• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د افغانستان د څېړونکو شبکه: په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت له جدي بحران سره مخ دی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو، د ښځینه کارکوونکو د کمښت، د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو او د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله له جدي بحران سره مخ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې ښځې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له سختو ستونزو سره مخ دي. د کلینیکونو تړل کېدل، د ښځینه ډاکټرانو او قابله‌وو کمښت او اقتصادي فشارونه هغه عوامل بلل شوي چې د ښځو د درملنې بهیر یې لا پسې ستونزمن کړی دی.

راپور زیاتوي چې ډېری ښځې حتا نه شي کولی د نږدې روغتیايي مرکزونو د تګ راتګ لګښتونه برابر کړي، چې دا حالت د هغوی روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې وضعیت دوام د ښځو اړوند روغتیایي نظام راتلونکی له سخت ګواښ سره مخ کوي، ځکه د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو له امله د ښځینه ډاکټرانو، قابله‌وو او روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر هم درېدلی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال له پیله امریکا چې په ۲۰۲۴کال کې یې د افغانستان نږدې ۴۰سلنه مرستې برابرولې، خپلې مرستې ناڅاپي بندې کړې دي.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵کال د جولای په راپور کې ویل شوي چې د دغو کمو مرستو له امله ۴۲۲روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې تړل شوي دي.

د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي،چې یو شمېر نورو مرستندویه هېوادونو هم خپلې بودیجې کمې کړې دي، په داسې حال کې چې طالبانود دولتي عوایدو لویه برخه امنیتي ادارو ته ځانګړې کړې ده.

د راپور پر بنسټ، نړیوال بانک په خپل د مارچ ۲۰۲۶اقتصادي راپور کې ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو په ۲۰۲۵مالي کال کې شاوخوا ۴۸سلنه بودیجه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا برخه یوازې ۲.۶سلنه بودیجه لري.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو محدودیتونه پر سفرونو او د محرم شرط په ځینو سیمو کې د ښځو د روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نور هم ستونزمن کړی دی.

دویخبرداری ورکړی چې که د نجونو ښوونځي او د ښځو د روغتیايي زده‌کړو بهیر بېرته پیل نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت لا خرابېدو لور ته ولاړ شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د کتاب لوستنې اونۍ؛ په نورستان کې د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د نورستان د مرکز پارون په عامه کتابتون کې د کتاب لوستنې اونۍ په مناسبت د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین له دغې چارې موخه د مطالعې کلتور دودېدل او کتاب لوستنې ته د ځوانان هڅول بولي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر لقمان حکیمي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه درې ورځني نندارتون کې بېلابېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي، چې موخه یې د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي په ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي، څو ځوانان په اسانه توګه کتابونو او مطالعې ته لاسرسی ولري.

د نندارتون یو شمېر ګډونوالو د فرهنګي پروګرامونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل، دا ډول نندارتونونه کولی شي خلک کتاب لوستنې له ارزښت سره بلد او مطالعې ته لا ډېر وهڅوي.

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱
•
فضل عزیز

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښايي د افغان طالبانو پر وړاندې په پاکستان کې د ځينې مذهبي ډلو، علماوو او په عمومي ډول هغه نرمه رویه یا ملاتړ نور پاتې نه دی، کوم چې د ۹۰مې لسیزې او بیا په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو بیا ځلې واک ته د رسېدو پر مهال موجود و.

ځینې پر دې باور دي چې طالبان د پاکستان طرحه وه، او ځینې بیا وايي چې په پاکستان کې د مذهبي فکر لرونکو له خوا د طالبانو څخه لرېوالی یا مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو په زیان تمام شي.

خبریال فېض الله خان وايي، په کراچۍ کې د «جامعة الرشید» ادارې مشر «مفتي عبدالرحیم او د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر محمد اشرفي په اړه باید دا په یاد وساتل شي چې دوی تل د ریاستي تګلارې ملاتړ کړی دی».

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وویل: «کله چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، په پاکستان کې د دیوبندي مکتب بشپړ ملاتړ ورسره و. مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په ګډون یادو دیوبندي علماوو، دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک، د کراچۍ اشرف المدارس او جامعة الرشید هغه ادارې وې چې د طالبانو ستر پلویان وو».

د نوموړي په خبره، «مفتي عبدالرحیم به له ملاعمر او اسامه بن لادن سره لیدنې کولې، د خیرښېګڼې پر پروژو به یې کار کاوه او د طالبانو مرستې به یې کولې، خو په وروستیو کې چې د پاکستان تګلاره د طالبانو پر وړاندې بدله شوې، اړیکې یې ورسره خرابې شوې دي. اوس عبدالرحیم او طاهر اشرفي د پاکستان د تګلارې ملاتړ کوي».

خو هغه وویل، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي بیا پر دې باور دي چې له افغانستان سره د جګړې پر ځای دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان نااعلانه تګلاره دا وه چې: «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان».

هغه وویل، دغه تګلاره دوه اړخونه لري؛ یو ایډیالوژیک او بل جیو ستراتیژیک. «په ایډیالوژیک اړخ کې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو پرته بل ګوند، په ځانګړي ډول ملتپال ګوندونه، نه شي زغملی. پاکستان تل د مذهبي ډلو ملاتړ کړی دی».

