• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوېدیځ زون والیانو د امنیت او نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د والي اسلام‌جار په مشرۍ د لوېدیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کړې. اسلام‌جار په ناسته کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د طالبانو د هرات د رسنیو دفتر نن د شنبې ورځ، د غويي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د والي اسلام‌جار په مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز والیانو، امینه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان د همغږۍ ناسته کړې. په یاده ناسته کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو، د غصب شوو ملکیتونو د بېرته راګرځولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، امنیت او د جنايي پېښو د کچې د راټیټولو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځ زون کې د طالب مسولینو په یاده ناسته کې د هرات والي اسلام‌جار د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو په عملي کېدو او په یاد زون کې د جنايي پېښو د کچې پر راټیټیدو ټینګار کړی دی.

تېره ورځ هم د شمال لوېدیځ زون طالب مسولینو د بلخ د والي یوسف وفا په مشرۍ د همغږۍ ناسته کړې وه.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۵

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

•
•
•

نور کیسې

شنونکی: د افغان کډوالو ایستل به د پاکستان پر اقتصاد او کرنیز سکتور منفي اغېز وکړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، سیاسي او ټولنیز شنونکي وایي، د میلیونونو افغانانو وتل به نه یوازې ټولنیزې، بلکې د پاکستان پر اقتصادي او کرنیزو برخو هم ژور اغېز وکړي.

سیاسي شنونکي رفیع الله کاکړافغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د افغان کډوالو حضور په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو لامل شوی و.

د هغه په وینا، افغان کډوال هغه مهال پاکستان ته ولاړل چې افغانستان له جګړو او بې‌ثباتۍ سره مخ و او میلیونونه کسان د کډوالۍ ژوند ته اړ شول.

کاکړ وایي: « په بلوچستان، په ځانګړي ډول کوټه ښار کې، د افغان کډوالو پراخ حضور د ځینو بلوڅ ملتپالو ډلو لپاره د اندېښنې موضوع ګرځېدلې وه، او په کراچۍ کې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو د افغانانو د نفوس د زیاتوالي پر وړاندې سیاسي دریځونه خپل کړي وو.»

هغه زیاتوي چې افغان کډوالو په بلوچستان کې د شاړو ځمکو په ابادولو او د کرنې په پراختیا کې مهم رول لوبولی، ځکه د ده په خبره افغانان د کرنې او سختو کارونو تجربه لري.

د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو له امله د پولې دواړو غاړو ته سوداګري هم پراخه شوه او په پاکستان کې د ارزانه کار ځواک د زیاتېدو له امله صنعتي او سوداګریزو برخو اقتصادي ګټه ترلاسه کړه.

رفیع‌الله کاکړ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه تر ډېره له امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د اسلام‌اباد له سیاسي اختلافاتو سره تړي.

هغه وایي، پاکستان هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو له لارې پر طالبانو سیاسي فشار زیات کړي، خو د ده په باور دا اقدام «غیرانساني» بڼه لري.

شنونکی خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پراخ ستنېدل به په ځانګړي ډول د بلوچستان پر کرنیز سکتور منفي اغېز وکړي، ځکه ډېرو کډوالو خپلې پانګې او شتمنۍ هم له ځان سره افغانستان ته انتقال کړې دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه له درې میلیونو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

کازان کې د طالب پلاوي ادعا؛ افغانستان له امنیت او «غوره بشري ځواک» څخه برخمن دی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د اقتصادي همکاریو په یوه غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس رحیم‌الله صراح ادعا کړې، چې افغانستان د امنیت ترڅنګ له «ځوان، مسلکي او پیاوړي بشري ځواک» څخه هم برخمن دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د صراح له قوله راغلي: «افغانستان د مناسب امنیتي وضعیت او د پانګونې لپاره د مساعد چاپېریال ترڅنګ، ځوان، متعهد، مسلکي او پیاوړی بشري ځواک هم لري.»

هغه زیاته کړې، چې د روسیې اړوند سیمې، په ځانګړي ډول تاتارستان، کولای شي د ګډو همکاریو په چوکاټ کې له افغان مسلکي کاري ځواک څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان د بې‌کارۍ له پراخ بحران سره مخ دی او ګڼ شمېر خلک د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.

راپورونه ښيي، چې خلک د طالبانو د حکومت پر ګومارنو او تبعیضي چلند نیوکې لري. منتقدین وایي، ډېری دولتي بستونه هغو کسانو ته سپارل شوي، چې په تېرې شل کلنې جګړې کې ښکېل وو، او ډیری یې حتی بشپړې یا لوړېزده‌کړې نه لري.

د منتقدینو په باور، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر ځوانان د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړې لري، بیا هم بې‌روزګاره پاتې دي؛ ځکه د هغو په وینا د طالبانو له لیکو سره تړاو نه لري.

