• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې څېړنه: برېتانیا ته نوي تللي‌ ماشومان او ځوانان له ژور رواني‌ کړاو او خپګان سره مخ دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د ختیځ انګلستان پوهنتون په نوې څېړنه کې موندلې، هغه افغان ځوانان چې له کورنیو پرته برېتانیا ته تللي، له ژور رواني کړاو، یوازېتوب او خپګان سره مخ دي. دا ځوانان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته برېتانیا ته کډوال شوي، لا هم له تېرو ترخو یادونو او رواني فشارونو څخه سخت ځورېږي.

څېړونکو له ۱۲ هغو افغان ځوانانو سره مرکې کړي، چې د ۱۴ او ۲۱ کلونو ترمنځ برېتانیا ته رسېدلي او اوس د شاوخوا شلو کلونو په عمر کې دي. په څېړنه کې د عبدالله په نوم یوه ګډونوال ویلي، چې په افغانستان کې د خپل خپلوانو وژل کېدو سخت اندېښمن کړی او د شپې له‌خوا خوب نه‌شي کولی.

یوه بل ځوان بیا ویلي، چې د هغه رواني فشارونه او دردونه اوس په فزیکي ناروغیو بدل شوي دي. دغه ځوانان د پښتنو، تاجکو او هزاره‌ګانو په ګډون له بېلابېلو قومونو څخه دي.

د څېړنې مشره او روان‌پوهه ربیکا لېن او کلینیکي استاد ډاکتر کیني چیو وایي، هغه ماشومان چې له میندو او پلرونو پرته برېتانیا ته رسېدلي، د نورو کډوالو پر تله ډېر له رواني فشار او خپګان سره مخ دي.

د دوی په وینا، دا ځوانان د فزیکي دردونو، رواني ستونزو او ټولنیزو اړیکو په برخو کې له ننګونو سره مخ دي او له خلکو سره په اړیکو جوړولو کې ستونزې لري.

کارپوهان زیاتوي، چې په افغاني ټولنه کې د نارینه‌وو له‌خوا د خپلو احساساتو نه څرګندول د دوی رواني ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

د څېړنې له‌مخې، ډېری دغو ځوانانو د خپلو اندېښنو د کمولو لپاره کرېکټ، لمونځ کولو او له ملګرو سره خبرو ته مخه کړې ده، خو یو شمېر کمو کسانو بیا ځان ته د زیان رسولو او یا هم د الکولو کارولو هڅه کړې ده.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

دایکندي کې د ښځو ځورونه؛ نصیر احمد فایق دغه ډول کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې وبللې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

نصیر احمد فایق په دایکندي کې د طالبانو له لوري د ښځو د جنسي ځورونې اړوند د افغانستان انټرنشنل راپور ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي، دغه کړنې له بشري او اسلامي حقونو ښکاره سرغړونه بللې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د «فساد او ظلم» یوه بېلګه ګڼلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپله ا‌ېکس‌پاڼه لیکلي، چې له دایکندي څخه دا ټکان ورکوونکی راپور ښيي، چې افغان ښځې نه یوازې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د ګډون له حقونو بې‌برخې دي، بلکې له جنسي زورزیاتيو، ګواښونو او ځورونو سره هم مخ دي. هغه دغه وضعیت د طالبانو د «اسلامي واکمنۍ» یوه بېلګه بللې ده.

فایق زیاته کړې، چې په دایکندي کې له یوې واده شوې ښځې سره جبري نکاح، د خبریالانو زنداني کول او په هرات کې د ښځو نیول د حاکم «استبداد» نورې بېلګې دي. هغه ټینګار کړی، چې له وېرې د قربانیانو چوپتیا د قانون او عدالت د نشتوالي ښکارندویي کوي او همداراز یې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا «جنایتونه» مستند کړي او بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

دا غبرګون وروسته له هغه ښودل کېږي، چې افغانستان انټرنشنل د شنبې په ورځ د دایکندي د یوې اوسېدونکې د غږیز پیغام پر بنسټ یو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو چارواکي او د هغوی تر ملاتړ لاندې زورواکي په دولتي ادارو او روغتیایي مرکزونو کې له مجردو او واده شویو ښځو څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوي.

