جوزجان کې د ازبک کورنۍ وژنه؛ راحله دوستم وایي له طالبانو پرته دا «جنایت» بل څوک نهشي کولی

د تېر جمهوري نظام یوې سناتورې راحلې دوستم د جوزجان قرهکېنت سیمه کې پر یوې بېوزلې ازبک کورنۍ شوی برید په سختو ټکو غندلی دی. هغې ویلي، چې د سیمې خلک باور لري په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو پرته بل څوک د دې ډول «جنایت» جرات نهلري.
