طالبان وايي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې درې وسلهوال غله وژلي

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد ویلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د وسلهوال مقامت پر مهال درې وسلهوال غله وژل شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد ویلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د وسلهوال مقامت پر مهال درې وسلهوال غله وژل شوي دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې درې تنو وسلهوالو غلو په ګرشک ولسوالۍ کې له یوې صرافۍ څخه د وسلو په زور پیسې غلا او دوه ملکي کسان یې هم ټپیان کړل.
نوموړړي ویلي، چې وروسته د طالبانو لهخوا د یادو غلو د نیولو پرمهال غلو وسلهوال مقاومت کړی او درې واړه وژل شوي دي.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا د شمال زون طالب چارواکو ته ویلي، چې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو اجازه چاته نه ور کوي. نوموړي ویلی:« که دا تبلیغات د منبر له لارې وي، د رسنیو له لارې او یا هم په عامو مجلسونو کې وي، سرغړوونکي دې نظامي محکمې ته معرفي شي.»
د طالبانو د بلخ ولایت د والي ویاند وايي، والي یوسف وفا د شمال زون د بېلابېلو لوړپوړو امنیتي او اداري مسوولانو په ګډه ناسته کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د منفي تبلیغاتو پر مخنیوي او د موجودو ستونزو د حل پر میکانیزمونو ټینګار کړی دی.
دغه ناسته، چې د طالبانو د شمال زون د ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ارکان رییس او د استخباراتو د ریاستونو د مسوولینو په ګډون شوې، د امنیتي او اداري همغږۍ د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې وه.
یوسف وفا ویلي چې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي او هره موضوع باید د رسمي ادارو له لارې حل شي. د هغه په وینا، که کوم وګړی یا مراجعه کوونکی له کومې ادارې سره ستونزه ولري، باید لومړی همغې اړوندې ادارې ته مراجعه وکړي او خپله موضوع مستقیمه له مسوولانو سره شریکه کړي.
هغه زیاته کړې چې که ستونزه په ټیټه کچه حل نه شي، د بلخ ولایت مقام دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او خلک کولی شي خپل مسایل مستقیم له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.
د بلخ والي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ته نږدې څېره ګڼل کېږي، همدارنګه ویلي چې د هغه په وینا د پخواني نظام د دورې ځینې قوانین لغوه اعلان شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې که په کومه اداره کې نوي قوانین نه وي ، اړوند مسوولان باید له لوړو ادارو څخه رسمي لارښوونې وغواړي او که په دې برخه کې ناغېړي وشي، مسوولان به نظامي محکمې ته معرفي شي.
په دې غونډه کې یوسف وفا د دیني عالمانو یوې پخوانۍ فتوا ته هم اشاره کړې، چې پکې ویل شوي وو د جهاد په نوم له هېواده بهر نورو هېوادونو ته تلل او له نورو ډلو سره یوځای کېدل د شرعي امیر له اجازې پرته جواز نه لري. هغه ویلي، هر ډول مالي یا عملي فعالیت چې له دې چوکاټ څخه بهر وي، د اصلاحي نظامي کمېسیون له لارې به وڅارل شي او سرغړوونکي به ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د بلخ ولایت مقام د شمال زون په کچه د ورته غونډو شمېر زیات کړی او د ادارې د انضباط، همغږۍ او کنټرول په اړه یې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په ترکمنستان کې د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر سره د لیدني پرمهال د برېښنايي همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې کړې او وايي د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالحق عمري د ترکمنستان د انرژۍ وزیر اننه ګیلدي سپروف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي همکارانو پراختیا او له ترکمنستان څخه افغانستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي، تمه کېږي چې د یادې پروژې چارې به د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړې شي.
پر همدغه مهال طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به په نورمال ډول برېښنا دوام ولري او زیاته کړې یې ده، چې د برېښنا د نویو طرحو شریکولو په موخه به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
طالبانو ویلي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد د افغانستان د انرژۍ یو له سترو پروژو څخه ده، چې له ترکمنستان څخه تر کابل پورې د نږدې زر مېګاواټه برېښنا د لېږد فرصت برابروي.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې ددغه وزارت وزیر شیراحمد حقاني په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو په تړاو د خپل وزارت د نویو پروګرامونو په اړه غږېدلی. حقاني د ځوانانو د ودې په برخه کې د دوستو هېوادونو همکاري مهمه بللې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د غويي پر ۲۷مه وویل، چې د دغه وزارت وزیر شیر احمد حقاني په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي دي.
