• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ټایلنډ کې د بس او رېل ګاډي د ټکر له امله ۸ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپیان دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د ټایلنډ د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ویلي، چې په بنکاک کې د یوه باروړونکي رېل ګاډي او مساپر وړونکي بس د ټګر له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د ټایلنډ د ټرانسپورټ وزارت مرستیال سیریپونګ انګاک‌ ساکولکیات خبریالانو ته ویلي، چې یاده پېښه نن د شنبې په ورځ، په بنکاک کې د ریل ګاډي د پټلۍ د تېریدو په ځای کې شوې او له ټکر سره سم په بس کې اور لګېدلی چې له امله یې شاوخوا نورو وسایطو ته هم زیان رسېدلی دی.

د پېښې یوه عینې شاهد رویټرز ته ویلي:« بس په سره اشاره کې بند پاتې و او د حرکت لاره یې نه لرله. نور موټر هم بند وو او مخکې نه شوای تللی. اور سمدستې ولګېد، که دا یوه عادي کاري ورځ وای، ښايي زیان به یې تر دې ډېر زیات و».

د ژغورنې دلو ویليو د اوبو د نلونو په واسطه یې اور مړ کړی او له ویجاړ شوي بس څخه یې ټپیان را اېستلي او روغتون ته لېږدولي

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي د اوکراین په خارکیف سیمه کې یې د دوو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په سیمه کې د دوو نویو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د روسیې دولتي اژانس د شنبې په ورځ، د غويي ۲۶مه راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو وکولای شول چې د اوکراین په ختیځ خارکیف سیمه کې د بورووا او کوتکیوکا په نومونو ستراتیژیک کلي د خپل کنټرول لاندې راولي.

د روسیې د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرمختګ د یادې سیمې په جبهو کې د روسي سترېرو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې په کرښو کې نښتې لا هم په شدخت سره روانې دي، خو اوکرایني چارواکو تر اوسه د دغو دوو کلیو د سقوط په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ټرمپ: د امریکا او نایجریا ځواکونو د داعش یو لوړپوړی مشر په ګډو عملیاتو کې له منځه وړی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا او د نایجریا د وسله‌والو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې د مهمو قوماندانانو له ډلې ابو بلال المنوکي وژل شوی دی.

دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه بیان کې شوې چې سپینې ماڼۍ په خپل رسمي ایکس‌پاڼه کې خپور کړی.

ټرمپ ویلي چې دغه عملیات د هغه په مستقیم امر ترسره شوي او «په خورا دقیق پلان او پیچلي ډول» تنظیم شوي وو.

نوموړي زیاته کړې: «نن شپه زما په امر، زړورو امریکایي ځواکونو او د نایجریا وسله‌والو ځواکونو په ګډه داسې یوه بریالی او دقیقه پوځي ماموریت ترسره کړ چې په نتیجه کې د نړۍ تر ټولو فعال ترهګر له منځه یوړل شو. ابو بلال المنوکي، د داعش د دوهم مشر په توګه پېژندل کېده…»

سپینې ماڼۍ د عملیاتو د دقیق ځای او نورو جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا ماموریت د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

سارا اډمز: امریکا د افغانستان د ترهګرو اصلي مشران نه، بلکې عادي کسان نیسي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو ادارې سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» خونړي برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسله‌والو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.

اډمز په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف‌الله، چې تېر کال امریکا ته ولېږدول شو، د ابي ګېټ د برید اصلي طراح نه و، بلکې د دې برید اصلي معماران د داعش خراسان مشر ثناءالله غفاري او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني دي.

هغې ادعا کړې: «حکومت هڅه وکړه خلک دې ته قانع کړي چې محمد شریف‌الله د ابي ګېټ د برید طراح او ان ځانمرګی بریدګر و، حال دا چې دا خبره هېڅ منطقي نه ده.»

د سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې زیاته کړې چې د امریکا حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې پر ځای د تبلیغاتي بریاوو په لټه کې دی او د لوړپوړو وسله‌والو د په نښه کولو پر ځای، د ټیټې کچې کسانو نیول د لاسته‌راوړنې په توګه وړاندې کوي.

سارا اډمز ویلي، د ابي ګېټ اصلي طراحان «ثناءالله غفاري او سراج‌الدین حقاني لا هم ازاد دي او پر دې خاندي چې امریکا د دوی د ناسم معلوماتو ښکار شوه.»

