ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که ښه وړاندیز ور نه کړئ نو سخت ګوزار به ووینئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرې ایران په خبرو اترو کې د امریکا لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو واشنګټن به د تهران پر وړاندې لا سخت اقدامات ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرې ایران په خبرو اترو کې د امریکا لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو واشنګټن به د تهران پر وړاندې لا سخت اقدامات ترسره کړي.
ټرمپ د اسراییلو له ۱۲م کانال سره په مرکه کې ویلي، چې لا هم باور لري ایران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لېوالتیا لري او تمه لري چې تهران به په راتلونکو ورځو کې نوی وړاندیز وړاندې کړي.
د راپور له مخې، ټرمپ د خبرو اترو لپاره د کوم وروستي ضربالاجل له ټاکلو ډډه کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د امریکا غوښتنې پوره نه شي، نو سخت پوځي اقدامات به په پام کې ونیول شي.
هغه ویلي: «موږ غواړو یوې هوکړې ته ورسېږو، خو ایرانیان اوس په هغه ځای کې نه دي چې موږ یې غواړو. هغوی باید هلته ورسېږي، که نه نو سخت ګوزار به وویني.»
ټرمپ همداراز خبرداری ورکړی: «که دوی له غوره وړاندیز سره را نه شي، موږ به هغوی تر هر هغه اقدام سخت په نښه کړو چې تر اوسه مو ترسره کړی دی.»
د راپور پر بنسټ، نوموړي دا هم ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې له بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې مثبتې وې او د خبرو ډېره برخه د ایران پر وړاندې د جګړې او سیمهییز وضعیت پر موضوع راڅرخېده.