• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې سبا یکشنبه، د غويي ۲۷مه په ۱۲ ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټل شوی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه اټکل د یکشنبې په ورخ، د غويي ۲۷مه د پروان، پنجشیر، بامیان، میدان وردګ، لوګر، غور، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان او بدخشان شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده او همدارنګه په مرکزی، شمال ختیځو، شمال لوېدیځو، سوېلي، سویل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو پېښېدو اټکل هم شوی دی.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سترې محکمې رییس: د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام دوام نه کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی، چې «د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام به هېڅکله دوام ونه کړي». نوموړي له طالب چارواکو غوښتي، چې له بندیانو او مجرمینو سره له ظلم، ربړونې او نامناسب چلند څخه په کلکه ډډه وکړي.

د طالبانو سترې محکمې نن د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالحکیم حقاني کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته سفر کړی دی. د اعلامیې له مخې، حقاني د طالبانو سیمه‌ييزو چارواکو باندې ټینګار کړی چې باید له یادې ډلې منندوی واوسي، ځکه په هېواد کې اسلامي نظام واکمن دی او هېڅ بهرنۍ لاسوهنه نشته.

حقاني د خپلې وینا په یوه برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د بندیانو او مجرمینو په وړاندې د ظلم مسلې ته په اشارې سره ویلي: «هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي. له مجرم او بندي سره باید ښه چلند وشي؛ د هغوی په وړاندې هر ډول ظلم، ناوړه ګټه اخیستنه او نامناسب چلند د منلو وړ نه دی او باید مخنیوی یې وشي».

حقاني د ډلې ځواکونو ته په خطاب کې زیاته کړې: «هڅه وکړئ چې پر هېچا ظلم ونه کړئ، ځکه هغه پوځ چې ظلم کوي دوام نه کوي.»

عبدالحکیم حقاني د طالبانو یو له بنسټ اېښودونکو او د دغې ډلې له خورا اغېزمنو شخصیتونو څخه دی. خو نوموړی پداسې حال کې د بې‌عدالتۍ د مخنیوي خبرې کوي، چې د طالبانو اداره تل د صحرايي محاکمو، خپل‌سري غچ اخیستنو او د بندیانو د شکنجې په تورونو تورنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي او ورک شوي دي، هغه کسان چې د داعش سره د یوځای کیدو په تور تورن وو پرته له محاکمې څخه وژل شوي او ځینې سیاسي بندیان په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي د ډلې د ظلمونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی، له دې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي ،، چې «نظام له ظلم سره دوام نه کوي.»

عبدالحکیم حقاني پخپله د هاګ په نړیواله جنایي محکمه کې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور مطلوب دی.

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون غړی احمدالله وثیق وايي، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري بېرته خپل هېواد ته راستون شي. هغه شمشاد ته تلویزون ته ویلي:« اشرف غني د نورو افغانانو په څېر په خپل هېواد کې د اوسېدو حق لري»

احمدالله وثیق د شنبې په ورځ، له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: «دا له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون پالیسي ده چې هر افغان حق لري بېرته کور ته راستون شي او په دې هېواد کې د یوه افغان په توګه ژوند وکړي. دا د دوی وطن دی او دا د دوی حق دی.»

اشرف غني د اګست په ۱۵مه، ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه ووت، د افغانستان حکومت سقوط وکړ او طالبانو د دوهم ځل لپاره واک ترلاسه کړ.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له افغانستان نه ووت، چې ورسره سم د پخواني حکومت نظام سقوط وکړ او طالبانو د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ. ښاغلی غني چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په وار وار د افغانستان پر وضعیت تبصرې کړې او د طالبانو پر ځینو پالیسیو یې نیوکې کړې دي. نوموړي تېر کال د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د ملي خبرو اترو غوښتنه وکړه او ویې ویل، که چېرې خلک وغواړي، دی چمتو دی چې د دغه کړکېچ په هواري کې رول ولوبوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو لپاره یې یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړ. که څه هم یو شمېر پخواني چارواکي د دغه کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستانه شوي، خو مشهورو سیاسي مشرانو، د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو او ټولنیزو فعالانو تر اوسه د طالبانو دغه بلنه نه ده منلې.

