبغاړې شاملې دي چې ډېری یې د تېر پړاو غړې پاتې شوي او څو نوې څېرې هم ورزیاتې شوې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان ویلي، چې د طالبانو قوانین د عامو خلکو د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د انساني کرامت د تر پښو لاندې کولو او په ځانګړې توګه د ښځو د ځپلو او لپاره جوړ شوي دي. هغې له دیني عالمانو وغوښتل، چې غږ پورته کړي او طالبان ځواب ویونکي کړي
نهان په خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په نورو هېوادونو کې قوانین د خدماتو د وړاندې کولو لپاره جوړېږي، خو په افغانستان کې تر ټولو ډېر تاکید پر داسې مقرراتو دی، چې د ښځو اساسي حقونه محدودوي. د هغې په وینا، دیني عالمان باید وپوښتي، چې طالبان له افغانستان او له اسلام سره څه کوي او ولې د خلکو کرامت تر پښو لاندې کېږي.
همدارنګه د جمهوري نظام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانۍ وزیرې معصومه خاوري هم ویلي، چې دین د انسان د ژوند د سمون اصول دي او د همدغو اصولو موخه د انسان له اوږو د کړاوونو د پېټي لرې کول او د کرامت بېرته راوستل دي. هغې زیاته کړې، چې دین د نجونو د ژغورنې لپاره راغلی، څو له ناپوهۍ او وحشت څخه خوندي پاتې شي.
خاوري انتقاد کړی، چې اوسنی بهیر ټولنه شا ته بیايي او هغه لاسته راوړنې چې په سلګونو کلونو کې رامنځته شوې وې، له منځه وړي. هغې ټینګار کړی، چې د نجونو زدهکړې او بنسټیزې ازادۍ باید خوندي پاتې شي او که نه نو د ټولنې پر راتلونکي به ژور منفي اغېز وکړي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې لري توشیح کړی دی. په یاده اصولنامه کې په بېلابېلو حالتونو کې د خاوند او مېرمن ترمنځ د تفریق یا بېلتون شرطونه بیان شوي او قاضي ته صلاحیت ورکړل شوی دی چې د یادو شرطونو د موجودیت په صورت کې هغه میړه او مېرمن چې د تفریق لپاره مراجعه کوي، د تفریق حکم ورکړي.
د یادې اصولنامې په پنځمه ماده کې راغلي:« که له پلار او نیکه پرته له خپلوانو څخه یو، د ماشوم یا ماشومې د نکاح عقد، له کفو سره په مهر مثل باندې وکړي، عقد صحیح دی، خو د بلوغ په وخت کې د نکاح د عقد د فسخې اختیار د یاد شوي ماشوم یا ماشومې لپاره دی، البته دغه فسخ به د محکمې په حکم سره صورت مومي».
د «قطره» په نوم یوه خیریه بنسټ ويلي، چې کابل کې يې د هغو ښځو لپاره وړيا د سواد زدهکړې ټولګي پيل کړي، چې له تعلیم څخه محروم پاتې دي. د دې پروګرام موخه د لیک- لوست د بنسټيزو مهارتونو هغو ښځو ته رسول دي، چې د اقتصادي ستونزو او د ژوند د سختو شرايطو له امله ښوونځيو ته لاسرسی نهلري.
د یاد بنسټ په وينا، دغه ټولګي په خوندي او تعلیمي چاپېريال کې تنظيم شوي او ګډونوالې ښځې د لیک- لوست تر څنګ د ورځني ژوند اړين مهارتونه هم زده کوي. یاد بنسټ زياته کړې، چې ټول درسي مواد او ګډون د ګډونوالو لپاره وړيا دي.
ګډونوالې ښځې وايي، له دې فرصت څخه خوښې دي او غواړي د دوامدارو هڅو له لارې خپل سواد ښه کړي. د هغوی په وينا، دغه ډول ټولګي د کورنۍ او ټولنې په چارو کې د ښځو ونډه پياوړې کوي او د هغوی ځانبساینې ته لاره هواروي.
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له کبله تعلیمي فرصتونه لهمنځه تللي او ګڼې ښځې له رسمي زدهکړو بېبرخې پاتې شوې دي. د بشري حقونو د فعالانو په باور، هر هغه ابتکار چې د ښځو د سواد او بنسټيزو مهارتونو کچه لوړه کړي، د ټولنې پر هوساینې او اقتصادي ګډون مثبت اغېز لري.
له پراخو غبرګونونو سره، سره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو له لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې. دغه بندیز د زرګونه نجونو هیلې او راتلونکی له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی. هغه نجونې چې کلونه یې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کړې وه؛ اوس په کور ناستې دي.
