• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې سر له سبا د پوليو ضد د واکسیناسیون ۷ ورځنی کمپاين پيلېږي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

په خيبرپښتونخوا کې د پولیو مخنیوي پروګرام د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ولسوالیو کې د پیلېدونکي ۷ ورځني پولیو ضد د واکسیناسیون کمپاین لپاره ټولې تابیاوې بشپړې شوې دي.

د خيبرپښتونخوا چارواکو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، په روانه میاشت کې له پلان او منظمې څارنې سره سم او همداراز د کمپاین کیفیت ته په پام سره به هڅې وشي، چې له خیبر پښتونخوا څخه د پولیو ریښې په بشپړ ډول واېستل شي.

د خيبرپښتونخوا د اعلی سکرتريت د اېکس‌پاڼې د بيان له‌مخې، دا کمپاين به د بنو او ډېره اسماعیل خان سيمو په ګډون په، ایبټ‌اباد، تورغر، کوهستان بر، کوهستان کوز، کولای پالس، باجوړ، کوز دیر، مومند، مردان، نوښار، پېښور، خیبر، کوهاټ، هنګو، کرم او کرک ولسوالیو کې به په یوه وخت سر له سبا (دوشنبه) پیل شي چې په‌کې به له ۴ اعشاریه ۶ میلیونه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

ویل کېږي، په پېښور او خیبر ولسوالیو کې به دا کمپاین تر اوو ورځو او پاتې نورو سیمو کې به ۴ ورځې دوام وکړي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې ثبت شوي، په ۲۰۲۵م کال کې د پوليو د پېښو شمېره ۳۱ او په ۲۰۲۴م کال کې د پوليو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان کې د پوليو ضد وروستی کمپاين په اپرېل مياشت کې ترسره شوی، په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د کمپاين پرمهال د پوليو پر کارکوونکو او ساتونکو سرتېرو یې وسله‌وال بريدونه هم شوي وو.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت دې د «غندنو» پر ځای د خلکو ژوند خوندي کړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له «غندنو» تېر شي او عملي اقدامات وکړي، څو «وښيي چې د انسان ژوند او عامه ځایونه لا هم خوندي کېدای شي».

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان «وګړي د جبري لادرکۍ، هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو تر منځ راګیر دي».

یاد کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د بنو، باجوړ او لکي مروت وروستي خونړیو بریدونو ته په اشارې په یادو سیمو کې یې د وسله‌والو فعاليتونه او امنيتي وضعيت «ورځ تر بلې خرابېدونکی» بللی دی.

د اعلامیې له‌مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د ګوادر پوهنتون د مشرتابه او دوو نورو کارکوونکو د تښتونې ادعا، په داسې حال کې چې دوی له ګوادر څخه کوټې ته پر لاره وو، «د لویو لارو د امنیت ساتلو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د دولت پر وړتیاوو جدي پوښتنې راپورته کوي».

د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان په نوشکي کې د يوه استاد پر وژنې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، حکومت ته يادونه کړې، چې «کله ښوونکي او اکاډمیک کسان تښتول کېږي یا په ډزو وژل کېږي، پایلې یې له انفرادي تراژیدیو ډېرې پراخې وي».

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو لمن پراخه شوې او له امله یې د ځايي دولتي ځواکونو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بنو پوليسو د ۵ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د سويلي بنو ولسوالۍ پوليسو ادعا کړې، چې د فتح‌خېل له پېښې وروسته، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ «مطلوب» وسله‌وال وژلي، خو دا چې په دې عملیاتو کې دوی ته څه زیان رسېدلی او که‌ نه‌، څه نه‌دي ویلي.

د بنو د سيمه‌ييزو پوليسو مشر ار‌پي‌او سجاد خان په خپله‌ فېسبوک‌پاڼه ویلي، په وژل شويو وسله‌والو کې د زرګل ډلې مهم قومندان حیات‌الله، د څوکۍ فتح‌خېل په برید کې ښکېل اسدیار او نعمت‌الله او همداراز د منصور په نوم یو قومندان او یو بل وسله‌وال شامل دي.

د بنو پولیس وایي، چې په دغې ولسوالۍ کې وسله‌والو ته هېڅ ځای نه‌شته او په وینا یې، دغه عملیات به تر هغې دوام ولري، چې ولسوالۍ د وسله‌والو له حضور څخه پاکه شي.

۷ شپې مخکې د بنو ولسوالۍ په فتح‌خېل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې ۱۵ ځايي پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي وو.

د یاد برید مسوولیت د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسله‌والې ډلې منلی وو.

سجاد خان له یادې پېښې وروسته ویلي وو، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به لس کسان ووژنو».

د پاکستان د کورنیو چارو وزير مُحسن نقوي هم په خپله اېکس‌پاڼه په بنو کې یاد عملیات ستایلي دي.

