• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د پوځ مشر پاکستان ته سخت خبرداری؛ اسلام‌اباد دغه خبرداری «پاروونکې څرګندونې» بللي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د هند د پوځ مشر جنرال اوپیندر دوېویدي پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د ترهګرو ملاتړ او د هند پر ضد فعالیتونه ونه دروي، نو د نړیوالې جغرافیې برخه نه بلکې د تاریخ برخه به وګرځي. په مقابل کې د پاکستان پوځ دغه څرګندونې غندلي او «غیرمسولانه او پاروونکې» یې بللې دي.

د هند د پوځ مشر جنرال اوپیندر د ډیلي په «سینا سمواډ» غونډه کې ویلي، پاکستان باید د ترهګرو ډلو له ملاتړ او د هند پر ضد فعالیتونو لاس واخلي، کنه له جدي پایلو سره به مخ شي.

نوموړي ویلي: «که پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند پر ضد فعالیت وکړي، نو باید پرېکړه وکړي چې غواړي جغرافیه کې پاتې شي که تاریخ ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړې چې د هند پوځ به د هر هغه ګواښ پر وړاندې قاطع او سخت غبرګون وښيي چې د هېواد امنیت او ثبات ته خطر پېښوي.

دغه څرګندونې د « سندور عملیات» د لومړۍ کلیزې په مناسبت هم مطرح شوې دي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) د هند د پوځ د مشر څرګندونې غندلي او هغه یې «پاروونکې او غیرمسولانه» بللې دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي: «پاکستان یو اټومي ځواک دی او د جنوبي اسیا د جغرافیې نه بېلېدونکې برخه ده.»

اعلامیه زیاتوي چې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده چې د جګړې پر ځای د زغم او مسولیت ژبه وکارول شي، ځکه د تاوتریخوالي هر ډول زیاتوالی کولی شي خطرناکې پایلې ولري.

پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د جګړې پاروونکې څرګندونې د سیمې لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلی شي او دواړه اټومي ځواکونه باید د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

اروپا ته له افغانستان، ایران، او اوکراین جګړې څخه د ترهګریز ګواښ د زیاتېدو خبرداری

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱

د اروپايي ټولنې یو افشا شوی امنیتي ارزونې راپور خبرداری ورکوي چې ترهګري، تاوتریخوالی او افراطي ډلې لا هم د اروپا لپاره «جدي ګواښ» جوړوي، او د افغانستان، ایران او د اوکراین د جګړې له اغېزو سره د خطر کچه نوره هم لوړه شوې ده.

دغه ۲۳ مخیز راپور، چې د اروپايي ټولنې د شورا له لوري چمتو شوی او د غړو هېوادونو د حکومتونو استازیتوب کوي، وایي چې په اروپا کې د ترهګرۍ عمومي کچه «لوړه» پاتې ده، او د «اسلامي/جهادي ترهګرۍ» خطر تر ټولو مهمه اندېښنه ګڼل کېږي. دا ارزونه د اروپايي پولیس ادارې (یوروپول) له وروستي دریځ سره هم همغږي بلل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د ترهګرۍ ګواښ «حاد» بللی و.

راپور زیاتوي چې د ایران په اړه وروستي کړکېچونه د احتمالي نیابتي شبکو د فعالېدو او د «پټو وسله‌والو شبکو» له لارې په اروپا کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال اندېښنه زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د یهودي او مسلمانانو لویې ټولنې لري.

د افغانستان په تړاو، راپور د داعش خراسان څانګه د اروپا لپاره له اصلي بهرنیو ګواښونو څخه بولي او وایي چې دغه ډله لا هم فعاله ده او د انټرنېټ له لارې تبلیغات کوي، په ځانګړي ډول ځوانان هدف ګرځوي.

