د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یکشنې په ورځ وویل، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د چین له سفیر ژاو شینګ سره د افغانستان او چین د اتصال، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، د چین سفیر په دې ناسته کې ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د بیلابیلو زیربنایي پروژو تجربه لري او چمتو دی له طالبانو سره په همغږۍ د همکاریو لړۍ پراخه کړي.
د دغو همکاریو تمرکز، د اعلامیې له مخې، پر سړکونو، انرژۍ او د محلي پراختیا پر پروژو راڅرخي.
دغه لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمهییزو ترانزیټي دهلیزونو برخه وګرځوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکني اتصال پروژې پراخې کړي.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خبرو کې ویلي چې افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکنیو لارو له لارې نښلول شوی، خو چین تر دې وروستیو پورې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نه لرله. هغه زیاته کړې چې د واخان دهلېز د سړک د لومړنیو کارونو په بشپړېدو سره اوس دا تخنیکي خنډ تر ډېره رفع شوی او د لارې د بشپړولو چارې لا هم روانې دي.
واخان دهلېز، چې د بدخشان د واورینو غرونو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د اوږدې مودې لپاره د محدود تګراتګ لاره بلل کېده، د افغانستان او چین ترمنځ یوازینی مستقیمه ځمکنۍ پوله ګڼل کېږي. د دې لارې پرانیستل له کلونو راهیسې د سیمهییزو اقتصادي پلانونو او جیوپولیټیکو بحثونو یوه برخه پاتې شوې ده.
منصور له چین څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو پراختیایي پروژو په عملي کولو کې خپله ونډه زیاته کړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د ده په وینا لا هم د زیربناوو له جدي کمښت سره مخ دي. هغه ټینګار کړی چې د پراختیایي پانګونو تمرکز باید له لویو ښارونو بهر، هغو ولایتونو ته واوړي چې اقتصادي محرومیت پکې زیات دی.
چین تر دې مهاله په رسمي ډول په افغانستان کې د واخان دهلېز د سړک د بشپړې نښلونې په اړه تفصیلي دریځ نه دی روښانه کړی. بیجینګ په عمومي ډول په افغانستان کې د امنیت، ثبات او اقتصادي فرصتونو د پراختیا ملاتړ کړی، خو د لویو ترانزیټي پروژو په اړه یې ډېر وخت احتیاطی او تدریجي چلند غوره کړی دی.
په همدې حال کې، د طالبانو د وزارت په اعلامیه کې د چین د سفیر له خوا د واخان د بشپړې نښلونې د عملي ژمنې یا مهالوېش په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې شوي او دا هم نه ده روښانه شوې چې دواړه لوري به د دغه دهلېز د اقتصادي کارونې لپاره کوم تخنیکي یا مالي میکانیزمونه رامنځته کړي.