په میدان وردګ ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

د طالبانو ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویلي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند «شهیدانو» غونډۍ په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویلي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند «شهیدانو» غونډۍ په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه نن د شنبې په ورځ، د غويي ۲۶مه د یو مازدا او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی، چې «د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام به هېڅکله دوام ونه کړي». نوموړي له طالب چارواکو غوښتي، چې له بندیانو او مجرمینو سره له ظلم، ربړونې او نامناسب چلند څخه په کلکه ډډه وکړي.
د طالبانو سترې محکمې نن د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالحکیم حقاني کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته سفر کړی دی. د اعلامیې له مخې، حقاني د طالبانو سیمهييزو چارواکو باندې ټینګار کړی چې باید له یادې ډلې منندوی واوسي، ځکه په هېواد کې اسلامي نظام واکمن دی او هېڅ بهرنۍ لاسوهنه نشته.
حقاني د خپلې وینا په یوه برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د بندیانو او مجرمینو په وړاندې د ظلم مسلې ته په اشارې سره ویلي: «هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي. له مجرم او بندي سره باید ښه چلند وشي؛ د هغوی په وړاندې هر ډول ظلم، ناوړه ګټه اخیستنه او نامناسب چلند د منلو وړ نه دی او باید مخنیوی یې وشي».
حقاني د ډلې ځواکونو ته په خطاب کې زیاته کړې: «هڅه وکړئ چې پر هېچا ظلم ونه کړئ، ځکه هغه پوځ چې ظلم کوي دوام نه کوي.»
عبدالحکیم حقاني د طالبانو یو له بنسټ اېښودونکو او د دغې ډلې له خورا اغېزمنو شخصیتونو څخه دی. خو نوموړی پداسې حال کې د بېعدالتۍ د مخنیوي خبرې کوي، چې د طالبانو اداره تل د صحرايي محاکمو، خپلسري غچ اخیستنو او د بندیانو د شکنجې په تورونو تورنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي او ورک شوي دي، هغه کسان چې د داعش سره د یوځای کیدو په تور تورن وو پرته له محاکمې څخه وژل شوي او ځینې سیاسي بندیان په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي د ډلې د ظلمونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی، له دې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي ،، چې «نظام له ظلم سره دوام نه کوي.»
عبدالحکیم حقاني پخپله د هاګ په نړیواله جنایي محکمه کې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور مطلوب دی.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون غړی احمدالله وثیق وايي، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري بېرته خپل هېواد ته راستون شي. هغه شمشاد ته تلویزون ته ویلي:« اشرف غني د نورو افغانانو په څېر په خپل هېواد کې د اوسېدو حق لري»
احمدالله وثیق د شنبې په ورځ، له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: «دا له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون پالیسي ده چې هر افغان حق لري بېرته کور ته راستون شي او په دې هېواد کې د یوه افغان په توګه ژوند وکړي. دا د دوی وطن دی او دا د دوی حق دی.»
اشرف غني د اګست په ۱۵مه، ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه ووت، د افغانستان حکومت سقوط وکړ او طالبانو د دوهم ځل لپاره واک ترلاسه کړ.
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له افغانستان نه ووت، چې ورسره سم د پخواني حکومت نظام سقوط وکړ او طالبانو د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ. ښاغلی غني چې اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په وار وار د افغانستان پر وضعیت تبصرې کړې او د طالبانو پر ځینو پالیسیو یې نیوکې کړې دي. نوموړي تېر کال د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د ملي خبرو اترو غوښتنه وکړه او ویې ویل، که چېرې خلک وغواړي، دی چمتو دی چې د دغه کړکېچ په هواري کې رول ولوبوي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو لپاره یې یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړ. که څه هم یو شمېر پخواني چارواکي د دغه کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستانه شوي، خو مشهورو سیاسي مشرانو، د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو او ټولنیزو فعالانو تر اوسه د طالبانو دغه بلنه نه ده منلې.
د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو ویلي، چې نن د شنبې په ورځ د هلمند د علماوو شورا د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دوزیرملا عبدالحد فضلي له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د دغه غصب په اړه راپور خپور کړ.
د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه، د غويي پر ۲۶مه د دغه ولایت د علماو شورا د دغه ولایت والي او امنیه قوماندان ته په رسمي ډول مکتوب لېږلی او غوښتنه یې کړې چې د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې د کرنې ریاست نمرو او امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د شنې ساحې د غصب مخه ونیسي. یادې شورا ټینګار کړی چې په دغه سیمه کې باید هر څه د ښاروالۍ د نقشې له مخې اباد شي.
