• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوهاټ کې پر یوه موټر چاودنې کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام د اورکزو سیمې سره په پوله د یادې ولسوالۍ مرایي پوستې سره نږدې پر یوه موټر چاودنه شوې ده. دوی ویلي، چې په چاودنه کې یوه دولتي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

پولیسو په وینا، د وژل شوي کس جسد او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په ژوبلو کسانو کې یو تن عامه وګړی هم شامل دی.
د ځایي پولیسو د معلوماتو له مخې، یاد موټر هغه وخت د چاودنې ښکار شو چې له اورکزو څخه کوهاټ ته په لار و.

سرچینې وایي، په چاودنه کې دولتي کارمندان په نښه شوي خو جزیات نه دي ورکړ‎ل شوي.

د چارواکو په خبره، د چاودنې د نوعیت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزي له عمران خان سره د لیدنې لپاره حکومت ته درې ورځنی ضرب الاجل وټاکه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د اپوزیسیون مشر او د تحریک تحفظ ایین پاکستان د اتحاد مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت دې له عمران خان سره د دوی د لیدنې نېټه په ډاګه کړي. نوموړي د عمران خان د درملنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې باید د کورنۍ په خوښه یې درملنه وشي.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي نن یکشنبه، د غويي پر ۲۷مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د پاکستان حکومت ته یې د عمران خان د وضعیت په تړاو درې ورځنی ضرب الاجل ټاکلی دی.

نوموړي ویلي چې حکومت باید د عمران خان د برخلیک او درملنې په اړه د دوی غوښتنو ته ژر تر ژره روښانه ځواب ووایي.

اڅکزي له حکومت څخه غوښتي چې په روښانه توګه اعلان وکړي چې له عمران خان سره به د لیدنې زمینه کله برابرېږي. د دې تر څنګ، هغه ټینګار کړی، چې د عمران خان درملنه باید د کورنۍ او د هغه په خپله خوښه په یوه روغتون کې وشي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر د دغه هېواد حکومت ته خبرداری ورکړی، چې دوی ته باید د درېیو ورځو په ترڅ کې د دې غوښتنو ځواب ورکړل شي.

هغه ګواښ کړی چې که چېرې حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي او ځواب ورنه کړي، نو د دوشنبې له ورځې به اسمبلۍ خپل فعالیت ونه شي کړای او د هر ډول پایلو مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د اپوزیسیون د مشر او د «تحریک تحفظ ایین پاکستان» په نوم د اپوزیسیون د تر ټولو لوی سیاسي ایتلاف د مشر په توګه کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې دا غوښتنې په نرمو ټکو کوي، خو حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د خوښې واده پر سر تاوتریخوالی؛ د سند په جیکب اباد کې کلی سوځول شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د سند ایالت د جیکب اباد ولسوالۍ په ټل سیمه کې د خوښې واده پر سر سخت تاوتریخوالی رامنځته شوی چې له امله یې د یو کلي د سوځولو او د کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د صدرا چنه او محمد حسن برړو ترمنځ د خوښې واده وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې وروسته د لور د کورنۍ له لوري پر مقابل کلي برید شوی او یو شمېر کورونو ته اور ورواچول شوی.

د راپورونو له مخې، د برړو قبیلې خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او ګڼ شمېر کورونه يي وسوځېدل.

صدرا چنه ویلي چې واده یې په قانوني توګه او د محکمې له لارې کړی، نه چا تښتولې او نه هم ورته د میړه لخوا کوم ګواښ شوی دی.

هغه زیاتوي چې پر هغې لګېدلي تورونه د کم عمرۍ ناسم ادعاوې دي او په خپله خوښه له کوره وتلې .

د سوځیدلي کلي د اوسیدونکو په وینا ، د دې پېښې له امله د ټول کلي وضعیت خراب شوی او له امنیتي ادارو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو د چنه قبیلې پر ۳۰ کسانو یې مقدمه ثبت کړې او ۵ تنه نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د نورو کسانو نیولو لپاره عملیات روان دي.
په ورته وخت کې د مینې دغه جوړه وایي چې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او د خونديتوب غوښتنه یې کړې ده

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د داخلي اختلافاتو راپورونه رد کړل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وایي، سره له هغو راپورونو چې د داخلي اختلافونو او مشرتابه د کړکېچ ادعاوې کوي، د ګوند ټول مشران او غړي د عمران خان تر شا کلک ولاړ دي.

