کابل کې د پاکستان سفیر خپل هغه عسکر ستایلی چې د داعش د برید پر مهال یې د ده ژوند ژغورلی وو

کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د خپل هغه ساتونکي سرتېري د زړورتیا ستاینه کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د پاکستان پر سفارت د داعش د برید پر مهال د ده ژوند ژغورلی وو. نظاماني یوې مرکه کې ویلي، سرتېري اسرار محمد د خپل ځان په ډال کولو سره دی د وسلهوالو له برید څخه روغ واېست.
