• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د بودجې کمښت او سېلابونو میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د خوړو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او د بودجې کمښت د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او که بېړنی تمویل برابر نه شي، د روان کال له نیمایي وروسته به په سرحدي سیمو کې د مرستو بهیر ودرېږي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې وروستیو سېلابونو د لوګر، ننګرهار، لغمان، جوزجان، سمنګان، بلخ، تخار، بغلان، هرات، بادغیس، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکو ته پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، تر اوسه له ۷ زره او ۴۰۰څخه زیاتې زیانمنې شوې کورنۍ د عاجلو مرستو لپاره ثبت شوې دي او دغو کورنیو ته د دوو میاشتو لپاره خوراکي او نغدي مرستې ورکول کېږي.

د خوړو نړیوال سازمان همداراز ویلي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر هم په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې یاد سازمان یوازې د اپرېل میاشتې پر مهال نږدې ۷ زره راستنېدلو کورنیو ته مرستې رسولې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت، د خوراکي توکو لوړې بیې او اکمالاتي ستونزې د مرستو روان بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي، که نړیوال تمویل زیات نه شي، د ۲۰۲۶ کال له جون میاشتې وروسته به په پنځو سرحدي سیمو کې د مرستو پروګرامونه ودرول شي.

د راپور له مخې، د جولای او نومبر ترمنځ به شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان له بشري مرستو بې‌برخې شي او د ژمي لپاره د خوراکي زېرمو نشتوالی به د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

یاد سازمان وایي چې یوازې د اپرېل میاشتې پر مهال یې له ۲،۱ میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې پکې ۶ زره او ۹۰۰ میټریک ټنه خوراکي توکي او ۸،۵ میلیونه ډالر نغدي مرستې شاملې دي.

راپور کې راغلي چې د افغانستان ـ پاکستان د سرحد تړل کېدو او د ایران له لارې د ترانزیټي لارو محدودېدو له امله د لېږد رالېږد لګښتونه درې برابره لوړ شوي او زرګونه ټنه خوراکي توکي لا هم بند پاتې دي.

د تغذیې وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د خوړو نړیوال سازمان وایي، د بودجې د محدودیتونو له امله ښايي یوازې له هرو څلورو خوارځواکو ماشومانو څخه یو او له هرو درېیو اړمنو ښځو څخه یوې ته مرستې ورسولای شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امريکايي چارواکو خوست کې د برمته شوي امریکایي د نامعلوم برخليک اړوند پراخ غبرګونونه ښودلي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱

يو شمېر امريکايي چارواکو په خوست ولايت کې د امريکايي ليکوال پاول اووربي د لادرکه کېدو له دولسم کال سره هم‌مهاله، طالبان تورن کړي، چې د «برمته‌نيونې ډيپلوماسۍ» لاره يې خپله کړې ده. طالبانو لا تر اوسه د دغه امریکايي د برخلیک په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

دغو امريکايي چارواکو همداراز د اووربي د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې او د هغه د موندلو لپاره يې د میلیونونو ډالرو انعام اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفير مايک والټز په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي: «د طالبانو د برمته‌نيونې ډيپلوماسي بايد پای ته ورسېږي».

هغه ويلي، دولس کاله کېږي، چې پاول اووربي د افغانستان په خوست ولايت کې ورک شوی دی.

والټز زياته کړې، امريکا لا هم ژمنه ده، چې اووربي بېرته خپل کور ته ستون کړي. هغه ويلي، د ټرمپ په اداره کې هېڅ امريکايی چې برمته شوی يا په ناحقه بندي شوی وي، نه هېرېږي. د امريکا سفير ويلي، واشنګټن د هغو معلوماتو لپاره، چې د پاول اووربي خوندي ستنېدو کې مرسته وکړي، تر يو ميليون ډالرو پورې انعام ورکوي.

امریکا په افغانستان کې د خپل ورک شوي وګړي د موندلو لپاره یو میلیون ډالر انعام اعلان کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

همداراز، د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافير دان براون هم په خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د پاول اووربي کورنۍ له دولسو کلونو راهيسې د هغه د لادرکه کېدو په اړه له بې‌ځوابه پوښتنو سره ژوند کوي.