نوموړي زیاته کړه: «وروسته جیو ستراتیژیک فکر رامنځته شو. له ۹۰مې لسیزې راهیسې اسلم بېګ ویلي وو چې مونږ په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره کار کړی دی. په هغه تګلاره کې افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه ګڼل کېده».

د عرفان اشرف په خبره، «دا ټول هغه څه وو چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه طرحه بشپړه شوه، او پاکستان د طالبانو واک ته رسېدل ونمانځل. دوی فکر کاوه چې اوس به په افغانستان کې هغه څه ترسره کېږي چې پاکستان یې غواړي».

«په فکري لحاظ طالبان د پاکستان د پوځ غځونه ده، او په جیو ستراتیژیک لحاظ دا د ستراتیژیک ژوروالي دوام دی».

هغه زیاته کړه: «د پاکستان علما د پوځ ملاتړې ډله ده، په نظرياتي ډول په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، خو په پاکستان کې د عملیاتو مخالفت کوي».

د عرفان اشرف په خبره، «طالبان تر هغې پرمختګ نه شي کولای، څو چې د پاکستان فکري بندیان وي.».

د پاکستان او افغانستان د چارو شنونکی خبریال طاهر خان بیا وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو پر مهال په پاکستان کې عام نظر د طالبانو په ګټه و، ځکه په پاکستان کې دا هيله مندي وه، چې په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول.

هغه وویل: «ښايي اوس هغه عام نظر بدل شوی وي، او علت یې تحریک طالبان پاکستان دی، ځکه پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي».

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې د علماوو له خوا د طالبانو مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو لپاره زیانمن تمام شي، ځکه مخکې به پاکستاني مذهبي کسانو د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس څوک دا خبره نه کوي».

خو نوموړی وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو ډېر اغېز پر عام افغان ولس پرېوځي. «اوس هم د جګړې فضا موجوده ده او دا یوه پېچلې مسله ده».

طالبانو په لوګر کې د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع کړل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له لوري د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع شول. دغې قومندانۍ د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول په ګوته کړي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن د پل علم ښار په کجۍ سیمه کې د درېیو کم عمره کسانو موټر سایکلونه درول شوي او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د عامه خوندیتوب په موخه دغه بهیر دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول دي.

د دغې قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له کورنیو غوښتي، چې خپلو کم عمره ماشومانو ته د موټر سایکل د چلولو اجازه ور نه‌کړي، څو د احتمالي پېښو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په لوګر کې د موټرسایکلونو په وسیله ټرافیکي پېښې ډېرې شوي دي.

طالبان: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

طالبانو د ټاپي پروژې د عملي پرمختګ او چټکتیا ادعا کړې او وایي چې د افغانستان په خاوره کې د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې په مخته روانې دي. د طالبانو د کانونو وزارت په وینا، هدایت الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه پروژې د تجهیزاتو د لېږد او رغنیزو فعالیتونو ارزولي دي.

د یاد وزارت طالب ویاند همایون افغان ویلي، هدایت‌الله بدري د ترکمنستان د ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې او هلته یې د ټاپې پروژې اړوند د هرات برخې لپاره د نلونو او تخنیکي تجهیزاتو د انتقال بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه د ټاپي پروژې ۶۳کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخو د کار لپاره ۱۲۵کیلومتره مسیر هم پاک او چمتو شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د پروژې لپاره شاوخوا ۵۱کیلومتره نلونه د بهرنیو سرچینو له لارې د کار سیمې ته رسېدلي او د کار سرعت هم زیات شوی دی. د دوی په وینا، اوس هره ورځ نږدې ۵۰۰متره نوې نللیکه ویلډینګ کېږي.

ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي او دانرژۍ له پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د ترکمنستان د طبیعي ګازو لېږد افغانستان، پاکستان او هند ته دی. د دې پروژې د پرمختګ په اړه د طالبانو تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې یاده پروژه په تېرو کلونو کې د امنیتي او تخنیکي ننګونو له امله څو ځله ځنډېدلې وه.

طالبان: ازبکستاني او چینايي پانګوالو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د ازبکستان او چین پانګوالو د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې یوه اسټرالیايي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بهرنیو پانګوالو د طالبانو له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو له امله هم «مننه» کړې ده.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین له پانګوالو سره په دې کتنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغوی له لېوالتیا هرکلی وکړ.

نوموړي همداراز یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سربېره به د کانونو د قانون او کړنلارې له‌مخې اړینې همکارۍ هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په داسې بڼه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اسټرالیایي انسټیټیوټ: افغانستان په بې‌سارې توګه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د راپور له مخې، افغانستان مهم او حیاتي کاني توکي د ارزښت د ځنځیر په تر ټولو ټیټه کچه صادروي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د پروسس، بیې ټاکلو او ستراتېژیک نفوذ واګی په لاس کې اخلي. په دې توګه هغه سرچینې چې کولی شول د افغانستان د ثبات او سوکالۍ بنسټ وګرځي، په داسې ډول مدیریت کېږي چې هېواد له دې فرصت څخه بې‌برخې کوي.