یاد سند همدارنګه د لندن وروستۍ چړې وهلو پېښې ته اشاره کوي، چې پکې دوه یهودي نارینه ټپیان شوي وو او برتانوي پولیسو هغه «ترهګریز برید» بللی و. دغه برید د یوې ډلې له لوري منل شوی چې د ایران پلوه اسلامي جریان سره تړاو لري.

راپور وایي چې د ترهګریزو ډلو جوړښتي بڼه بدله شوې، منظمې شبکې کمزورې شوې، خو د انفرادي کسانو له خوا د الهام پر بنسټ بریدونه لا هم شونتیا لري. د دغه ډول بریدونو لپاره اکثره ساده وسایل لکه چړې، سپکې وسلې، بدیل چاودېدونکي توکي او وسایط کارول کېږي.

یوه بله جدي اندېښنه د کم عمره کسانو جذب دی. راپور وایي چې ځینې وختونه تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان د انلاین پلیټفارمونو لکه ټیلیګرام او ټیک ټاک له لارې افراطي محتوا ته جذبېږي. په همدې تړاو وړاندیز شوی چې اروپايي ټولنه دې له دې شبکو وغواړي چې د خپلو الګوریتمونو د خپرېدو سرعت راکم کړي، څو ماشومان په اسانۍ افراطي محتوا ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د اوکراین د جګړې په اړه راپور وایي چې تر اوسه یې په اروپا کې د ترهګرۍ پر وضعیت مستقیم لوی اغېز نه دی کړی، خو خبرداری ورکوي چې له جګړې سیمې څخه د سپکو وسلو او چاودېدونکو توکو جریان کولی شي په منځمهاله او اوږدمهاله توګه جدي پایلې ولري.

همدارنګه اروپايي چارواکي اندېښنه لري چې د روسیې له جګړې راستنېدونکي پخواني جنګیالي ممکن اروپا ته داخل شي او په جرمي یا تاوتریخوالو فعالیتونو کې ښکېل شي. راپور اشاره کوي چې روسیې شاوخوا ۱۸۰ زره بندیان د اوکراین جګړې ته استولي او وړاندیز کېږي چې د دغو کسانو د شینګن زون د داخلېدو بندیز موضوع به په جون میاشت کې مطرح شي.

په مسکو کې د اوکراین ډرون بریدونه؛ لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د روسیې چارواکي وایي، د اوکراین له لوري د ډرون الوتکو په پراخو بریدونو کې د مسکو په شاوخوا سیمه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې روسي دفاع وزارت د سلګونو ډرونونو د ویشتلو ادعا هم کوي.

مسکو کې سیمه ییز والي اندري وروبیوف ویلي، په وروستیو بریدونو کې د پلازمېنې شمال ته په خیمکي ښار کې پر یوه کور د ډرون د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې، او د ژغورنې ډلې هڅه کوي د کنډوالو لاندې د یوه بل کس مړی راوباسي.

هغه زیاته کړې چې په میتیشچي ولسوالۍ کې د پوګورېلکي په کلي کې د دوو نارینه وو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

وروبیوف ویلي چې د دې بریدونو له امله یو شمېر لوړپوړي استوګنیز ودانۍ او زیربنايي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د شپې په بریدونو کې د پلازمېنې د تیلو د تصفیې فني تاسیساتو ته زیان نه دی اوښتی، خو درې کورونه تخریب شوي دي. د هغه په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲۰څخه زیات ډرونونه نسکور شوي دي.

بل لور ته، د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شپې او سهار ترمنځ ۵۵۶ اوکرایني ډرونونه ویشتل شوي، چې پکې د مسکو سیمه هم شامله ده.

روسي چارواکي دغه بریدونه د اوکراین له لوري د هوایي فشار د زیاتېدو هڅه بولي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

ملګري ملتونه: کانګو او یوګانډا کې د ایبولا خپرېدو نړیوال روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډي‌بوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم دا وضعیت تر اوسه د نړیوالې وبا یا پانډیمۍ معیار ته نه دی رسېدلی، خو د ناروغۍ د پراختیا، د مشکوکو مړینو د زیاتوالي او د روغتیايي نظامونو د کمزورۍ له امله یې بېړنی نړیوال حالت اعلان کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې د کانګو د ایتوري ولایت په بېلابېلو سیمو کې اته مثبتې پېښې، ۲۴۶ مشکوکې پېښې او ۸۰ مشکوکې مړینې ثبت شوې دي.