براون ويلي، امريکا لا هم له هېواده بهر د خپلو وګړو د بېرته ستنولو له هڅو ملاتړ کوي او غواړي ډاډ ورکړي، چې هېڅ امريکايی نه هېرېږي.

نوموړي له هغو کسانو چې د اووربي په اړه معلومات لري غوښتي، د هغه د موندنې په برخه کې معلومات له دوی سره شریک کړي. د هغه په خبره، امريکا د دغو معلوماتو لپاره تر يو ميليون ډالرو پورې انعام ورکوي. د امريکا د عدليې وزارت هم د اووربي د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکلی دی.

پاول اډوين اووربي جونير، چې امريکايی ليکوال او تبعه دی، د ۱۳۹۳ کال د غويي په وروستيو کې په خوست ولايت کې ورک شوی دی. د امريکا د فدرالي پلټنو اداره يا اېف‌بي‌ای وايي، نوموړی له لادرکه کېدو مخکې په افغانستان کې د يوه نوي کتاب لپاره څېړنې کولې.

په واشنګټن کې د اېف‌بي‌ای د دفتر مشر ډارن کاکس هم ويلي، د دغې ادارې مامورانو او شنونکو د اووربي د موندلو او بېرته ستنولو لپاره څه باندې ۱۰ کاله کار کړی دی.

هغه زياته کړې، اېف‌بي‌ای د ټولو باوري معلوماتو څارنه دوامداره ساتلې، څو د اووربي کورنۍ له دولسو کلونو وروسته خپلو پوښتنو ته ځواب ومومي.

تېره مياشت د امريکا د ملي امنيت شورا لوړپوړي چارواکي سباستين ګورکا هم ويلي وو، چې امريکا د طالبانو له لوري «د برمته‌نيونې ناسمې ډيپلوماسۍ» ته د زغم نيت نه‌لري.

هغه د ډينس کويل، محمود شاه حبيبي، پاول اووربي او پولينيسيس جکسن نومونه د هغو امريکايانو په ډله کې ياد کړي وو، چې واشنګټن يې د بېرته ستنېدو غوښتنه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اړوند د «عدالت لپاره انعام» پروګرام وايي، اووربي په وروستي ځل په خوست کې ليدل شوی وو.

دغه پروګرام د هغو معلوماتو لپاره، چې د اووربي د ځای موندلو، ژغورلو او بېرته ستنولو کې مرسته وکړي، تر پنځه ميليونه ډالرو انعام ټاکلی دی.اووربي له لادرکه کېدو وړاندې ويلي وو، چې غواړي د خپلو څېړنو د دوام لپاره له ډیورند کرښې واوړي او پاکستان ته ولاړ شي.

د «عدالت لپاره انعام» پروګرام ويلي، نوموړی د غوږ د داخلي کانال په ناروغۍ اخته دی او درملنې او دوا ته اړتيا لري.

پاول اووربي د امریکا تبعه، لیکوال او ښوونکی دی، چې د ۱۹۴۲ کال د نومبر په ۲۷مه زیږېدلی. نوموړی شاوخوا ۱۸۰ سانتي متره قد، سپین ویښتان او شاوخوا ۷۷ کیلوګرامه وزن لري.

په بُن ښار کې لاريونوالو له طالبانو سره د جرمني د کډوالۍ ادارې د همکارۍ بندېدو غوښتنه وکړه

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د مدني او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې «بامف» مخې ته په بُن ښار کې اعتراض وکړ او له جرمني حکومته يې وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو اېستل ودروي او له طالبانو سره هم هر ډول همکاري بنده کړي.

دغه اعتراضيه غونډه «له طالبانو سره هېڅ همکاري مه کوئ» تر سرليک لاندې جوړه شوې وه.

معترضانو ويلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان خوندي ځای نه‌دی او بشري حقونه بايد د پناه غوښتونکو د اېستلو د سياست قرباني نه‌شي.

د دغه اعتراض سمبالوونکو له جرمني وغوښتل چې له طالبانو سره همکاري ونه‌کړي.