شیر احمد حقاني په دې کتنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو یادونه کړې ده.
هغه دغه راز ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید فرهنګي اړیکې لا پسې پیاوړې شي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، حقاني د قطر سفیر ته ویلي چې د دوی وزارت د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه په پلان کې لري. د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړې، چې د دې پروګرامونو د پلي کولو او د ځوانانو د ودې لپاره د قطر په څېر د دوستو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.
خبرپاڼه په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي له قوله وايي، چې نوموړي په فرهنګي او نورو بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې پر ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي. د یادې ډلې د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې پر قالب شوې بورې او زیتون غوړیو تر ۱۰ سلنې ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.
د طالبانو مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت د وزیر ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې د کورنيو تولیداتو د ملاتړ، کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو سره د زیتون غوړیو او بورې تعرفه لوړه شوې ده.
همدارنګه د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې قالب شوې بوره«قند خشتي» چې پخوانۍ ګمرکي تعرفه یې ۳،۵ سلنه وه، نوې ګمرکي تعرفه یې ۱۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د طالبانو د تعرې کمېټې د پریکړې لهمخې، د چیني ناشکن لوښو مخکینۍ تعرفه چې ۱۰ سلنه وه ۸ سلنې ته او د مېوې شیره چې ۶۰ سلنه وه اوسنۍ ګمرکي تعرفه یې ۲۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تعرفې کمېټې د اوسپنې خامو موادو، د کاغذ د خامو موادو، اوسپنیزو جالیو، طبي وسایلو او نورو تعرفو د یو شان والي پرېکړه کړې ده.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان سړک د لومړنیو چارو پر بشپړېدو خوښي ښودلې او د ځمکې له لارې د افغانستان او چین نښلېدل یې مهم ګڼلي دي.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یکشنې په ورځ وویل، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د چین له سفیر ژاو شینګ سره د افغانستان او چین د اتصال، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، د چین سفیر په دې ناسته کې ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د بیلابیلو زیربنایي پروژو تجربه لري او چمتو دی له طالبانو سره په همغږۍ د همکاریو لړۍ پراخه کړي.
د دغو همکاریو تمرکز، د اعلامیې له مخې، پر سړکونو، انرژۍ او د محلي پراختیا پر پروژو راڅرخي.
دغه لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمهییزو ترانزیټي دهلیزونو برخه وګرځوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکني اتصال پروژې پراخې کړي.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خبرو کې ویلي چې افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکنیو لارو له لارې نښلول شوی، خو چین تر دې وروستیو پورې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نه لرله. هغه زیاته کړې چې د واخان دهلېز د سړک د لومړنیو کارونو په بشپړېدو سره اوس دا تخنیکي خنډ تر ډېره رفع شوی او د لارې د بشپړولو چارې لا هم روانې دي.
واخان دهلېز، چې د بدخشان د واورینو غرونو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د اوږدې مودې لپاره د محدود تګراتګ لاره بلل کېده، د افغانستان او چین ترمنځ یوازینی مستقیمه ځمکنۍ پوله ګڼل کېږي. د دې لارې پرانیستل له کلونو راهیسې د سیمهییزو اقتصادي پلانونو او جیوپولیټیکو بحثونو یوه برخه پاتې شوې ده.
منصور له چین څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو پراختیایي پروژو په عملي کولو کې خپله ونډه زیاته کړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د ده په وینا لا هم د زیربناوو له جدي کمښت سره مخ دي. هغه ټینګار کړی چې د پراختیایي پانګونو تمرکز باید له لویو ښارونو بهر، هغو ولایتونو ته واوړي چې اقتصادي محرومیت پکې زیات دی.
چین تر دې مهاله په رسمي ډول په افغانستان کې د واخان دهلېز د سړک د بشپړې نښلونې په اړه تفصیلي دریځ نه دی روښانه کړی. بیجینګ په عمومي ډول په افغانستان کې د امنیت، ثبات او اقتصادي فرصتونو د پراختیا ملاتړ کړی، خو د لویو ترانزیټي پروژو په اړه یې ډېر وخت احتیاطی او تدریجي چلند غوره کړی دی.
په همدې حال کې، د طالبانو د وزارت په اعلامیه کې د چین د سفیر له خوا د واخان د بشپړې نښلونې د عملي ژمنې یا مهالوېش په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې شوي او دا هم نه ده روښانه شوې چې دواړه لوري به د دغه دهلېز د اقتصادي کارونې لپاره کوم تخنیکي یا مالي میکانیزمونه رامنځته کړي.