• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

طالبانو د ټاپي پروژې د عملي پرمختګ او چټکتیا ادعا کړې او وایي چې د افغانستان په خاوره کې د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې په مخته روانې دي. د طالبانو د کانونو وزارت په وینا، هدایت الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه پروژې د تجهیزاتو د لېږد او رغنیزو فعالیتونو ارزولي دي.

د یاد وزارت طالب ویاند همایون افغان ویلي، هدایت‌الله بدري د ترکمنستان د ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې او هلته یې د ټاپې پروژې اړوند د هرات برخې لپاره د نلونو او تخنیکي تجهیزاتو د انتقال بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه د ټاپي پروژې ۶۳کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخو د کار لپاره ۱۲۵کیلومتره مسیر هم پاک او چمتو شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د پروژې لپاره شاوخوا ۵۱کیلومتره نلونه د بهرنیو سرچینو له لارې د کار سیمې ته رسېدلي او د کار سرعت هم زیات شوی دی. د دوی په وینا، اوس هره ورځ نږدې ۵۰۰متره نوې نللیکه ویلډینګ کېږي.

ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي او دانرژۍ له پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د ترکمنستان د طبیعي ګازو لېږد افغانستان، پاکستان او هند ته دی. د دې پروژې د پرمختګ په اړه د طالبانو تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې یاده پروژه په تېرو کلونو کې د امنیتي او تخنیکي ننګونو له امله څو ځله ځنډېدلې وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ازبکستاني او چینايي پانګوالو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د ازبکستان او چین پانګوالو د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې یوه اسټرالیايي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بهرنیو پانګوالو د طالبانو له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو له امله هم «مننه» کړې ده.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین له پانګوالو سره په دې کتنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغوی له لېوالتیا هرکلی وکړ.

نوموړي همداراز یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سربېره به د کانونو د قانون او کړنلارې له‌مخې اړینې همکارۍ هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په داسې بڼه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اسټرالیایي انسټیټیوټ: افغانستان په بې‌سارې توګه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د راپور له مخې، افغانستان مهم او حیاتي کاني توکي د ارزښت د ځنځیر په تر ټولو ټیټه کچه صادروي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د پروسس، بیې ټاکلو او ستراتېژیک نفوذ واګی په لاس کې اخلي. په دې توګه هغه سرچینې چې کولی شول د افغانستان د ثبات او سوکالۍ بنسټ وګرځي، په داسې ډول مدیریت کېږي چې هېواد له دې فرصت څخه بې‌برخې کوي.

عبداللطیف منصور له اهل تشیع سره کتنه کې؛ زموږ نظام ټولو مذهبونو ته درناوی لري

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د اهل تشیع له استازو سره په کتنه کې ویلي، نظام یې ټولو مذاهبو ته درناوی لري. په داسې حال کې چې طالبان پر حنفي مذهب ټينګار لري او د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، دغه ډله هڅې کوي، چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره په کتنه کې وویل، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ادعا یې وکړه، چې ټول ولس يې په «خوشحالۍ» سره ملتیا کوي.

هغه زیاته کړه: «زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو په اړه راپورونه ورکړل شوي، چې خلک له خپلو مذهبونو اړوي او سني مذهب پرې مني.

د تېر کال د سلواغې په درېیمه افغانستان انټرنشنل د یوه سند پر بنسټ یې ویلي وو، چې په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی، چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که «سني مذهب» ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.

د مذهب تبديلي: طالبان اسماعیلي پیروان هڅوي چې سني شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د تېر کال د سلواغې په ۲۹مه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه نوي فرمان په ترڅ کې د مبلغانو، چې په افغانستان کې په تبلیغیانو مشهور دي، قانون توشیح کړ او حنفي مذهب او پر دیني مسایلو تسلط یې شرط ور ته اېښی دی.