دا اعتراض وروسته له هغې ترسره شو، چې يوې جرمنۍ رسنۍ راپور ورکړ، چې د طالبانو استازي ښايي د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې په ودانۍ کې افغانستان ته د اېستل کېدونکو کسانو د پېژندنې په بهير کې ونډه لرلې وي.

د جرمني «زېډ‌ډي‌اېف» ټلويزيون په خپل راپور کې ويلي، چې د جرمني ادارو افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د اېستلو په تړاو په منظم ډول د طالبانو يو استازی د بُن ښار د «بامف» په دفتر کې منلی دی.

د دغه راپور له‌مخې، د ياد استازي د حضور موخه دا ده، چې د هغو کسانو هویت تایید کړي، چې بايد افغانستان ته وشړل شي او ورته د سفر اسناد برابر شي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د «زېډ ډي اېف» رسنۍ د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د «بامف» په ودانۍ کې د دغو مرکو ترسره کول د دې معنا نه‌لري، چې طالبانو ته دې په دغې اداره کې رسمي استازولي ورکړل شوې وي.

دغه وزارت زياته کړې، چې د «بامف» دغه برخه د عامو خلکو له تګ راتګ څخه جلا ده او له همدې امله د دغو مرکو لپاره مناسبه بلل شوې ده.

شهزاده هري او مېرمن یې د افغانستان په اړه فلم جوړوي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱

شهزاده هري او مېرمن یې میګان مارکل د نېټ فلېکس رسنیز شرکت لپاره د یوه جنګي فلم پر جوړولو بوخت دي. دا فلم د افغانستان د جګړې په اړه د یوه برېتانوي افسر د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي. شهزاده هري په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دوه ځلي ماموریت هم ترسره کړی دی.

دا فلم د برېتانیا د هغې پوځي قطعې کیسه بیانوي، چې د ۲۰۰۶ کال په جولای کې د هلمند د یوې ولسوالۍ د ساتلو مسوولیت درلود او وروسته بیا د طالبانو له لوري په نښه شوه.

د دغه فلم نوم «د وتلو لاره نشته: په کلابندۍ کې د نارینه‌وو رښتینې او لړزونکې کیسه» دی. دا فلم د میجر ادم جویټ د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي؛ هغه په هلمند کې د برېتانیا د یادې پوځي قطعې قومندان وو.

شهزاده هري له پوځ څخه تر وتلو وړاندې، ۱۰ کاله په بریتانوي پوځ کې خدمت وکړ او دوه ځله یې د افغانستان د جګړې د لومړۍ کرښې په ماموریتونو کې برخه اخیستې ده.

شهزاده هري د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د یوه ۱۰ اونیز ماموریت لپاره هلمند ته لاړ. هري په هغه وخت کې د جنګي ډګر د هوایي کنټرولر په توګه دنده ترسره کوله. دغه محرمانه ماموریت په انټرنېټ کې د هغه د حضور له افشا کېدو وروسته، له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.

له افغانستان څخه د هري تر ستنېدو وروسته، برېتانوي رسنیو ورته د «جنګیالي شهزاده»، «زړور هري» او «زموږ له زامنو څخه یو» په څېر لقبونه ورکړل. هغه وروسته بیا افغانستان ته د ستنېدو لپاره په برېتانیا او امریکا کې تر روزنې او سختو تمرینونو وروسته، د اپاچي چورلکې د پیلوټ په توګه پر شرایطو برابر وګڼل شو.

هري د ۲۰۱۱ په اپرېل کې د کپټان رتبې ته ورسېد او د خپلې سکاډرون له قومندان څخه یې د اپاچي نښان هم ترلاسه کړ.

هغه د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې یو ځل بیا افغانستان ته لاړ. دغه ماموریت ۲۰ اونۍ دوام وکړ او هغه ته فرصت ورکړل شو، چې په عملیاتو کې د اپاچي چورلکې د مرستیال پیلوټ او ویشتونکي په توګه برخه واخلي.

