د بشري حقونو بنسټونه: د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامه» دې سمدستي لغوه شي

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو د طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامې» په اړه ژوره اندېښنه او اعتراض څرګند کړی او د دغه اصولنامې د سمدستي او بېقیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
