پوتین به راتلونکې سې شنبه چین ته سفر وکړي

کرملین ویلي چې ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د را راونې سې شنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د دوه اړخیزه اړیکو په تړاو خبرې وکړي.

کرملین ویلي چې ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د را راونې سې شنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د دوه اړخیزه اړیکو په تړاو خبرې وکړي.
د کرملین ماڼۍ د اعلامیې له مخې، پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ به د «دوهاړخیزو اړیکو» او «مهمو نړیوالو او سیمهییزو مسایلو» په اړه خبرې وکړي.
پوتین په داسې حال کې چین ته سفر کوي، چې د هغه ستراتېژیک سیال، ډونالډ ټرمپ چین ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی.

د پاکستان د سنده ایالت کشمور ولسوالۍ په کرمپور سیمه کې د نصیر رود د زوړ پل د نړولو پر مهال درې کار کوونکي مړه شوي دي.
یاده پېښه د جمعې په ورځ د نصر بجاراني کلي ته نږدې هغه وخت وشوه چې کارګرانو د نوي پُل د جوړولو لپاره زوړ پُل نړاوه. د پله یوه برخه ناڅاپه ولوېده او څو کارګران تر لاندې شول
پولیس وايي ، درې مړي او څو نور ټپیان له سیمې ایستل شوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي د ټپیان شمېر تراوسه نه ده څرګند.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا او د نایجریا د وسلهوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې د مهمو قوماندانانو له ډلې ابو بلال المنوکي وژل شوی دی.
دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه بیان کې شوې چې سپینې ماڼۍ په خپل رسمي ایکسپاڼه کې خپور کړی.
ټرمپ ویلي چې دغه عملیات د هغه په مستقیم امر ترسره شوي او «په خورا دقیق پلان او پیچلي ډول» تنظیم شوي وو.
نوموړي زیاته کړې: «نن شپه زما په امر، زړورو امریکایي ځواکونو او د نایجریا وسلهوالو ځواکونو په ګډه داسې یوه بریالی او دقیقه پوځي ماموریت ترسره کړ چې په نتیجه کې د نړۍ تر ټولو فعال ترهګر له منځه یوړل شو. ابو بلال المنوکي، د داعش د دوهم مشر په توګه پېژندل کېده…»
سپینې ماڼۍ د عملیاتو د دقیق ځای او نورو جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا ماموریت د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د امریکا د استخباراتو ادارې سياېاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» خونړي برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسلهوالو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.
اډمز په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریفالله، چې تېر کال امریکا ته ولېږدول شو، د ابي ګېټ د برید اصلي طراح نه و، بلکې د دې برید اصلي معماران د داعش خراسان مشر ثناءالله غفاري او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني دي.
هغې ادعا کړې: «حکومت هڅه وکړه خلک دې ته قانع کړي چې محمد شریفالله د ابي ګېټ د برید طراح او ان ځانمرګی بریدګر و، حال دا چې دا خبره هېڅ منطقي نه ده.»
د سياېاې پخوانۍ مامورې زیاته کړې چې د امریکا حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې پر ځای د تبلیغاتي بریاوو په لټه کې دی او د لوړپوړو وسلهوالو د په نښه کولو پر ځای، د ټیټې کچې کسانو نیول د لاستهراوړنې په توګه وړاندې کوي.
سارا اډمز ویلي، د ابي ګېټ اصلي طراحان «ثناءالله غفاري او سراجالدین حقاني لا هم ازاد دي او پر دې خاندي چې امریکا د دوی د ناسم معلوماتو ښکار شوه.»