کنزینګټون ماڼۍ د ۲۰۱۵ په مارچ کې په رسمي ډول له پوځ څخه د هري وتل تایید کړل. په دې پرېکړې سره، په برېتانوي پوځ کې د هغه لس کلن خدمت پای ته ورسېد.

شهزاده هري او میګان مارکل تېر کال له نېټ‌فلېکس سره یو محدود تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له‌مخې، نېټ فلېکس حق لري چې د هري او میګان د تولیدي شرکت «ارچي وېل» پروژې تر نورو وړاندې وڅېړي او بیا یې په اړه پرېکړه وکړي.

پخوانۍ وزیرانې: طالبانو د ښځو ځورولو لپاره خپل سخت قوانین پلي کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان ویلي، چې د طالبانو قوانین د عامو خلکو د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د انساني کرامت د تر پښو لاندې کولو او په ځانګړې توګه د ښځو د ځپلو او لپاره جوړ شوي دي. هغې له دیني عالمانو وغوښتل، چې غږ پورته کړي او طالبان ځواب ویونکي کړي

نهان په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په نورو هېوادونو کې قوانین د خدماتو د وړاندې کولو لپاره جوړېږي، خو په افغانستان کې تر ټولو ډېر تاکید پر داسې مقرراتو دی، چې د ښځو اساسي حقونه محدودوي. د هغې په وینا، دیني عالمان باید وپوښتي، چې طالبان له افغانستان او له اسلام سره څه کوي او ولې د خلکو کرامت تر پښو لاندې کېږي.

همدارنګه د جمهوري نظام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانۍ وزیرې معصومه خاوري هم ویلي، چې دین د انسان د ژوند د سمون اصول دي او د همدغو اصولو موخه د انسان له اوږو د کړاوونو د پېټي لرې کول او د کرامت بېرته راوستل دي. هغې زیاته کړې، چې دین د نجونو د ژغورنې لپاره راغلی، څو له ناپوهۍ او وحشت څخه خوندي پاتې شي.

خاوري انتقاد کړی، چې اوسنی بهیر ټولنه شا ته بیايي او هغه لاسته راوړنې چې په سلګونو کلونو کې رامنځته شوې وې، له منځه وړي. هغې ټینګار کړی، چې د نجونو زده‌کړې او بنسټیزې ازادۍ باید خوندي پاتې شي او که نه نو د ټولنې پر راتلونکي به ژور منفي اغېز وکړي.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې لري توشیح کړی دی. په یاده اصولنامه کې په بېلابېلو حالتونو کې د خاوند او مېرمن ترمنځ د تفریق یا بېلتون شرطونه بیان شوي او قاضي ته صلاحیت ورکړل شوی دی چې د یادو شرطونو د موجودیت په صورت کې هغه میړه او مېرمن چې د تفریق لپاره مراجعه کوي، د تفریق حکم ورکړي.

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادې اصولنامې په پنځمه ماده کې راغلي:« که له پلار او نیکه پرته له خپلوانو څخه یو، د ماشوم یا ماشومې د نکاح عقد، له کفو سره په مهر مثل باندې وکړي، عقد صحیح دی، خو د بلوغ په وخت کې د نکاح د عقد د فسخې اختیار د یاد شوي ماشوم یا ماشومې لپاره دی، البته دغه فسخ به د محکمې په حکم سره صورت مومي».

د پاکستان د کراچۍ ځايي خلک وايي د افغان کډوالو يادونه به ورسره وي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
•
فضل عزیز

په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې يو یې د کراچۍ ښار ختيځ لور ته شاوخوا ۱۸ کيلومترۍ کې موقعيت درلود. خپل هېواد ته د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته دغه کمپ نړول شوی او اوس په‌کې څوک نه‌‌اوسيږي. ځايي خلک وايي: «افغانان ښه خلک وو، بايد بېرته نه وای لېږل شوي».

د نړول شوي کمپ په څنډه او ګاونډ کې مېشتو ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د افغان کډوالو يادونه ورسره پاتې دي او تل به یې په ياد ساتي. هغوی وويل: «افغانان له هر اړخه ښه خلک وو».

