• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوهر خان: کشمیر کې د تحريک انصاف د نوماندانو د نوم لیکنې ردول تبعيضي چلند دی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر خان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ټاکنو کمېسيون د تحریک انصاف ګوند د راجسترېدو ردول توپيري چلند بللی دی. په کشمیر کې د ټاکنو کمېسیون د دغې چارې لامل د یاد ګوند په مالي چارو کې بې‌نظمي بللې ده.

ګوهر خان د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د ۲۰۲۳م کال په نومبر مياشت کې په کشمیر کې تحریک انصاف ګوند د راجسترېدو لپاره ټول اسناد د ټاکنو کمېسیون ته سپارلي وو، د پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ ن، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي راجستر شول، خو نن نږدې ۳۰ میاشتې وروسته، د تحریک انصاف ګوند راجسترېدل رد شول.

د پاکستاني رسنيو د راپور له‌مخې، د کشمير د ټاکنو کمېسيون د دغې چارې لامل، د تحریک انصاف ګوند په مالي چارو او حسابونو کې بې‌نظمي بللې ده.

ګوهر خان خبرداری ورکړی، چې د جولای په مياشت کې د کشمير له ټاکنو څخه د يوه «لوی» سياسي ګوند لرې کول، «دا بهير به غيرقانوني او غیر ډيموکراټيک کړي».

هغه زياته کړې، «رای ورکول د خلکو حق دی او کله چې د خلکو غږ نه اورېدل کیږي، ولسواکي خیالي تصور ګرځي».

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د پاکستان سفیر خپل هغه عسکر ستایلی چې د داعش د برید پر مهال یې د ده ژوند ژغورلی وو

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د خپل هغه ساتونکي سرتېري د زړورتیا ستاینه کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د پاکستان پر سفارت د داعش د برید پر مهال د ده ژوند ژغورلی وو. نظاماني یوې مرکه کې ویلي، سرتېري اسرار محمد د خپل ځان په ډال کولو سره دی د وسله‌والو له برید څخه روغ واېست.

نظاماني له اج ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې اسرار نه‌یوازې دی د نښه ویشتونکو او پرمختللو وسلو له مرمیو وژغوره، بلکې خوندي ځای ته د لېږدولو پر مهال یې پر بریدګرو متقابلې ډزې هم کولې.

د سفیر په خبره، په دې بهیر کې یاد عسکر په سینه په دوو مرمیو ولګېد، خو بیا یې هم برید شنډ کړ. هغه زیاته کړه، چې د عسکر دا کار یوازې د یوه کس ژغورل نه، بلکې د پاکستان د «وقار» ساتنه وه.

سفیر د پېښې د سختو شېبو په یادولو سره وویل، چې عسکر په خپلو وینو لړلی وو، خو بیا یې هم د ده د بدن پلټنه کوله چې چېرته ټپي شوی نه وي. نظاماني وویل: «ما ورته وویل چې زه نه یم لګېدلی، ته لګېدلی یې. هغه راته وویل چې زه ښه یم او ټینګار یې کاوه چې لومړی باید سفیر ولېږدول شي».

وروسته د پاکستان د پوځي الوتکو په مرسته ټپي عسکر له کابل څخه پېښور ته ولېږدول شو او هلته یې په پوځي روغتون کې درملنه وشوه.

سره له دې چې پر سفیر مخامخ برید شوی وو، خو هغه له کابل څخه سمدستي وتل رد کړل. نظاماني وویل، که هغه ورځ له کابله وتلی وای، دښمن به رواني بریا ترلاسه کړې وای.

نوموړي پاکستاني ډېپلوماټان د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ عسکر وبلل او د خپل هېواد له پوځ او حکومت څخه یې مننه وکړه. د دغې پېښې په تړاو، سرتېري اسرار محمد ته د «ستاره بسالت» او سفیر عبیدالرحمن نظاماني ته د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر له خوا د مېړانې مډالونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د علماوو شورا د مشر ادعا: له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد دسیسې دوام لري

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر محمد اشرفي وایي، په افغانستان کې له جمهوري نظام څخه تر اوسه د پاکستان پر ضد «دسیسې جوړونې» دوام لري. طالبانو تر دې مخکې د پاکستان اړوند مسایل کورني مسایل بللي او په‌کې یې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.

طاهر اشرفي د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) په لاهور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا وخت خیبر پښتونخوا او بلوچستان له ترهګرۍ سره مخ دي» او په خیبر پښتونخوا کې علما وژل کېږي.