د دغه فرمان په شپږمه ماده کې راغلي، چې مبلغ باید مسلمان او «حنفي مذهبه» وي. همدا راز د دغه فرمان په لسمه ماده کې ویل شوي، چې مبلغ باید دعوت له «حنفي مذهب» سره سم ترسره کړي. په ۱۷ ماده کې دا هم ویل شوي، چې مبلغان د «غیر حنفي» شخص د شته والي په صورت کې له دعوت څخه منع کیږي.

په ورته وخت کې طالبانو په تېر کوچني اختر کې هم د هېواد اهل تشیع ته په خپل مذهب کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخنیوی کړی وو.

د بشري حقونو بنسټونه: د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامه» دې سمدستي لغوه شي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامې» په اړه ژوره اندېښنه او اعتراض څرګند کړی او د دغه اصولنامې د سمدستي او بې‌قیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

دغو بنسټونو د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامه» د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د همغږي شوي تاوتریخوالي د دوام لپاره زمینه برابروي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا اصولنامه داسې لیدلوری څرګندوي چې د ټولنې د نیمایي برخې، یعنې ښځو، بنسټیز حقونه پکې له پامه غورځول شوي دي.

د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو د یادې اصولنامې هغه مادې چې د ښځو د واده او جلاوالي شرایط بیانوي، د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې بللې دي.

د دغو بنسټونو په وینا، په افغانستان کې سخت کورنی تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو هدفي، مرموز او ناموسي وژنې په اندېښمنوونکې توګه زیاتې شوې او په عملي ډول یې د عادي کېدو بڼه خپله کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې باید جبري ودونه ژر تر ژره ودرول شي، د تاوتریخوالي د عادي کېدو مخه ونیول شي او د هدفي وژنو عاملین له معافیت څخه برخمن نه شي.

دغو بنسټونو همداراز د ښځو او ماشومانو د انتخاب حق ته د درناوي غوښتنه کړې او له نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو، د ماشومانو ملاتړ صندوق او د افغانستان لپاره د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي یې غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د «غیرانساني قوانینو او پټووژنو» په اړه چوپ پاتې نه شي.

طالبانو تر اوسه د دغو بنسټونو د څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ناوړه چاپیریاليحالاتو اټکل د سبا لپاره(غویي ۲۸مه)د هېواد په ۲۳ولایتونو کې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندز، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، دایکندي او بامیان هغه ولایتونه دي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

د هوا پوهنې ریاست ویلي، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰تر ۳۰میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

همداراز په مرکزي، شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، سوېل ختیځو او ختیځو سیمو کې د دوړو او خاورې له طوفانونو سره د سختو بادونو د چلېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو بادونو چټکتیا به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰تر ۱۱۰کیلومتره په ساعت پورې وي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالبان وایي دوحه د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د سیمې د ثبات لپاره مهمې ګڼي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع په کابل کې د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. طالبان وایي، د قطر سفیر د طالبانو او پاکستان ښې اړیکې د سیمې د امنیت، اقتصاد او ثبات لپاره مهمې بللي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې د قطر سفیر د کابل او دوحې اړیکې «تاریخي او پیاوړې» بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي د خپل ماموریت پر مهال دغه اړیکې لا پراخې کړي.

د نوموړي په وینا، قطر په افغانستان کې د یو شمېر پراختیايي او مرستندویه پروژو عملي کول دوامدار ساتلي او هڅه کوي خپلې همکارۍ نورو برخو ته هم وغځوي.

د خپرپاڼې له مخې، د قطر سفیر همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د سیمې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره مهمې بللي او ویلي یې دي چې دوحه هڅه کوي د دواړو لوریو ترمنځ شته ستونزو ته «مناسب حل» وموندل شي.

بل‌خوا ملا عبدالواسع قطر د افغانستان لپاره «ورور هېواد» بللی او ویلي یې دي چې دوحې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول لوبولی دی.

هغه په بېلابېلو برخو کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې وبللې او د همکاریو د لا پراخېدو غوښتنه یې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس زیاته کړې چې طالبان غواړي له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د «متقابل احترام» او د افغانستان د ملي ګټو او شرعي اصولو پر بنسټ مثبتې اړیکې ولري.