نوموړې په خپل اوږده بیان کې د امریکا پر هغې تګلارې هم نیوکه کړې چې بهرني وسله‌وال امریکا ته لېږدوي او هلته یې کلونه ساتي.

هغې ویلي، امریکا باید د نړۍ د «ترهګرو دایمي زندان» ونه ګرځي او پر ځای یې باید له اصلي هېوادونو یا درېیمو هېوادونو سره د بندیانو د ساتلو هوکړې وکړي.

اډمز د ګوانتانامو زندان تجربې ته په اشارې ویلي چې امریکا لا هم د هغو پالیسیو سیاسي، مالي او امنیتي بیه پرې کوي چې د اوږدمهاله لید پرته عملي شوې وې.

هغې زیاته کړې: «موږ باید ټول ترهګر د امریکا له خاورې وباسو، د هغوی د داخلېدو مخه ونیسو او نور یې امریکا ته رانه‌ولو.»

په امریکا او اروپا کې د احتمالي بریدونو پلانونکی عراقي‌ وګړی د اېف‌بي‌ای له لوري نیول شوی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، محمد باقر سعد داوود الساعدي چې د عراق تبعه او د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې د یوې شاملې ډلې جګپوړی غړی ګڼل کېږي، نیول شوی او د څېړنو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی.

چارواکي وایي، نوموړی د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د نږدې شلو بریدونو د همغږۍ او پلانونو په تور څارل کېده.

د قضیې په اسنادو کې ویل شوي، چې الساعدي د «الشهاب‌الیمن» په نوم د ایران‌پلوې اسلامپالې ډلې مشري کړې او د امریکا پر خاوره د اضافي بریدونو د طرحې هڅې یې هم کړې دي. د فاکس‌نیوز په وینا، نوموړی به په نیویارک کې محاکمه شي.

د فدرالي پلټنو ادارې (اېف‌بي‌ای) ویلي، دا اقدام یې هغه وخت وکړ، کله چې استخباراتي معلومات ترلاسه شول، چې الساعدي غواړي د الشهاب‌الیمن عملیات امریکا ته وغځوي. د ادارې په وینا، هغه ځینو کسانو ته سپارښتنه کړې وه، چې په ټاکلو ایالتونو کې پر سیناګوګونو او نورو یهودي بنسټونو بریدونه همغږي کړي.

چارواکي زیاتوي، چې د الساعدي د نیولو بهیر او لېږد د څو ادارو په همغږۍ ترسره شوی، خو د نیولو دقیق ځای او نېټه لا نه‌ده افشا شوې. قضایي سرچینو تر اوسه د نوموړي د مدافع وکیل دریځ نه‌دی شریک کړی او احتمالي نور تورونه کېدای شي د قضیې په پرانېستي اورېدنې کې څرګند شي.

په وروستیو کلونو کې د امریکا د کورني امنیت ادارو د مذهبي تاسیساتو پر ضد د احتمالي تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د یهودي ټولنو پر ضد ګواښونه زیات شوي دي.

د فدرالي پلټنو ادارې تل ویلي، چې د خوندي کوونکو اقداماتو، د ټولنې د خبرتیا او پر وخت د استخباراتي معلوماتو د تبادلې له لارې د بریدونو د مخنیوي هڅې کوي.

شهزاده رضا پهلوي: د معترضانو د مصادره شويو شتمنيو پېر او پلور «جنايي مسووليت» لرلی شي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱

شهزاده رضا پهلوي په یوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د ايران «رژیم» له ځپونکو جوړښتونو سره قصدي همکاري او د معترضانو د مصادره شويو شتمنيو پېر او پلور ښايي «له بشريت ضد جنايتونو سره مرسته» وبلل شي او «جنايي مسووليت» ولري.

هغه د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ويلي، هېڅ مقام، امر يا پلمه به د افرادو د شخصي مسووليت مخه ونه‌نيسي.

د هغه په خبره، هغه کسان چې له ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، که د ايران دننه وي او که بهر، د قانوني تعقيب له ګواښ سره به مخ شي. رضا پهلوي زياته کړې، هغه کسان چې د معترضانو د ضبط شويو شتمنيو په مصادره يا راکړه ورکړه کې لاس لري، ښايي تاوان ورکولو ته هم اړ شي.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، هغه کسان چې نن د ایران اسلامي جمهوريت له امنيتي او ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، بايد د خپل ځان او کورنۍ راتلونکې ته فکر وکړي.

د هغه په وينا، په راتلونکي کې به د خلکو د ځپلو عاملان د قانون پر وړاندې ځواب ويونکي وګرځول شي.