• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ناوړه چاپیریاليحالاتو اټکل د سبا لپاره(غویي ۲۸مه)د هېواد په ۲۳ولایتونو کې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندز، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، دایکندي او بامیان هغه ولایتونه دي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

د هوا پوهنې ریاست ویلي، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰تر ۳۰میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

همداراز په مرکزي، شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، سوېل ختیځو او ختیځو سیمو کې د دوړو او خاورې له طوفانونو سره د سختو بادونو د چلېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو بادونو چټکتیا به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰تر ۱۱۰کیلومتره په ساعت پورې وي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي دوحه د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د سیمې د ثبات لپاره مهمې ګڼي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع په کابل کې د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. طالبان وایي، د قطر سفیر د طالبانو او پاکستان ښې اړیکې د سیمې د امنیت، اقتصاد او ثبات لپاره مهمې بللي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې د قطر سفیر د کابل او دوحې اړیکې «تاریخي او پیاوړې» بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي د خپل ماموریت پر مهال دغه اړیکې لا پراخې کړي.

د نوموړي په وینا، قطر په افغانستان کې د یو شمېر پراختیايي او مرستندویه پروژو عملي کول دوامدار ساتلي او هڅه کوي خپلې همکارۍ نورو برخو ته هم وغځوي.

د خپرپاڼې له مخې، د قطر سفیر همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د سیمې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره مهمې بللي او ویلي یې دي چې دوحه هڅه کوي د دواړو لوریو ترمنځ شته ستونزو ته «مناسب حل» وموندل شي.

بل‌خوا ملا عبدالواسع قطر د افغانستان لپاره «ورور هېواد» بللی او ویلي یې دي چې دوحې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول لوبولی دی.

هغه په بېلابېلو برخو کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې وبللې او د همکاریو د لا پراخېدو غوښتنه یې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس زیاته کړې چې طالبان غواړي له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د «متقابل احترام» او د افغانستان د ملي ګټو او شرعي اصولو پر بنسټ مثبتې اړیکې ولري.

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د دفاع وزارت یو مکتوب رسېدلی، چې د ملایعقوب په وړاندیز ددې ډلې رییس الوزرا ملاحسن اخوند د خپلو ځانګړو ځواکونو فرقې د قوماندانۍ منسوبینو ته ۷ زره افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی دی. ملایعقوب ویلي، چې ددې ځواکونو کار ډېر او امتیازات کم دي.

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په دې وړاندیز کې لیکلي، چې د ځانګړو ځواکونو د فرقې قوماندانۍ د منسوبانو دندې د نورو امنیتي ځواکونو په پرتله توپیر لري او په بېړنیو حالاتو کې دوی ۲۴ ساعته تیارسۍ وي.

نوموړي ویلي، چې یاد ځواکونه له سختو، حساسو او پېچلو حالاتو سره مخ کېږي او همدراز ځینې وختونو کې د دښمن د ځپلو لپاره ولایتونو ته د عملیاتو لپاره لېږل کېږی.

د مکتوب په یوه برخه کې لیکل شوی:« ددې قوماندانۍ منسوبینو سختو تعلیمي تمریناتو ته په کتو سره امتیازات ډېر کم دي چې د جلب او جذب پر پروسه هم تر ډېرې اندازې منفي اغېز کولی شي.»

100%

ملایعقوب په دې مکتوب کې وړاندیز کړی، چې د یادو ځواکونو د تشویق او جسمي توانمندۍ لپاره په امتیازي ډول ۷ زره افغانۍ د اجرا حکم ورکړل شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن اخوند دا وړاندیز منلی دی او ویلي یې دي، چې ددې ډلې د دفاع وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال له بودجې څخه هر سرتېري ته اووه زره افغانۍ منظوروي.

د مکتوب له مخې دا وړاندیز شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې منظور شوی دی.

طالبانو لا تراوسه د خپلو ځانګړو ځواکونو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د روسیې د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، طالبان غواړي له روسیې سره د موټرو او کرنیزو محصولاتو د وارداتو هغه دود بیا پیل شي چې د شوروي اتحاد په وخت کې موجود و. په دې برخه کې له وړاندې د کاماز موټرو پر واردولو خبرې شوې دي.

د روسیې د لومړي وزیرمرستیال الکسي اوورچوک ویلي چې دا موضوع د «روسیه - اسلامي نړۍ: کازان فورم» په څنډه کې له طالب لوري سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

اوورچوک ویلي، د طالبانو استازو یادونه کړې چې دوی لا هم د شوروي د دورې هغه وسایط او تجهیزات په یاد لري چې افغانستان ته به واردېدل، په ځانګړي ډول باروړونکي موټر او ټرکونه او غواړي چې روسیه دا ډول عرضه بیا پیل کړي.