یوه ځايي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« نن سهار یو ځل بیا د مخابراتو وزیر اړوند کسانو له شنې سیمې څخه دیوال جوړولو رغنیز چارې پیل کړې خو وروسته پسې د علماو شورا ځیني غړو په راتلو سره ددې رغنیزو چارو مخه و نیول شوه».
د ځايي اوسېدونکي په وینا که څه هم د دیوال د جوړېدو رغنیزې چارې درېدلي خو پخواني جوړ شوي نیمه دیوالونه او وسایط لا هم په سیمه کې لیدل کېږي.
هغه تازه ویډيو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښکاري چې رغنیزې چارې ولاړې دي او څوک نه لیدل کېږي.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو تېره جمعه، د غويي ۲۵مه ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.
ځايي اوسېدونکو د معلوماتو لهمخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.
طالبانو په رسمي ډول څه نه دی ویلي خو د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي، چې څه وارې وړاندې هم په دغه ځمکه رغنیزې چارې درېدلي خو بیا وروسته بېرته پیل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له مشرانو غواړي، چې هغه شنه سیمه یا هم سرک چې د ښاروالۍ په نقشه کې دی جوړ شي.
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د والي اسلامجار په مشرۍ د لوېدیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کړې. اسلامجار په ناسته کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د طالبانو د هرات د رسنیو دفتر نن د شنبې ورځ، د غويي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د والي اسلامجار په مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز والیانو، امینه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان د همغږۍ ناسته کړې. په یاده ناسته کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو، د غصب شوو ملکیتونو د بېرته راګرځولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، امنیت او د جنايي پېښو د کچې د راټیټولو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځ زون کې د طالب مسولینو په یاده ناسته کې د هرات والي اسلامجار د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو په عملي کېدو او په یاد زون کې د جنايي پېښو د کچې پر راټیټیدو ټینګار کړی دی.
تېره ورځ هم د شمال لوېدیځ زون طالب مسولینو د بلخ د والي یوسف وفا په مشرۍ د همغږۍ ناسته کړې وه.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، سیاسي او ټولنیز شنونکي وایي، د میلیونونو افغانانو وتل به نه یوازې ټولنیزې، بلکې د پاکستان پر اقتصادي او کرنیزو برخو هم ژور اغېز وکړي.
سیاسي شنونکي رفیع الله کاکړافغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د افغان کډوالو حضور په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو لامل شوی و.
د هغه په وینا، افغان کډوال هغه مهال پاکستان ته ولاړل چې افغانستان له جګړو او بېثباتۍ سره مخ و او میلیونونه کسان د کډوالۍ ژوند ته اړ شول.
کاکړ وایي: « په بلوچستان، په ځانګړي ډول کوټه ښار کې، د افغان کډوالو پراخ حضور د ځینو بلوڅ ملتپالو ډلو لپاره د اندېښنې موضوع ګرځېدلې وه، او په کراچۍ کې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو د افغانانو د نفوس د زیاتوالي پر وړاندې سیاسي دریځونه خپل کړي وو.»
هغه زیاتوي چې افغان کډوالو په بلوچستان کې د شاړو ځمکو په ابادولو او د کرنې په پراختیا کې مهم رول لوبولی، ځکه د ده په خبره افغانان د کرنې او سختو کارونو تجربه لري.
د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو له امله د پولې دواړو غاړو ته سوداګري هم پراخه شوه او په پاکستان کې د ارزانه کار ځواک د زیاتېدو له امله صنعتي او سوداګریزو برخو اقتصادي ګټه ترلاسه کړه.
رفیعالله کاکړ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه تر ډېره له امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د اسلاماباد له سیاسي اختلافاتو سره تړي.
هغه وایي، پاکستان هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو له لارې پر طالبانو سیاسي فشار زیات کړي، خو د ده په باور دا اقدام «غیرانساني» بڼه لري.
شنونکی خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پراخ ستنېدل به په ځانګړي ډول د بلوچستان پر کرنیز سکتور منفي اغېز وکړي، ځکه ډېرو کډوالو خپلې پانګې او شتمنۍ هم له ځان سره افغانستان ته انتقال کړې دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه له درې میلیونو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.