نوموړې په خپل اوږده بیان کې د امریکا پر هغې تګلارې هم نیوکه کړې چې بهرني وسلهوال امریکا ته لېږدوي او هلته یې کلونه ساتي.
هغې ویلي، امریکا باید د نړۍ د «ترهګرو دایمي زندان» ونه ګرځي او پر ځای یې باید له اصلي هېوادونو یا درېیمو هېوادونو سره د بندیانو د ساتلو هوکړې وکړي.
اډمز د ګوانتانامو زندان تجربې ته په اشارې ویلي چې امریکا لا هم د هغو پالیسیو سیاسي، مالي او امنیتي بیه پرې کوي چې د اوږدمهاله لید پرته عملي شوې وې.
هغې زیاته کړې: «موږ باید ټول ترهګر د امریکا له خاورې وباسو، د هغوی د داخلېدو مخه ونیسو او نور یې امریکا ته رانهولو.»
د فاکسنیوز د راپور لهمخې، محمد باقر سعد داوود الساعدي چې د عراق تبعه او د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې د یوې شاملې ډلې جګپوړی غړی ګڼل کېږي، نیول شوی او د څېړنو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی.
چارواکي وایي، نوموړی د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د نږدې شلو بریدونو د همغږۍ او پلانونو په تور څارل کېده.
د قضیې په اسنادو کې ویل شوي، چې الساعدي د «الشهابالیمن» په نوم د ایرانپلوې اسلامپالې ډلې مشري کړې او د امریکا پر خاوره د اضافي بریدونو د طرحې هڅې یې هم کړې دي. د فاکسنیوز په وینا، نوموړی به په نیویارک کې محاکمه شي.
د فدرالي پلټنو ادارې (اېفبيای) ویلي، دا اقدام یې هغه وخت وکړ، کله چې استخباراتي معلومات ترلاسه شول، چې الساعدي غواړي د الشهابالیمن عملیات امریکا ته وغځوي. د ادارې په وینا، هغه ځینو کسانو ته سپارښتنه کړې وه، چې په ټاکلو ایالتونو کې پر سیناګوګونو او نورو یهودي بنسټونو بریدونه همغږي کړي.
چارواکي زیاتوي، چې د الساعدي د نیولو بهیر او لېږد د څو ادارو په همغږۍ ترسره شوی، خو د نیولو دقیق ځای او نېټه لا نهده افشا شوې. قضایي سرچینو تر اوسه د نوموړي د مدافع وکیل دریځ نهدی شریک کړی او احتمالي نور تورونه کېدای شي د قضیې په پرانېستي اورېدنې کې څرګند شي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا د کورني امنیت ادارو د مذهبي تاسیساتو پر ضد د احتمالي تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د یهودي ټولنو پر ضد ګواښونه زیات شوي دي.
د فدرالي پلټنو ادارې تل ویلي، چې د خوندي کوونکو اقداماتو، د ټولنې د خبرتیا او پر وخت د استخباراتي معلوماتو د تبادلې له لارې د بریدونو د مخنیوي هڅې کوي.
شهزاده رضا پهلوي په یوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د ايران «رژیم» له ځپونکو جوړښتونو سره قصدي همکاري او د معترضانو د مصادره شويو شتمنيو پېر او پلور ښايي «له بشريت ضد جنايتونو سره مرسته» وبلل شي او «جنايي مسووليت» ولري.
هغه د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په خپله اېکسپاڼه په خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ويلي، هېڅ مقام، امر يا پلمه به د افرادو د شخصي مسووليت مخه ونهنيسي.
د هغه په خبره، هغه کسان چې له ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، که د ايران دننه وي او که بهر، د قانوني تعقيب له ګواښ سره به مخ شي. رضا پهلوي زياته کړې، هغه کسان چې د معترضانو د ضبط شويو شتمنيو په مصادره يا راکړه ورکړه کې لاس لري، ښايي تاوان ورکولو ته هم اړ شي.
هغه همداراز خبرداری ورکړی، هغه کسان چې نن د ایران اسلامي جمهوريت له امنيتي او ځپونکو ادارو سره همکاري کوي، بايد د خپل ځان او کورنۍ راتلونکې ته فکر وکړي.
د هغه په وينا، په راتلونکي کې به د خلکو د ځپلو عاملان د قانون پر وړاندې ځواب ويونکي وګرځول شي.