د روسي چارواکي په وینا، په دې خبرو کې یوازې د موټرو موضوع نه ده مطرح شوې، بلکې د پانګونې برخه کې د همکارۍ او د روسیې د تېلو د صادراتو په اړه هم بحث شوی دی.

هغه زیاته کړې چې طالبان د دې اړیکو د بیا پراخېدو لپاره جدي لېواله دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د طالبانو یو پلاوي په تاتارستان کې له روسي لوري سره پر دې خبرې هم کړې وې چې په افغانستان کې د کامازموټرو د تخنیکي خدمت مرکز جوړ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بار وړلو حجم زیات شي.

په شوروي دوره کې افغانستان ته د روسي موټرو او تجهیزاتو پراخه لړۍ صادره شوې، چې کاماز، ګاز، زیل او یاز ټرکونه پکې شامل وو او دا وسایط هم د ملکي او هم د پوځي کارونو لپاره کارېدل.

د راپورونو له مخې، د ۱۹۸۱ کال په ترڅ کې شوروي اتحاد افغانستان ته شاوخوا ۱۵۰۰ کاماز ټرکونه سپارلي وو.

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۴ GMT+۱

ازبکستاني چارواکو اعلان کړی چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. دغه ۵۹۳ کیلوګرامه چرس او درې کیلوګرامه تاریاک د یوه افغان په بار وړونکي موټر کې ازبکستان ته لېږدول کېدل.

د ازبکستان د دولتي امنیت خدمت ادارې (SGB) د یکشنبې په ورځ ویلي، دغه عملیات امنیتي ادارو، سرحدي ځواکونو او د ګمرک کمېټې په ګډه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، ټولټال ۵۹۳ کیلوګرامه چرس او درې کیلوګرامه تاریاک د یوه افغان په بار وړونکي موټر کې ازبکستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وایي، دا جوپه د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت په «ترمذاتو» سرحدي ګمرکي بندر کې د باروړونکي موټر د سکن پر مهال کشف شوې ده.

د راپور له مخې، په ټرېلر کې یو اېکسکېوېټر (کیندونکی ماشین) هم بار و او شکمن توکي یې په دغه ماشین کې پټ کړي وو.

د ازبکستان امنیتي ځواکونو د اندوسکوپ ځانګړي وسایل کارولي او د ماشین دننه یې نشه‌يي توکي موندلي دي.

ازبکستاني چارواکو ویلي چې د دې پېښې په تړاو د قاچاق او د نشه‌يي توکو د غیر قانوني لېږد او ساتنې په تور جنایي دوسیه پرانیستل شوې او د دې شبکې د نورو ښکېلو کسانو د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.

سرچینې: طالبانو په کندهار کې له څو میاشتو راهیسې پر کورونو نوري فایبر انټرنېټ قطع کړی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کندهار کې ځايي اوسېدونکو او د ځينو انټرنېټي شبکو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو پر استوګنیزو سیمو له څو میاشتو راهیسې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ قطع کړی دی. دوی زیاتوي چې له دولتي او سوداګریزو مراکزو پرته، نور خلک یوازې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي.

افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د کندهار ښار له هغو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي، چې له دې وړاندې یې په خپلو کورونو کې له نوري فایبر او د وای فای شرکتونو له انټرنېټ ګټه اخیسته.

دوی وایي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله په امر په ټول افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو او بېرته وصل کېدو وروسته یوازې د دوو ورځو لپاره په کورونو کې نوري فایبر او وایفای انټرنېټ هم فعال و خو وروسته بیا قطع شو.

یو ځايي اوسېدونکي وویل:« د نوري فایبر او وایفای نېټ له قطع کېدو وروسته مو له شرکت سره اړیکه وکړه خو د هغوي ځواب دا و چې دوی ته امر شوی چې له دې وروسته کورونو ته د نوري فایبر او وایفای انټرنېټ مه ورکوئ.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا، که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ ګټه اخلي، خو دا انټرنېټ هم له پخوا ډېر کمزوری شوی.

په ورته وخت کې په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ خدماتو وړاندې کولو شرکتونو ځینې مسوولان هم دا تاییدوي، چې دوی اوس د پخوا په څېر عامو کورونو ته انټرنېټ نه ور کوي او د طالبانو په امر قطع شوی دی.

تر اوسه پورې ددې راپور په اړه د طالبانو مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت او په افغانستان کې د انټرنېټي خدماتو تنظیم ادارې یا اترا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د مخابراتو وزارت له دې وړاندې د نوري فایبر د چارو ځنډېدو یا قطع کېدو په اړه رپوټونه رد کړي دي.

درې ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی و، چې دې ادارې د افغان ټیلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي».

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

هغه وخت د طالبانو سرچینو ویلي و، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.

د شرکتونو ځینې مسوولانو ویلي و، چې که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.