په نړول شوي کمپ کې يوازې جوماتونه پاتې دي. د يوه جومات ملا امام احمد مزاري وويل: «د پښتنو يو دود مېلمه‌پالنه ده، افغان کډوالو هم تر هغه وخته چې دلته اوسېدل، مېلمه‌پالنه کوله. هغوی دا هېواد خپل ګاڼه، موږ هېڅکله دا احساس نه دی کړی، چې هغوی د افغانستان دي او موږ د پاکستان».

هغه وويل: «افغانان زموږ وروڼه دي، مدرسو او جوماتونو ته به تلل. دلته چې اوسېدل، زموږ ورسره د ورورولۍ اړيکې وې او اوس یې ډېر کمی احساسوو.»

احمد مزاري افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه وويل: «دا د حکومتي قانون موضوع وه، ځکه پرې عمل کېده».

په کراچۍ کې د نړول شوي کمپ څنډه
100%
په کراچۍ کې د نړول شوي کمپ څنډه

د افغان کمپ ترڅنګ يوه هټيوال محمد عامر وويل، افغانان په راکړه ورکړه کې ښه خلک وو او له کله راهسې چې تللي دي، دلته کاروبار کابو په ټپه درېدلی دی.

هغه وويل: «هغوی له موږ سره د عامو پاکستانيانو په څېر اوسېدل. موږ هېڅکله دا فکر نه‌کاوه، چې افغانستان بېل هېواد دی. موږ ته دواړه هېوادونه يو شان دي».

عامر زياته کړه: «افغانانو به ځايي خلک خپلو ښاديو او مېلمستياوو ته بلل. موږ خلک دومره ژر له نورو سره اشنايي نه‌جوړوو، خو هغوی ډېر ښه خلک وو. که زما نه پوښتنه وشي، زه وايم، چې کډوال بايد بېرته نه وای لېږل شوي، خو دا د حکومت پاليسي وه، نو موږ په‌کې څه ويلی شو».

عامر وويل: «ناسته ولاړه یې خوندوره وه او په دوستۍ کې ډېر کلک خلک وو».

د کمپ په څنډه کې یوه ځايي اوسېدونکي ۲۷ کلن محمد شعيب افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، افغانان کاروباري خلک وو، خپله خواري او مزدوري به یې کوله او هېچا سره یې کار او غرض نه‌وو.

هغه وويل: «له دغو خلکو سره ډېر ظلم وشو. هغوی ښکلي کورونه جوړ کړي وو، خو ونړول شول او د هغوی تاوان هم ورنه‌کړل شو. زما په اند، بايد دغه خلک بېرته نه وای لېږل شوي او اوس چې تللي، دا سیمه شاړه شوې ده. حکومت ته په‌کار ده، چې دلته نور خلک راولي او سیمه بېرته اباده کړي».

کمپ ته څېرمه د يوه رسټورانټ چلوونکي عبدالوحيد لهړي وويل، د کمپ له خالي کېدو وروسته تر ټولو زيات مالي زيان ده ته رسېدلی دی.

نړول شوی کمپ
100%
نړول شوی کمپ

هغه وويل: «کله چې کمپ اباد و، زموږ د رسټورانټ هره ورځ د څلورو تر پنځو لکو کلدارو (روپيو) کاروبار کېده، خو اوس په ورځ کې يو نيم لک هم نه‌کيږي».

د افغان کډوالو کمپ د کراچۍ د ګلشن معمار پوليس تاڼې په حدودو کې راځي. د پوليسو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له مياشتې د ۲۰۲۶م تر مارچ پورې يوازې له دغه کمپ څخه ۱۷۴۲۵ کډوال اېستل شوي، چې له ۱۲ زرو زيات یې دپي‌او‌ار او نږدې ۱۵۰۰ یې د اې‌سي‌سي کارتونو لرونکي وو.

په دغو کډوالو کې داسې ډېر کسان وو، چې همدلته زېږېدلي او لوی شوي وو او هېڅکله یې افغانستان نه‌وو لیدلی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال د کوربه هېوادونو له لوري اېستل شوي دي. هغوی په افغانستان کې هم د سرپناه او کاروبار د نشتوالي تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.