یوې افغانې نجلۍ د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر زدهکړو د طالبانو له بندیز وروسته په کور ناسته ده او له کلونو زحمت وروسته یې د جنسیت له امله خپلو هیلو ته له رسېدو پاتې شوه.
هغه وایي، له کوچنیوالي یې هیله لرله چې ډاکټره شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ډېرې سختۍ ګاللې دي. هغه چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې وه وایي، د کانکور د چمتووالي لپاره یو کال له خپلې کورنۍ لرې د خپلوانو په کور کې اوسېده او شپه او ورځ یې درس ویل.
نوموړې زیاتوي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړل شوې او ټولې هیلې یې نیمګړې پاتې شوې. هغې په نهیلۍ وویل، چې د کانکور لپاره یې ټول زحمتونه په اوبو لاهو شول او هغه څه چې کلونه یې ورته مبارزه کړې وه؛ بېګتې پاتې شول.
دغه نجلۍ وایي، که څه هم د دولسم ټولګي زدهکوونکې ده؛ خو بیا هم ځان بېسواده احساسوي، ځکه ونه توانېده خپلې هیلې پوره کړي. د یادې نجلۍ کیسه د هغو زرګونه افغانو نجونو د درد کیسه ده، چې د زدهکړو له حق څخه بېبرخې شوې او راتلونکی یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې ۱۷۰۰ورځې کېږې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو حقونو مرستيالې هېدر بار په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې نړۍ په معاصره دوره کې د ښځو د حقونو له تر ټولو پراخو سرغړونو سره مخ ده.
هغې زیاته کړه، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو بندیز به دغه هېواد د ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي. د هغې په وینا؛ دغه حالت به ډېر ژر د دې لامل شي، چې د طب، حقوقو، لوړو زدهکړو او انجنيرۍ په څانګو کې افغانستان ښځينه متخصصينې ونهلري.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله به نن د ۲۰۲۶کال د کافا جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د کوربه لوبډلې تاجکستان سره مخ شي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې په دوشنبه ښار کې ترسره شي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې ماتې خوړلې وه.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان په وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې وخوړه، په داسې یوه لوبه کې چې د ترکمنستان درې واړه ګولونه په لومړۍ نیمایي کې ووهل شول او بیا په دویمه لوبه کې یې له ازبکستان نه د دوو ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې تراوسه پورې په دوو لوبو کې پنځه ګولونه خوړلي او یوازې یو ګول یې وهلی؛ دغه شمېره ښیي، چې لوبډله په دفاعي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ ده.
د یادو سیالیو په ډلبندۍ کې تاجکستان د یوې لوبې په ترسره کولو او درېیو نمرو سره په دویم ځای کې دی، پهداسې حال کې چې افغان لوبډله له دوو ماتو سره د جدول په پای کې پرته له کوم امتیازه پاتې شوه.
تر ۲۰کلنو کم عمره د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو کې پنځو لوبډلو برخه اخیستې ده، یادې سیالۍ د روان ۱۴۰۵کال د غویي له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې تر ۲۰کلنو کم عمره افغان لوبډلې د پاتې لوبو مهالوېش:
افغانستان – تاجکستان |جمعه د غویي ۲۵مه
افغانستان – قرغزستان |یکشنبه د غویي ۲۷مه
د یادې لوبډلې مشري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برازیلي روزونکي خوزه انتونیو نوګیرا په غاړه ده. افغان لوبډلې د ۲۰ لوبغاړو په جوړښت په دغه سیالیو کې ګډون کړی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان ۲۳ کلن غېږ نیونکی مصطفی جمال دوه ورځې وروسته د شمالي جرمني د غېږ نیونې اتلولۍ په سياليو کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي.
دغه سيالۍ، چې د «نورددویچه مایسترشافت» په نوم ترسره کېږي، د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۶مه نېټه به ترسره شي او مصطفی جمال به د ۶۱ کيلوګرام وزن په کتګورۍ کې د جرمني د لايپزيک ښار په مېدان کې سيالي وکړي.
دغه افغان ورزشکار تر دې وړاندې هم د جرمني د هامبورګ د غېږ نیونې سياليو او يو شمېر سيمهييزو مسابقو کې ځلانده لوبې کړې او د اتلولۍ لقبونه يې ګټلي دي.
مصطفی جمال هيله لري، چې د شمالي جرمني د اتلولۍ په دغو سياليو کې د بريالۍ لوبېدنې له لارې وکولای شي لوړو او مسلکي سياليو ته د رسېدو لاره ومومي.
هغه د غېږ نیونې له هغو ځوانو او راتلونکې لرونکو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې په وروستيو کلونو کې يې په جرمني کې په بېلابېلو سياليو کې د دې ورزش د مينهوالو پام ځانته اړولی دی.