د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه، د غويي پر ۲۶مه د دغه ولایت د علماو شورا د دغه ولایت والي او امنیه قوماندان ته په رسمي ډول مکتوب لېږلی او غوښتنه یې کړې چې د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې د کرنې ریاست نمرو او امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د شنې ساحې د غصب مخه ونیسي. یادې شورا ټینګار کړی چې په دغه سیمه کې باید هر څه د ښاروالۍ د نقشې له مخې اباد شي.
یوه ځايي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« نن سهار یو ځل بیا د مخابراتو وزیر اړوند کسانو له شنې سیمې څخه دیوال جوړولو رغنیز چارې پیل کړې خو وروسته پسې د علماو شورا ځیني غړو په راتلو سره ددې رغنیزو چارو مخه و نیول شوه».
د ځايي اوسېدونکي په وینا که څه هم د دیوال د جوړېدو رغنیزې چارې درېدلي خو پخواني جوړ شوي نیمه دیوالونه او وسایط لا هم په سیمه کې لیدل کېږي.
هغه تازه ویډيو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښکاري چې رغنیزې چارې ولاړې دي او څوک نه لیدل کېږي.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو تېره جمعه، د غويي ۲۵مه ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.
ځايي اوسېدونکو د معلوماتو لهمخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.
طالبانو په رسمي ډول څه نه دی ویلي خو د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي، چې څه وارې وړاندې هم په دغه ځمکه رغنیزې چارې درېدلي خو بیا وروسته بېرته پیل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له مشرانو غواړي، چې هغه شنه سیمه یا هم سرک چې د ښاروالۍ په نقشه کې دی جوړ شي.