عبداللطیف منصور له اهل تشیع سره کتنه کې؛ زموږ نظام ټولو مذهبونو ته درناوی لري

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د اهل تشیع له استازو سره په کتنه کې ویلي، نظام یې ټولو مذاهبو ته درناوی لري. په داسې حال کې چې طالبان پر حنفي مذهب ټينګار لري او د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، دغه ډله هڅې کوي، چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.