همداراز، د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم د بې‌کارۍ او فقر د پراخېدو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د اوسنیو سیاستونو له امله ګڼ شمېر لوستي او متخصص ځواک کډوالۍ ته اړ شوي، چې ځینو یې په ناقانونه ډول د سفر پر مهال حتی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کابل کې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اصلامي کمېسیون رییس محمد قاسم خالد په ګډون څو طالب لوړپوړو چارواکو د دغې ډلې د مشهور رسنیز فعال او پر پاکستان د نیوکه کوونکي جنرال مبین د خوشې کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

یادو طالب سرچینو نن شنبه، د غويي پر ۲۶مه وویل، چې په دغو هڅو کې د طالبانو د اصلاحي نظامي کمېسیون د رییس ترڅنګ، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین مولوي احمدجان او دیني عالم شېخ حماسي هم شامل دي.

سرچینې وايي، چې یادو کسانو نن شنبه به ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند سره له زندان څخه د جنرال مبین د راخوشې کېدو په اړه ناسته کړې ده.

دوی زیاتوي، جنرال مبین به د یادو طالب چارواکو په ضمانت له زندان څخه ازاد شي.

تروسه د طالبانو رسمي ویاندویانو د هغه د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال د غويي په میاشت کې افغانسنان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې مبین چې د طالبانو مشهوره رسنیزه څېره ده او ځان «جنرال مبین» بولي، د دې ډلې د قضايي چارواکو له خوا په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شو.

خو د ځینو لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې د مبین سختو څرګندونو، ورو ورو د هغه او د ډلې د نفوذ لرونکو غړو ترمنځ درز پیدا کړ.

په یوې پخوانۍ ویډیو کې چې تېر کال خپره شوې، مبین د طالبانو رژیم ته «ملاکراسي» ویلي و، داسې اصطلاح چې طالبان یې حتاد خپلو نږدې کسانو له خولې هم نه شي زغملای.

مبین په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې پر طالبانو بلکې د پاکستان حکومت او ځینو سیاسي څېرو پرضد هم څرګندونې درلودې چې دې څرګندونو د ځینو طالب مشرانو غبرګونونه هم درلودل او د هغه څرګندونې یې د طالبانو د رسمي تګلارې پرضد بللې وې.

که څه هم جنرال مبین خپلو ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه اېکس ته لاسرسی لري او ځیني وخت فعالیتونه هم کوي خو تروسه هغه ته منسوب اېکس ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: کندهار او هرات کې تر ۲زرو کیلو ګرامو ډیر نشه یې توکي کشف او ۲۱کسان نیولي شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په هرات او کندهار ولایتونو کې یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او سوځولي دي او د دغو موادو د قاچاق او پلور په تړاو یې ۲۱ کسان په هرات کې نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه چرس، تر زرو ډېر نشه‌يي ټابلېټونه، یو اندازه شراب، ومان او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

همداراز، د دغه وزارت په وینا د کندهار ولایت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو یوه بله اندازه کشف او له منځه وړې ده.

د خبر پاڼې له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۰۸۵ کیلوګرامه خام چرس، ۱۰۰۰ کیلوګرامه یامه، ۲۳ کیلوګرامه نشه‌يي ټابلېټونه، ۹ کیلوګرامه تریاک، او یو شمېر نور بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او سوځول شوي دي.

په نورستان کې د قیمتي ډبرو د پلور عواید؛ د کانونو د شفافیت په اړه پوښتنې بیا راپورته شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۱

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په داسې حال کې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د سلګونو میلیونو افغانیو د پلور اعلان کوي چې د افغانستان د کانونو د مدیریت د شفافیت او د عوایدو د حساب ورکونې په اړه له وړاندې جدي پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې له کانونو ایستل شوې قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې په ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو پلورل شوې دي.

یاد ریاست ویلي چې په دغو ډبرو کې بېروج، کنزیت او مارګنیټ شامل دي او د رسمي داوطلبۍ له بشپړېدو وروسته یې پلور د ادعا له مخې د بازار له نرخونو سره سم ترسره شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له دې عوایدو څخه ۵ میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د طالبانو خزانې ته لېږدول کېږي.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مشر مولوي سیدالرحیم عمیر ویلي چې د کانونو د عوایدو د راټولولو او پلور بهیر د ټاکل شوو اصولو له مخې تنظیم شوی او هڅه کېږي چې له طبیعي زېرمو څخه شفافه استفاده وشي.

خو له بلې خوا، د کانونو د مدیریت په اړه پخوانۍ اندېښنې بیا تازه شوې دي، ځکه د قیمتي ډبرو د کیندنې او پلور په برخه کې د شفافیت، د بازار د حقیقي ارزښت او د اعلان شوو نرخونو ترمنځ د توپیرونو په اړه پوښتنې له وړاندې هم مطرح شوې دي.

اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې د کانونو په سکتور کې د شفافو داوطلبیو او نړیوالو معیارونو نشتوالی کولی شي د هېواد د طبیعي زېرمو د عوایدو پر اغېزمن مدیریت سیوری وغوړوي، په داسې حال کې چې دغه زېرمې د افغانستان د اقتصاد له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.