د اېمل ولي خان ادعا: پي‌ټي‌اېم، ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای یو ډول دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان تازه یو ځل بیا ویلي، چې د ده لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان طالبانو تحریک او تحریک انصاف یو ډول دي. هغه همدا راز ادعا کړې، چې د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد د ستر لاروي عبدالغفار خان نوم د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

دغه پښتون سیاستوال تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هېڅ‌کله د اېمل ولي دې ډول څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی. په دې وروستیو کې د پاکستان ملي عوامي ګوند ډېری غړو پر پښتون ژغورنې غورځنګ سختې نیوکې پیل کړې دي.

هاخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو له خپلو پلویانو غوښتي، چې د عوامي ملي ګوند د دغه روانو کړنو په تړاو دې چوپتیا غوره کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې اوس پر خیبر پښتونخوا هم حاکم دی، د اېمل ولي دغو څرګندونو ته تر اوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

لکي مروت: د سرتېري ورور له غمه د مليشې ځواک دنده پرېښودونکی په بمي چاودنه کې ووژل شو

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
•
فضل عزیز

د خيبرپښتونخوا په سویلي ولسوالۍ لکي مروت کې ۳ ورځې مخکې (سې‌شنبه- د غويي ۲۲مه) په شوې بمي چاودنه کې رياض خان هم وژل شوی و. دغه ځوان د ملېشې ځواک سرتېری و، خو نږدې ۶ مياشتې وړاندې یې دنده وروسته له هغې پرېښوده، چې دغه ځواک کې د دندې پر مهال یې کشر ورور په وسله‌وال بريد کې ووژل شو.

د رياض خان تره، شادي الله، چې په‌خپله هم پوليس افسر دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د دوی کورنۍ غريبه ده، رياض یې مشر زوی و، ورپسې بل کشر محمد مصطفی او دوه نور کم عمره وروڼه هم لري.

هغه وويل، د دغو ځوانانو پلار په سيمه کې د ناامنۍ پېښو ته سخت خفه و. رياض خان ته به یې ويل چې «د مليشې ځواک دنده پرېږده او کور ته راځه». وروسته یې بل کشر زوی هم ملېشې ته لاړ، نو اندېښنې یې نورې هم زياتې شوې. هغه به تل پرېشانه و او د همدې غم له امله ورته د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د زړه دوره راغله او ژوند یې له لاسه ورکړ.

د کشر ورور وژنه او د رياض خان دنده پرېښودل

محمد مصطفی د رياض خان کشر ورور
100%
محمد مصطفی د رياض خان کشر ورور

شادي الله زياته کړه، محمد مصطفی چې لا یې د دندې درې کاله نه وو پوره شوي، د ميرعلي او ميرانشاه تر منځ سيمه کې دنده ترسره کوله. د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په وروستيو کې پرې وسله‌وال بريد وشو او دغه ۲۰ کلن ځوان، چې لا یې کوژده او واده نه‌و کړی، ووژل شو.

هغه وويل: «له دغه غم وروسته رياض خان سخت خواشينی شو، ځکه لومړی یې پلار د خپګان له امله مړ شو او بيا یې زلمی ورور ووژل شو. د ورور تر وژنې وروسته هغه کور ته راغی او پرېکړه یې وکړه، چې بېرته به دندې ته نه ځي، ځکه په کور کې یې بل مشر څوک نه و پاتې.»

رياض خان څنګه په چاودنه کې ووژل شو؟

د شادي الله په خبره، رياض خان چې د کور مشر و، د هغه پر معاش د کور لګښتونه روان وو، خو دنده یې پرېښوده او د کارګرۍ لپاره یې د «تيز رفتار» په نوم د سامان وړلو راوړلو رېکشا واخيسته، څو پرې کار وکړي او د کور لګښتونه پوره کړي.

هغه وويل: «د مې پر ۱۲مه (سې‌شنبه- د غويي ۲۲مه) رياض خان خپله رېکشا د کار لپاره ويستې وه. په پاټک بازار کې روان و، چې چاودنه وشوه او دی هم په‌کې ووژل شو. د څلورو کلونو معلول زوی، نږدې يو کلنه لور، مېرمن او مور یې تر شا پاتې شول».

د لکي مروت چاودنه

د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک «سي‌ټي‌ډي» د راپور له مخې، د لکي مروت د سرای نورنګ پاټک بازار کې د تحريک طالبان پاکستان په چاودنه کې د دوو پوليس سرتېرو او رياض خان په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي وو.

100%

د راپور له مخې، چاودنې نه‌يوازې مرګ‌ژوبله اړولې، بلکې نږدې هټيو او کورونو ته یې هم ډېر زيان رسولی دی.

د پوليس په راپور کې ادعا شوې، چې «ترهګر په خلکو کې د وېرې خپرولو او ملکي امنيت ته د زيان اړولو لپاره دغه ډول ناوړه کړنې ترسره کوي او د دښمن له استخباراتو پيسې او وسلې ترلاسه کوي».