همداراز، د یوګانډا په پلازمېنه کامپالا کې هم له کانګو څخه د ورغلو دوو کسانو کې د ایبولا مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې یو تن مړ شوی دی. د کانګو په پلازمېنه کینشاسا کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ناروغۍ د حقیقي پراختیا په اړه لا هم بشپړ معلومات نه شته او ښايي د اخته کسانو شمېر تر اعلان شویو ارقامو لوړ وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ناامني، بشري بحران، د خلکو پراخ تګ راتګ او په اغېزمنو سیمو کې د غیررسمي روغتیايي مرکزونو شتون د ناروغۍ د لا پراخېدو ګواښ زیات کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کانګو او یوګانډا له حکومتونو مننه کړې چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره یې د بېړنیو اقداماتو ژمنه کړې او نړیوالې ټولنې ته یې د احتمالي ګواښونو په اړه معلومات شریک کړي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د «بونډي‌بوجیو» ویروس لپاره تر اوسه ځانګړی واکسین او یا تایید شوې درملنه نه شته، او همدې مسلې د ناروغۍ د مهار بهیر لا ستونزمن کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د ناروغانو د څار، قرنطین، د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب، لابراتواري ازموینو او عامه پوهاوي چارې پراخې کړي.

دغه سازمان همداراز سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې خپلې پولې نه تړي او پر سفرونو او سوداګرۍ دې محدودیتونه نه لګوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اقدامات علمي بنسټ نه لري او ښايي د ناروغۍ د کنټرول هڅې لا ستونزمنې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت دې د «غندنو» پر ځای د خلکو ژوند خوندي کړي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له «غندنو» تېر شي او عملي اقدامات وکړي، څو «وښيي چې د انسان ژوند او عامه ځایونه لا هم خوندي کېدای شي».

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان «وګړي د جبري لادرکۍ، هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو تر منځ راګیر دي».

یاد کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د بنو، باجوړ او لکي مروت وروستي خونړیو بریدونو ته په اشارې په یادو سیمو کې یې د وسله‌والو فعاليتونه او امنيتي وضعيت «ورځ تر بلې خرابېدونکی» بللی دی.

د اعلامیې له‌مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د ګوادر پوهنتون د مشرتابه او دوو نورو کارکوونکو د تښتونې ادعا، په داسې حال کې چې دوی له ګوادر څخه کوټې ته پر لاره وو، «د لویو لارو د امنیت ساتلو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د دولت پر وړتیاوو جدي پوښتنې راپورته کوي».

د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان په نوشکي کې د يوه استاد پر وژنې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، حکومت ته يادونه کړې، چې «کله ښوونکي او اکاډمیک کسان تښتول کېږي یا په ډزو وژل کېږي، پایلې یې له انفرادي تراژیدیو ډېرې پراخې وي».

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو لمن پراخه شوې او له امله یې د ځايي دولتي ځواکونو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ورسېد

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سیمه‌ييزو کړکېچونو د کمولو لپاره د اسلام‌اباد د هڅو په لړ کې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو ویلي، نقوي د خپل ایراني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ، تهران ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني لخوا هرکلی وشو.

د ایران رسنیو راپور ورکړ، چې دواړوسیالانو د تلپاتې سولې او وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. د یادې لیدني پرمهال د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستاني چارواکو «ریښتني» هڅې ستایلې دي او په ​​سیمه کې یې د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان رول مهم وباللی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به د خپل دوه ورځني سفر پرمهال په تهران کې د ایران له یو شمیر نورو چارواکو سره هم وګوري.