• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او روسیې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر مولوي ندا محمد ندیم د کازان په ۱۷م نړیوال بحث کې د روسیې فدراتیف د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د یادې نړیوالې غونډې د جوړېدو له امله مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو او روسیه باید خپلې سوداګریزې اړیکې له واسطې پرته او په مستقیم ډول پراخې کړي.
بل لور ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي، چې باید مخه یې ونیول شي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د طالبانو پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۵

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، ننګرهار کې د زیتونو حاصلات زیات شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وایي، د زیتونو په بڼونو کې د منظمې پالنې، پر وخت د تخنیکي فعالیتونو او مسلکي مدیریت له امله سږ کال د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بڼونو ښه ساتنه او تخنیکي پاملرنه د دې سبب شوې چې د زیتونو ونې لوړ کیفیت لرونکي حاصل ورکړي او معیاري تولیدات ترلاسه شي.

د یاد شرکت مسوولین وايي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له بڼونو څخه تولیدېدونکي زیتون تېل په بشپړ ډول سوچه، خالص او له هر ډول کیمیاوي موادو پرته تولیدېږي، چې د دوی په وینا د روغتیا لپاره ګټور او د باور وړ محصول دی.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شرکت اړوند د زیتون فابریکو له همدې حاصلاتو څخه سوچه زیتون تېل او معیاري اچار تولید کړي دي.

یو افغان پانګوال د زړو ټایرونو د ویلې کیدو له فابریکې اته ډوله محصول ترلاسه کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

د عزیز خان خروټي په نوم یو افغان پانګوال د کابل په «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي کې د زړو ټایرونو د وېلې کېدو فابریکه جوړه کړې، چې له لارې یې اته ډوله محصولات تولیدېږي.

عزیز خان خروټی وایي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ټنه زاړه ټایرونه فابریکې ته راوړل کېږي او له دغو ټایرونو څخه ۱۶ټنه د سون تیل، له ۸ تر ۹ټنه د ډبرو سکاره (زغال)، ۳ټنه میخونه او ۲ټنه د بریښنا سیم ترلاسه کېږي.

خروټی زیاتوي، د ټایرونو د وېلې کېدو په بهیر کې هېڅ برخه نه ضایع کېږي او ان تولید شوي ګازونه هم بېرته د فابریکې د سیستم د سون لپاره کارول کېږي.

د فابریکې مسوولین وایي، له دې پروسې ترلاسه شوي تیل د کیفیت له پلوه د ګاونډیو هېوادونو له تیلو غوره دي. د دوی په خبره، که دولت له دوی څخه دغه تیل وپېري، نو هم به فابریکه میلیوني عواید ترلاسه کړي او هم به هېواد د وارداتي تېلو پر ځای له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱

دوو افغان څېړونکو، بشیر ساپي او ډاکټر هارون حکیمي، په امریکا کې د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو له امله معتبرې اکاډمیکې جایزې ترلاسه کړې دي.

افغان ـ امریکايي څېړونکی بشیر ساپی، چې د ملي امنیت او نامنظمو جګړو په برخه کې څېړنې کوي، د امریکا د پوځ لپاره د خپلو علمي خدمتونو او ستراتېژیکو څېړنو له امله وستایل شو او ځانګړې علمي جایزه ورکړل شوه.

دغه جایزه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو له لوري نوموړي ته وسپارل شوه.

د جایزې د ورکړې پر مهال د نامنظمو جګړو، پوځي ستراتېژۍ او معاصرو امنیتي ګواښونو په اړه د بشیر ساپي څېړنې د امریکا د پوځي او ستراتېژیکو مطالعاتو لپاره مهمې وبلل شوې.

راپورونه وایي، ساپي د خپلې دوکتورا دورې په وروستیو علمي څېړنو کې د جګړه‌ییزو دورو، پوځي دوکترینونو او عملیاتي تګلارو اغېز او د نامنظمو جګړو پایلې ارزولي دي.

100%

بل‌خوا، د امریکا د نړیوال سیاست پوهنتون په واشنګټن ډي‌سي کې افغان څېړونکي ډاکټر هارون حکیمي ته د هغه د علمي لاسته‌راوړنو او د غوره څېړنیز اثر د خپرولو له امله خپله کلنۍ علمي جایزه ورکړه.

د یاد پوهنتون مسولانو د ډاکټر حکیمي د کلونو څېړنیزو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د انرژۍ او منرالونو په برخه کې د هغه د تحلیلي کارونو ستاینه وکړه.

د پوهنتون د علمي چارو رییس جیمز رابینز د ډاکټر حکیمي د تازه چاپ شوي کتاب «سرچینې، ځواک او ملت جوړونه» یادونه وکړه او ویې ویل، دا اثر پر مهمو سیاسي او اقتصادي موضوعاتو تمرکز لري.

