د خوښې واده پر سر تاوتریخوالی؛ د سند په جیکب اباد کې کلی سوځول شوی

د پاکستان د سند ایالت د جیکب اباد ولسوالۍ په ټل سیمه کې د خوښې واده پر سر سخت تاوتریخوالی رامنځته شوی چې له امله یې د یو کلي د سوځولو او د کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د سند ایالت د جیکب اباد ولسوالۍ په ټل سیمه کې د خوښې واده پر سر سخت تاوتریخوالی رامنځته شوی چې له امله یې د یو کلي د سوځولو او د کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي، د صدرا چنه او محمد حسن برړو ترمنځ د خوښې واده وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې وروسته د لور د کورنۍ له لوري پر مقابل کلي برید شوی او یو شمېر کورونو ته اور ورواچول شوی.
د راپورونو له مخې، د برړو قبیلې خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او ګڼ شمېر کورونه يي وسوځېدل.
صدرا چنه ویلي چې واده یې په قانوني توګه او د محکمې له لارې کړی، نه چا تښتولې او نه هم ورته د میړه لخوا کوم ګواښ شوی دی.
هغه زیاتوي چې پر هغې لګېدلي تورونه د کم عمرۍ ناسم ادعاوې دي او په خپله خوښه له کوره وتلې .
د سوځیدلي کلي د اوسیدونکو په وینا ، د دې پېښې له امله د ټول کلي وضعیت خراب شوی او له امنیتي ادارو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو د چنه قبیلې پر ۳۰ کسانو یې مقدمه ثبت کړې او ۵ تنه نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د نورو کسانو نیولو لپاره عملیات روان دي.
په ورته وخت کې د مینې دغه جوړه وایي چې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او د خونديتوب غوښتنه یې کړې ده