د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې لهمخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ د لوړې کچې دوهاړخیزو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو، نړیوال امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چین هوکړه کړې، چې د امریکا د الوتکو جوړولو له ستر شرکت «بوینګ» څخه ۲۰۰ مسافر وړونکې الوتکې وپېري او امکان شته چې دغه شمېر ۷۵۰ الوتکو ته ورسېږي. سپینې ماڼۍ دا تړون د امریکايي تولیداتو او کارګرانو لپاره مهم اقتصادي پرمختګ بللی دی.
دواړو مشرانو د منځني ختیځ د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په وینا، واشنګټن او بېجينګ موافقه کړې، چې ایران باید د هُرمز تنګي کنټرول ترلاسه نهکړي، ځکه دغه سمندري لاره د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، دواړه هېوادونه د ګډې پانګونې د یوې ځانګړې ادارې یا بورډ پر جوړېدو هم بحث کوي، څو د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي همکاري نوره هم پراخه شي.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ټرمپ د خپل سفر په پای کې شي جینپینګ ته بلنه ورکړې، چې د روان کال په وروستیو کې واشنګټن ته سفر وکړي.
بلخوا، د امریکا حکومت وايي، چې د هېواد صنعتي تولیدات په تېرو څه باندې دولسو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او دا د امریکا د تولیدي سکټور د پیاوړتیا نښه ده.
د ولسمشر ټرمپ د اقتصادي سلاکارانو شورا هم ویلي، خصوصي بازارونو ته د تقاعدي سپما حسابونو د پانګونې پرانېستل کولی شي د امریکا اقتصاد ته شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره تزریق کړي.
سپینې ماڼۍ په یوې بلې برخه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د میندو د ملاتړ لپاره د «مومز ډاټ ګوف» په نوم نوې دولتي وېبپاڼه پرانېستې، څو میندې او امېندواره ښځې د روغتیا، مالي مرستو او کورنیو خدماتو معلوماتو ته اسانه لاسرسی ولري.
د امریکا ولسمشر همداراز د «پولیسو د یاد ورځې» او «د پولیسو اونۍ ۲۰۲۶» په مناسبت د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې او د قانون پلي کوونکو ادارو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د تاریخي شخصیتونو د درناوي لپاره په واشنګټن کې د «امریکايي اتلانو ملي بڼ» د جوړېدو اعلان هم کړی او د وسلهوالو ځواکونو د ورځې په مناسبت یې امریکايي پوځیانو ته د مننې ځانګړی پیغام هم استولی دی.