په دغو مراسمو کې د ډاکټر حکیمي څېړنې د افغانستان او سیمې اړوند د ستراتېژیکو او اقتصادي مطالعاتو لپاره اغېزناکې وبلل شوې.

هارون حکیمي تېر کال له همدې پوهنتون څخه د نړیوال سیاست په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی و.

سارا اډمز: امریکا د افغانستان د ترهګرو اصلي مشران نه، بلکې عادي کسان نیسي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو ادارې سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» خونړي برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسله‌والو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.

اډمز په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف‌الله، چې تېر کال امریکا ته ولېږدول شو، د ابي ګېټ د برید اصلي طراح نه و، بلکې د دې برید اصلي معماران د داعش خراسان مشر ثناءالله غفاري او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني دي.

هغې ادعا کړې: «حکومت هڅه وکړه خلک دې ته قانع کړي چې محمد شریف‌الله د ابي ګېټ د برید طراح او ان ځانمرګی بریدګر و، حال دا چې دا خبره هېڅ منطقي نه ده.»

د سي‌اې‌اې پخوانۍ مامورې زیاته کړې چې د امریکا حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې پر ځای د تبلیغاتي بریاوو په لټه کې دی او د لوړپوړو وسله‌والو د په نښه کولو پر ځای، د ټیټې کچې کسانو نیول د لاسته‌راوړنې په توګه وړاندې کوي.

سارا اډمز ویلي، د ابي ګېټ اصلي طراحان «ثناءالله غفاري او سراج‌الدین حقاني لا هم ازاد دي او پر دې خاندي چې امریکا د دوی د ناسم معلوماتو ښکار شوه.»

نوموړې په خپل اوږده بیان کې د امریکا پر هغې تګلارې هم نیوکه کړې چې بهرني وسله‌وال امریکا ته لېږدوي او هلته یې کلونه ساتي.

هغې ویلي، امریکا باید د نړۍ د «ترهګرو دایمي زندان» ونه ګرځي او پر ځای یې باید له اصلي هېوادونو یا درېیمو هېوادونو سره د بندیانو د ساتلو هوکړې وکړي.

اډمز د ګوانتانامو زندان تجربې ته په اشارې ویلي چې امریکا لا هم د هغو پالیسیو سیاسي، مالي او امنیتي بیه پرې کوي چې د اوږدمهاله لید پرته عملي شوې وې.

هغې زیاته کړې: «موږ باید ټول ترهګر د امریکا له خاورې وباسو، د هغوی د داخلېدو مخه ونیسو او نور یې امریکا ته رانه‌ولو.»

ملګري ملتونه: د بودجې کمښت او سېلابونو میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د خوړو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او د بودجې کمښت د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او که بېړنی تمویل برابر نه شي، د روان کال له نیمایي وروسته به په سرحدي سیمو کې د مرستو بهیر ودرېږي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې وروستیو سېلابونو د لوګر، ننګرهار، لغمان، جوزجان، سمنګان، بلخ، تخار، بغلان، هرات، بادغیس، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکو ته پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، تر اوسه له ۷ زره او ۴۰۰څخه زیاتې زیانمنې شوې کورنۍ د عاجلو مرستو لپاره ثبت شوې دي او دغو کورنیو ته د دوو میاشتو لپاره خوراکي او نغدي مرستې ورکول کېږي.

د خوړو نړیوال سازمان همداراز ویلي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر هم په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې یاد سازمان یوازې د اپرېل میاشتې پر مهال نږدې ۷ زره راستنېدلو کورنیو ته مرستې رسولې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت، د خوراکي توکو لوړې بیې او اکمالاتي ستونزې د مرستو روان بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي، که نړیوال تمویل زیات نه شي، د ۲۰۲۶ کال له جون میاشتې وروسته به په پنځو سرحدي سیمو کې د مرستو پروګرامونه ودرول شي.

د راپور له مخې، د جولای او نومبر ترمنځ به شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان له بشري مرستو بې‌برخې شي او د ژمي لپاره د خوراکي زېرمو نشتوالی به د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

یاد سازمان وایي چې یوازې د اپرېل میاشتې پر مهال یې له ۲،۱ میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې پکې ۶ زره او ۹۰۰ میټریک ټنه خوراکي توکي او ۸،۵ میلیونه ډالر نغدي مرستې شاملې دي.

راپور کې راغلي چې د افغانستان ـ پاکستان د سرحد تړل کېدو او د ایران له لارې د ترانزیټي لارو محدودېدو له امله د لېږد رالېږد لګښتونه درې برابره لوړ شوي او زرګونه ټنه خوراکي توکي لا هم بند پاتې دي.

د تغذیې وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د خوړو نړیوال سازمان وایي، د بودجې د محدودیتونو له امله ښايي یوازې له هرو څلورو خوارځواکو ماشومانو څخه یو او له هرو درېیو اړمنو ښځو څخه یوې ته مرستې ورسولای شي.