بریتانیا په منځني ختیځ کې د نوي او ارزانه ډرون ضد وسلې د ځای پر ځای کولو خبر ورکړی

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې یې د ډرون ضد یوې نوې او کملګښته وسلې سیستم ځای پر ځای کړی دی.

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې یې د ډرون ضد یوې نوې او کملګښته وسلې سیستم ځای پر ځای کړی دی.
دغه سیستم، چې «ایپيکېډبلیواېس» نومېږي، پر ټایفون جنګي الوتکو نصبېږي او د لېزري هدفنیونې په وسیله غیرهدایت کېدونکي توغندي په دقیقو او ارزانه وسلو بدلوي، چې د ډرونونو او نورو ګواښونو د نسکورولو وړتیا لري.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، دا سیستم یې د پوځي صنایعو په چټکې همکارۍ یوازې په څو میاشتو کې د ازموینې له پړاو څخه د عملي کارونې مرحلې ته رسولی دی. د یاد وزارت په وینا، د دې اقدام له لارې به بریتانوي وګړي او سیمهییز شریکان د ډرون بریدونو پر وړاندې له لا زیات امنیت او ساتنې برخمن شي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډيبوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم دا وضعیت تر اوسه د نړیوالې وبا یا پانډیمۍ معیار ته نه دی رسېدلی، خو د ناروغۍ د پراختیا، د مشکوکو مړینو د زیاتوالي او د روغتیايي نظامونو د کمزورۍ له امله یې بېړنی نړیوال حالت اعلان کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې د کانګو د ایتوري ولایت په بېلابېلو سیمو کې اته مثبتې پېښې، ۲۴۶ مشکوکې پېښې او ۸۰ مشکوکې مړینې ثبت شوې دي.
همداراز، د یوګانډا په پلازمېنه کامپالا کې هم له کانګو څخه د ورغلو دوو کسانو کې د ایبولا مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې یو تن مړ شوی دی. د کانګو په پلازمېنه کینشاسا کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ناروغۍ د حقیقي پراختیا په اړه لا هم بشپړ معلومات نه شته او ښايي د اخته کسانو شمېر تر اعلان شویو ارقامو لوړ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ناامني، بشري بحران، د خلکو پراخ تګ راتګ او په اغېزمنو سیمو کې د غیررسمي روغتیايي مرکزونو شتون د ناروغۍ د لا پراخېدو ګواښ زیات کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کانګو او یوګانډا له حکومتونو مننه کړې چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره یې د بېړنیو اقداماتو ژمنه کړې او نړیوالې ټولنې ته یې د احتمالي ګواښونو په اړه معلومات شریک کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د «بونډيبوجیو» ویروس لپاره تر اوسه ځانګړی واکسین او یا تایید شوې درملنه نه شته، او همدې مسلې د ناروغۍ د مهار بهیر لا ستونزمن کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د ناروغانو د څار، قرنطین، د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب، لابراتواري ازموینو او عامه پوهاوي چارې پراخې کړي.
دغه سازمان همداراز سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې خپلې پولې نه تړي او پر سفرونو او سوداګرۍ دې محدودیتونه نه لګوي، ځکه د دوی په وینا دا ډول اقدامات علمي بنسټ نه لري او ښايي د ناروغۍ د کنټرول هڅې لا ستونزمنې کړي.
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له «غندنو» تېر شي او عملي اقدامات وکړي، څو «وښيي چې د انسان ژوند او عامه ځایونه لا هم خوندي کېدای شي».
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان «وګړي د جبري لادرکۍ، هدفي وژنو او وسلهوالو بریدونو تر منځ راګیر دي».
یاد کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د بنو، باجوړ او لکي مروت وروستي خونړیو بریدونو ته په اشارې په یادو سیمو کې یې د وسلهوالو فعاليتونه او امنيتي وضعيت «ورځ تر بلې خرابېدونکی» بللی دی.
د اعلامیې لهمخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د ګوادر پوهنتون د مشرتابه او دوو نورو کارکوونکو د تښتونې ادعا، په داسې حال کې چې دوی له ګوادر څخه کوټې ته پر لاره وو، «د لویو لارو د امنیت ساتلو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د دولت پر وړتیاوو جدي پوښتنې راپورته کوي».
د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان په نوشکي کې د يوه استاد پر وژنې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، حکومت ته يادونه کړې، چې «کله ښوونکي او اکاډمیک کسان تښتول کېږي یا په ډزو وژل کېږي، پایلې یې له انفرادي تراژیدیو ډېرې پراخې وي».
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو لمن پراخه شوې او له امله یې د ځايي دولتي ځواکونو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سیمهييزو کړکېچونو د کمولو لپاره د اسلاماباد د هڅو په لړ کې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی. ایراني رسنیو ویلي، نقوي د خپل ایراني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ، تهران ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني لخوا هرکلی وشو.
د ایران رسنیو راپور ورکړ، چې دواړوسیالانو د تلپاتې سولې او وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. د یادې لیدني پرمهال د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستاني چارواکو «ریښتني» هڅې ستایلې دي او په سیمه کې یې د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان رول مهم وباللی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به د خپل دوه ورځني سفر پرمهال په تهران کې د ایران له یو شمیر نورو چارواکو سره هم وګوري.
د ټایلنډ د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ویلي، چې په بنکاک کې د یوه باروړونکي رېل ګاډي او مساپر وړونکي بس د ټګر له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د ټایلنډ د ټرانسپورټ وزارت مرستیال سیریپونګ انګاک ساکولکیات خبریالانو ته ویلي، چې یاده پېښه نن د شنبې په ورځ، په بنکاک کې د ریل ګاډي د پټلۍ د تېریدو په ځای کې شوې او له ټکر سره سم په بس کې اور لګېدلی چې له امله یې شاوخوا نورو وسایطو ته هم زیان رسېدلی دی.
د پېښې یوه عینې شاهد رویټرز ته ویلي:« بس په سره اشاره کې بند پاتې و او د حرکت لاره یې نه لرله. نور موټر هم بند وو او مخکې نه شوای تللی. اور سمدستې ولګېد، که دا یوه عادي کاري ورځ وای، ښايي زیان به یې تر دې ډېر زیات و».
د ژغورنې دلو ویليو د اوبو د نلونو په واسطه یې اور مړ کړی او له ویجاړ شوي بس څخه یې ټپیان را اېستلي او روغتون ته لېږدولي
د روسیې دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په سیمه کې د دوو نویو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د روسیې دولتي اژانس د شنبې په ورځ، د غويي ۲۶مه راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو وکولای شول چې د اوکراین په ختیځ خارکیف سیمه کې د بورووا او کوتکیوکا په نومونو ستراتیژیک کلي د خپل کنټرول لاندې راولي.
د روسیې د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرمختګ د یادې سیمې په جبهو کې د روسي سترېرو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې په کرښو کې نښتې لا هم په شدخت سره روانې دي، خو اوکرایني چارواکو تر اوسه د دغو دوو کلیو د سقوط په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.