په پکتیکا کې د مطالعې د دودولو لپاره د کتابونو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱

په پکتیکا کې طالبانوو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز کې یې د کتابونو یو ورځنی نندارتون پرانیستی دي. طالبانو د دغه نندارتون اصلي موخه په ټولنه کې د مطالعې د کلتور عامول او د کتاب لوستلو لوري ته د ځوانانو راجلبول ښودلي دي.

په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین ویلي، چې کتابونه د ټولنې د پرمختګ او د ځوان نسل د ذهني پیاوړتیا لپاره بنسټیز رول لري.

نوموړي ویلي، چې د کتابونو په یاد نندارتون کې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه بېلابېل دیني او عصري کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې مطالعه له نړۍ سره د سیالۍ رامنځته کولو او په ټولو ورځنیو چارو کې د بریالیتوب یو راز ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګیان یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو ویلي، چې نن د شنبې په ورځ د هلمند د علماوو شورا د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دوزیرملا عبدالحد فضلي له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د دغه غصب په اړه راپور خپور کړ.

د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه، د غويي پر ۲۶مه د دغه ولایت د علماو شورا د دغه ولایت والي او امنیه قوماندان ته په رسمي ډول مکتوب لېږلی او غوښتنه یې کړې چې د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې د کرنې ریاست نمرو او امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د شنې ساحې د غصب مخه ونیسي. یادې شورا ټینګار کړی چې په دغه سیمه کې باید هر څه د ښاروالۍ د نقشې له مخې اباد شي.

یوه ځايي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« نن سهار یو ځل بیا د مخابراتو وزیر اړوند کسانو له شنې سیمې څخه دیوال جوړولو رغنیز چارې پیل کړې خو وروسته پسې د علماو شورا ځیني غړو په راتلو سره ددې رغنیزو چارو مخه و نیول شوه».

د ځايي اوسېدونکي په وینا که څه هم د دیوال د جوړېدو رغنیزې چارې درېدلي خو پخواني جوړ شوي نیمه دیوالونه او وسایط لا هم په سیمه کې لیدل کېږي.

هغه تازه ویډيو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښکاري چې رغنیزې چارې ولاړې دي او څوک نه لیدل کېږي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو تېره جمعه، د غويي ۲۵مه ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.

ځايي اوسېدونکو د معلوماتو له‌مخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.

طالبانو په رسمي ډول څه نه دی ویلي خو د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي، چې څه وارې وړاندې هم په دغه ځمکه رغنیزې چارې درېدلي خو بیا وروسته بېرته پیل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له مشرانو غواړي، چې هغه شنه سیمه یا هم سرک چې د ښاروالۍ په نقشه کې دی جوړ شي.

د طالبانو د لوېدیځ زون والیانو د امنیت او نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د والي اسلام‌جار په مشرۍ د لوېدیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کړې. اسلام‌جار په ناسته کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د طالبانو د هرات د رسنیو دفتر نن د شنبې ورځ، د غويي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د والي اسلام‌جار په مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز والیانو، امینه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان د همغږۍ ناسته کړې. په یاده ناسته کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو، د غصب شوو ملکیتونو د بېرته راګرځولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، امنیت او د جنايي پېښو د کچې د راټیټولو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځ زون کې د طالب مسولینو په یاده ناسته کې د هرات والي اسلام‌جار د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو په عملي کېدو او په یاد زون کې د جنايي پېښو د کچې پر راټیټیدو ټینګار کړی دی.

تېره ورځ هم د شمال لوېدیځ زون طالب مسولینو د بلخ د والي یوسف وفا په مشرۍ د همغږۍ ناسته کړې وه.