د ګوند د معلوماتو سکرتر شېخ وقاص اکرام ویلي، د نظر اختلافونه د سیاسي بهیر طبیعي برخه ده او باید د وېش په معنا تعبیر نه شي. هغه زیاته کړې: «کله چې خبره عمران خان ته راځي، ټول یو موټی دي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې ځینو راپورونو کې د ګوند دننه د پرېکړو، احتجاجي تګلارو او پارلماني رول په اړه د اختلافونو یادونه شوې وه.

د پي ټي اې ځینو غړو ویلي چې ګوند د ګډې ستراتیژۍ په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دی او د پرېکړو بهیر روښانه نه دی، خو بل لوري بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا یوازې د ګوند پر ضد روان تبلیغاتي کمپاین دی.

شېخ وقاص اکرام ټینګار کړی چې پاکستان تحریک انصاف د عمران خان پر «ایډیالوژۍ» ولاړ ګوند دی او هېڅ ډول هڅه به یې د وېش لامل نه شي.

هغه ویلي: «هر څوک چې د عمران خان د کمزوري کولو هڅه کوي، ولس به یې هېڅکله ونه مني.»

د ګوند مشرتابه په ټینګار سره وایي چې ټول غړي د خپل بنسټ اېښودونکي تر لارښوونې لاندې یو موټی پاتې دي.

د انرژۍ د بیو لوړېدو پاکستان له ژور اقتصادي بحران سره مخ کړی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱

په پاکستان کې د انرژۍ د بیو له لوړېدو سره اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې شوې دي. د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د انرژۍ وارداتي لګښتونه په داسې ډول برابر کړي، څو بار یې پر خلکو او د برښنا پر سکټور ونه لوېږي، خو د نړیوالو بازارونو لوړو قیمتونو دا کار ستونزمن کړی دی.

پاکستان د خپلې برښنا شاوخوا یو پر پنځمه برخه له مایع طبیعي ګاز څخه تولیدوي، خو د ګازو د بیو زیاتوالي د برښنا بیې لوړې کړې او پرله‌پسې برښنا پرې کېدو سوداګرۍ او ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د پاکستان اوسېدونکي وایي، د خوراکي توکو، سون توکو او نورو اړتیاوو د بیو لوړېدو خلک له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړي او ګڼې کورنۍ د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته نه رسېږي.
بلخوا، حکومت د انرژۍ د سپما لپاره څلور ورځنۍ کاري اوونۍ اعلان کړې او دوکانونو ته یې ویلي چې د شپې تر اتو بجو وروسته وتړل شي.
خو اوس حکومت د اختر په رانږدې کیدو له امله یاد محدودیتونه را کم کړي

پاکستاني چارواکي وایي، د وارداتو د لګښتونو د زیاتوالي له امله اړ دي چې د خوراکي توکو او ټرانسپورټ بیې لوړې کړي، ځکه نړیوال مالي بنسټونه حکومت ته د اولس لپاره د‌ حکومتي مالي مرستې ورکولو اجازه نه ورکوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که روان وضعیت دوام وکړي او د اوړي په میاشتو کې د بریښنا اړتیا زیاته شي، نو د انرژۍ بیې به نورې هم لوړې او اقتصادي بحران به لا ژور شي.

بلوچستان کې وسله‌والو د پولیسو پر تاڼه او ګمرکي پوسته بریدونه کړي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱

د پاکستان دبلوچستان ایالتپه چاغي او پنجګور ولسوالیو کې وسله‌والو د امنیتي تاسیساتو پر ضد بریدونه کړي، چې له امله یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی دی. په دغه بریدونو کې د دوه کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې، د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین کې وسله‌والو کسانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې لارې تړلې او وروسته یې د ښار پر مرکزي پولیس تاڼه برید کړی دی.

سرچینې وایي، بریدګرو تاڼې ته اور اچولی او د ګډوډۍ پر مهال یو شمېر بندیان هم له زندانه تښتېدلي دي.

پولیسو ویلي، له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له وسله‌والو سره یې نښته کړې، چې وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی، خو د بریدګرو د نیولو لپاره د لټون عملیات دوام لري.

د روغتون سرچینو د ډزو له امله د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا، د پنجګور ولسوالۍ په یوه بله پېښه کې هم وسله‌والو کسانو د ګمرک پر یوې پوستې برید کړی او یو موټر یې سوځولی دی.

امنیتي چارواکي وایي، ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د برید د څرنګوالي او بریدګرو د هویت په اړه پلټنې روانې دي.

په بلوچستان کې دا تازه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امنیتي ځواکونو، دولتي تاسیساتو او ترانسپورټي لارو پر ضد د وسله‌والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.