دغه ۲۳ مخیز راپور، چې د اروپايي ټولنې د شورا له لوري چمتو شوی او د غړو هېوادونو د حکومتونو استازیتوب کوي، وایي چې په اروپا کې د ترهګرۍ عمومي کچه «لوړه» پاتې ده، او د «اسلامي/جهادي ترهګرۍ» خطر تر ټولو مهمه اندېښنه ګڼل کېږي. دا ارزونه د اروپايي پولیس ادارې (یوروپول) له وروستي دریځ سره هم همغږي بلل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د ترهګرۍ ګواښ «حاد» بللی و.
راپور زیاتوي چې د ایران په اړه وروستي کړکېچونه د احتمالي نیابتي شبکو د فعالېدو او د «پټو وسلهوالو شبکو» له لارې په اروپا کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال اندېښنه زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د یهودي او مسلمانانو لویې ټولنې لري.
د افغانستان په تړاو، راپور د داعش خراسان څانګه د اروپا لپاره له اصلي بهرنیو ګواښونو څخه بولي او وایي چې دغه ډله لا هم فعاله ده او د انټرنېټ له لارې تبلیغات کوي، په ځانګړي ډول ځوانان هدف ګرځوي.
یاد سند همدارنګه د لندن وروستۍ چړې وهلو پېښې ته اشاره کوي، چې پکې دوه یهودي نارینه ټپیان شوي وو او برتانوي پولیسو هغه «ترهګریز برید» بللی و. دغه برید د یوې ډلې له لوري منل شوی چې د ایران پلوه اسلامي جریان سره تړاو لري.
راپور وایي چې د ترهګریزو ډلو جوړښتي بڼه بدله شوې، منظمې شبکې کمزورې شوې، خو د انفرادي کسانو له خوا د الهام پر بنسټ بریدونه لا هم شونتیا لري. د دغه ډول بریدونو لپاره اکثره ساده وسایل لکه چړې، سپکې وسلې، بدیل چاودېدونکي توکي او وسایط کارول کېږي.
یوه بله جدي اندېښنه د کم عمره کسانو جذب دی. راپور وایي چې ځینې وختونه تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان د انلاین پلیټفارمونو لکه ټیلیګرام او ټیک ټاک له لارې افراطي محتوا ته جذبېږي. په همدې تړاو وړاندیز شوی چې اروپايي ټولنه دې له دې شبکو وغواړي چې د خپلو الګوریتمونو د خپرېدو سرعت راکم کړي، څو ماشومان په اسانۍ افراطي محتوا ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د اوکراین د جګړې په اړه راپور وایي چې تر اوسه یې په اروپا کې د ترهګرۍ پر وضعیت مستقیم لوی اغېز نه دی کړی، خو خبرداری ورکوي چې له جګړې سیمې څخه د سپکو وسلو او چاودېدونکو توکو جریان کولی شي په منځمهاله او اوږدمهاله توګه جدي پایلې ولري.
همدارنګه اروپايي چارواکي اندېښنه لري چې د روسیې له جګړې راستنېدونکي پخواني جنګیالي ممکن اروپا ته داخل شي او په جرمي یا تاوتریخوالو فعالیتونو کې ښکېل شي. راپور اشاره کوي چې روسیې شاوخوا ۱۸۰ زره بندیان د اوکراین جګړې ته استولي او وړاندیز کېږي چې د دغو کسانو د شینګن زون د داخلېدو بندیز موضوع به په جون میاشت کې مطرح شي.