په دايکندي کې يوه واده شوې ښځه وايي طالبان غواړي هغه «بل سړي ته په نکاح کړي» | افغانستان انټرنشنل پښتو

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي او دغه ډله په پراخه کچه د بشري حقونو پر سرغړونو تورنه ده. د راپورونو له‌مخې، په ټول هېواد کې خپلسري نیونې، په عام محضر کې د درو وهل او هدفي وژنې زیاتې شوي، چې له امله یې افغانستان د ناحقه نیونو په نړیوال نوملړ کې شامل شوی او نړیواله انزوا یې لا پسې ژوره شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام په نورستان کې له نږدې ۳۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د «ویکسو» موسسې په همکارۍ په نورستان کې له ۳۴۸ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دې مرستو کې اوړه، دال او غوړي شامل دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) وویل، دغه مرستې پر هغو اړمنو کورنيو ووېشل شوې چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ وې او په وینا یې، په نورو ولسواليو کې به هم ورته مرستې پر اړمنو ووېشل شي.

د «ویکسو» موسسې مسوولین بیا وايي، هڅې کوي، چې د کامديش او برګمټال ولسواليو اوسېدونکو ته هم بشري خوراکي مرستې ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې مرستو کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کيلو اوړه، ۶،۲۵ کيلو دال او ۴،۵۵ کيلو ګرامه غوړي وېشل شوي دي.

په لوګر کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان ټپیان شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۱

په لوګر کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان ټپیان شوي دي. د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دغه پېښې په پل علم ښار او بره‌کي برک ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، لومړۍ پېښه تېره ورځ په پل علم ښار کې رامنځته شوې او په‌کې دوه کسان ټپيان شوي او دویمه ورته پېښه په بره‌کي برک ولسوالۍ کې رامنځته شوې او له امله یې ۲ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول په ګوته شوي او یادې قومندانۍ له موټر چلوونکو غوښتي، چې له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي او ترافیکي اصولو ته ژمن پاتې شي.

طالبان وايي په کابل او بلخ کې یې ۳ کوډګر نیولي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وايي، په کابل او بلخ ولایتونو کې یې ۳ حرفه‌يي کوډګر نیولي دي. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، دغه کسان د اسلامي شریعت خلاف اعمالو د ترسره کولو پر مهال لاس په لاس نیول شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له یادو کسانو د سحر اړوند یو شمېر کتابونه او اسناد هم ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغو کوډګرو له جادويي کتابونو او نورو وسایلو په استفادې سره هڅې کولې د کورنیو په منځ کې تفرقې او اختلافونه رامنځته کړي».

د دغه وزارت مسوولینو په ټینګار سره ویلي، سحر او جادو له کبیره ګناهونو او د فساد رامنځه کولو اصلي لاملونه دي او پر وړاندې به یې جدي چلند وکړي.

د دغه وزارت په وینا، په تېره یوه میاشت کې له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۵۰ کوډګر نیول شوي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبان وايي د سیمکارټونو د ثبت لړۍ ۹۵ سلنه بشپړه شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت عنایت الله الکوزی وايي، د یاد وزارت تر چتر لاندې د اترا ادارې له لوري ۹۵ سلنه سیمکارتونه ثبت شوي او ډېره ژر به د سیمکارتونو د ثبت پروسه بشړه شي.

عنایت الله الکوزي ویلي، چې د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د سیمکارتونو د تګلارې د پېلو کېدو له پیل څخه تر دې دمه ۳۰ میلیونه مخابراتي سیمکارتونه په قانوني ډول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمکارتونو د ثبت لړۍ د خلکو په غوښتنه او د مخابراتي مارکیټ له ارزونې وروسته پیل شوې، څو افغانستان باید افغانستان کې داسې سیمکارت شتون ونه لري، چې د خلکو د ازار، اذیت او یا هم د نورو ستونزو لامل شي.

خو ډیری کسان بیا د طالبانو له لوري د سیمکارتونو د ثبت پر پروسې سختي نیوکې کوي او وايي، چې د یوه سیمکارت د ثبت لپاره په ورځو ورځو انتظار کوي.