د کانګو ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي هڅې؛ طالبان وایي قصابان باید محافظتي وسایل وکاروي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل له قصابانو غوښتي، چې د څارویو د حلالولو پر مهال له شخصي محافظتي وسایلو استفاده وکړي. هغه ویلي، چې دا سپارښتنه د کانګو ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.