خو تحريک طالبان پاکستان د نورنګ په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د ناامنیو له امله سیمه‌ییز سرتېري دندې پرېږدي

شادي الله وايي، په لکي مروت کې په ځانګړي ډول هغه پوليس، پوځي او د مليشې سرتېري چې له ولسوالۍ څخه بهر دندې ترسره کوي، کله چې خپلو کليو ته په رخصت راشي، ډېر وخت د هدفي بريدونو ښکار کېږي.

هغه وويل، د پوليسو، ملېشې او نورو امنيتي ځواکونو ډېرو سرتېرو د مرګ له وېرې دندې پرېښې دي. «څوک نه‌غواړي خپل ژوند له لاسه ورکړي».

هغه د سيمې پر منتخب پارلماني استازو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، چې هغوی له سيمې اسلام‌اباد ته تللي او خلک له حکومتونو څخه ناهيلي شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په سويلي او قبايلي ولسواليو کې په دې وروستيو کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده.

پوليس افسر د ناامنۍ د علت په اړه يوازې دومره وويل: «دا ډالري جګړه ده».

منظور احمد پشتین: د امنیت، عدالت او رسنیو نشتون د قومونو زوال ته لار هواروي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، که یو قام خپل پارلمان،‌ امنیت، عدالت،‌ رسنۍ او پر خپله خاوره اختیا ونه‌لري،‌ نو هغه قوم خپله له یو سخت ناورین سره مخ دی. هغه زیاتوي، پښتانه په دې جدید عصر کې له سخت زوال او ناورین سره مخ دی.

هغه وویل: «موجوده داسې کوم عدالت شته چې هغه پښتنو ته په یوه پېښه عدالت ورکړي، څومره ظلمونه وشول او څومره خلک ووژل شول خو میندو ته انصاف ورنکړل شي». د نوموړي په خبره، د پښتونخوا پر خاوره پاکستاني پارلمان او عدالت یوازې د پښتنو د ځپلو لپاره دي.

د منظور پښتین په خبره، په پښتونخوا کې شته امنیتي ادارې د پښتنو د امنیت د خوندي پر ځای برعکس پښتانه وژني او د دې کار لپاره یې وسله‌والې ډلې هم ساتلې دي. د نوموړي په خبره: «همدغه سیکیوریټي هغه خو پرېږد چې ستا تحفظ وکړي،‌ هغه خو ستا د مړ کولو لپاره مسلح تنظیمونه ساتلي او تا پرې وژني».

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په خبره، د‌ پاکستان په نوم اوسنی هېواد له پښتنو سره هېڅ ډول خواخوږي نه لري او برعکس د پښتنو د خاورې په بربادۍ کې یې لوی رول لوبی دی. هغه پاکستان د پنجابي استعمار بېلګه بللې ده.

منظور پښتون وویل، چې پاکستاني پوځیان په لیرې پرتو سیمو کې د نامالومه کسانو د موندلو په نوم د عامو پښتنو ګریوانونو ته لاسونه اچوي‌ هغوی بې عزته کوي.

د ده په خبره، په پښتونخوا کې نامالومه وسله‌وال د پاکستاني استخباراتو ای‌اېس‌ای خلک دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل تفصیلي ویډيو کې د پښتونخوا د روان وضعیت په تړاو ډېر څرګندونې کړي‌ او دغه سیمه کې یې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی بللی دی.

د هغه په خبره، د خېبر لویې جرګې د پښتنو د ژوند بدلون لپاره لویې پرېکړې وکړې او هلته د پښتونخوا ټول مسایل ذکر شوي وو. د منظور پښتین په وینا، پنجابیان د پښتنو له جوړښتونو او ګډ اتفاق څخه وېره لري او له همدې کبله د دغو جوړښتونو د پاشل کېدو هڅې کوي.

نوموړي وویل: «زمونږ ډېره زیاته تادي ده چې څنګه خپل ملت ته یو مظبوط اعلان وکړو. داسې یوه لاره ورته رامنځته کړو چې دا ملت له دغو جنجالونو ووځي او یو سیال ملت ترې جوړ شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل پېغام کې باور څرګند کړی چې حتمي به داسې ورځ راځي، څو پاکستانی حکومت د پښتنو پر وړاندې د خپلو ناوړه کړنو حساب ورکړي.

د هغه په خبره، پښتانه په دې انتظار دی چې یو سمه لاره ورته برابره شي او دوی قربانیو ته هم چمتو دي او حتمي به یوه لاره موندل کېږي. نوموړی وایي، د پښتنو د ملاتړ خوځښتونو په تړاو باید ناهیلۍ خپرې نه‌شي او پښتنو ته هیله ورکړل شي چې د حقونو غوښتنو لپاره به یې حتمي لازم اقدامات کېږي.

هغه د خپل پیغام په وروستو کې وویل: «پښتانه بې وسه وي، خو بې غېرته او بې حسه نه دي».