هغه ادعا وکړه: «له دې څخه معلومېږي که په افغانستان کې د حامد کرزي دور وو، د اشرف غني دور وو او که اوس د طالبانو لنډمهالې واکمني ده، د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې څخه د سازشونو لړۍ نه‌ده درېدلې».

هغه وویل: «موږ له خپل ریاست سره ولاړ یو، وینه که په بنو کې، چارسده، لکي مروت او يا په باجوړ کې تویېږي، د پاکستانیانو وینه تویېږي».

طاهر اشرفي تر مخکې هم ویلي وو، چې د پاکستان «دښمنان» په افغانستان کې حضور لري، طالبان یې ملاتړي دي او هڅه کوي دغه هېواد بې‌ثباته کړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره د پاکستان پر ضد کارېږي، خو طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې یې روان وضعیت د دغه هېواد کورني مسایل بللي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ورسېد

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سیمه‌ييزو کړکېچونو د کمولو لپاره د اسلام‌اباد د هڅو په لړ کې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو ویلي، نقوي د خپل ایراني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ، تهران ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني لخوا هرکلی وشو.

د ایران رسنیو راپور ورکړ، چې دواړوسیالانو د تلپاتې سولې او وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. د یادې لیدني پرمهال د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستاني چارواکو «ریښتني» هڅې ستایلې دي او په ​​سیمه کې یې د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان رول مهم وباللی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به د خپل دوه ورځني سفر پرمهال په تهران کې د ایران له یو شمیر نورو چارواکو سره هم وګوري.

بلوچستان کې د ناامنۍ دوام؛ په دوو جلا بریدونو کې ښځینه پولیسه او د پوهنتون استاد وژل شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پاکستان دبلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، ناپېژاندو وسله‌والو په دوو جلا پېښو کې یوه ښځینه پولیسه او د پوهنتون یو استاد وژلي دي.

د راپورونو له مخې، د کیچ ولسوالۍ اړوند ابسر سیمه کې وسله‌والو د بلوچستان د پولیسو پر یوې ښځینه سرتېرې هغه مهال ډزې وکړې چې په موټر کې روانه وه.

پولیس وایي، په دې برید کې ښځینه پولیسو وژل شوې او د هغې خاوند او پنځه کلن زوی ټپیان شوي دي. ټپیان او د وژل شوې مړی روغتون ته لېږدول شوي، خو تر اوسه د بریدګرو د هویت او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل لور ته، د نوشکي ولسوالۍ د مینګل‌اباد سیمې کې هم ناپېژاندو وسله‌والو د پوهنتون یو استاد پروفیسور غمخوار حیات په ډزو وژلی دی.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره اوونۍ د مستونګ ولسوالۍ کې دګوادر پوهنتونمرستیال رییس، دوه استادان او یو موټرچلوونکی د وسله‌والو له‌خوا تښتول شوي وو، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

په بلوچستان کې د امنیتي او علمي شخصیتونو پر وړاندې د بریدونو زیاتېدو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه تازه اندېښنې راپورته کړې دي.

د پاکستان د پوهنې وزارت: په پاکستان کې له ۲۵ میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پوهنې وزارت وایي، په دغه هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې دي. دغه وضعیت د پاکستان د ښوونیز نظام او د پوهنې سکتور د کمزورۍ په اړه اندېښنې راولاړې کړي.

د پاکستان د پوهنې او روزنې فدرالي وزیرخالد مقبول صدیقيد قامي اسمبلۍ د پوښتنو پر مهال ویلي، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۳۷۰ زره ماشومان، چې عمرونه یې د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، له بنسټیزو زده کړو محروم دي.

د نوموړي په وینا، پنجاب ایالت د هغو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر لري چې ښوونځیو ته نه ځي، او شمېر یې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ته رسېږي.

هغه زیاته کړه چې په سند ایالت کې ۷ میلیونه او ۸۲۰ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۴ میلیونه او ۹۲۰ زره، په بلوچستان کې ۲ میلیونه او ۹۴۰ زره، او په اسلام‌اباد کې نږدې ۹۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د پوهنې وزیر ویلي، یوازې په اسلام‌اباد کې ۷۰ زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته جذب شوي دي.

د قامي اسمبلۍ د معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خپلې کورنۍ ناخالصې تولیدي بودجې یوازې ۰.۸ سلنه د پوهنې سکتور ته ځانګړې کړې ده.

شنونکي وایي، د پوهنې لپاره د بودجې ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې، د ماشومانو کار، ناامني او د ښوونیزو اسانتیاوو کمښت هغه عمده عوامل دي چې په پاکستان کې یې میلیونونه ماشومان له زده کړو محروم کړي دي.