تر دې وړاندې د امریکا د کولمبیا پوهنتون یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې سالم عادتونه لکه ښه خوب، فزیکي فعالیت، سالم خواړه، د وزن کنټرول او له سګرټو ډډه کول د انسان د بیولوژیکي عمر په کم ساتلو کې مهم رول لري.
څېړنې ښودلې، چې د زړه ښه روغتیا لرونکي کسان د بیولوژیکي عمر له مخې تر نورو شاوخوا شپږ کاله ځوان وي. متخصصان وایي، بیولوژیکي عمر له هغه عمر سره توپیر لري چې د زېږېدو نېټه یې ټاکي. ښایي یو ۵۰ کلن کس د بدن او ذهن له پلوه د ۴۰ کلن په څېر فعال وي او برعکس هم امکان لري.
د څېړونکو په باور؛ سالم عادتونه، ارام ذهني وضعیت او فعال ژوند نه یوازې د ناروغیو ګواښ کموي؛ بلکې انسان ته د ځوانۍ احساس هم ورکوي. او وخت ناوخت له ورځني ستړي ژوند څخه څو ورځې تېښته ښايي د بدن لپاره تر هر ګران بیه کریم او ویټامین ډېره ګټه ولري. انسانان بیا لاهم فکر کوي، چې ځواني په ډبو کې پلورل کېږي.
د ویښتو تویېدل په افغانستان او نړۍ کې یوه ډېره عامه روغتیایي ستونزه ده چې د سړو سربېره په مېرمنو کې هم لیدل کیږي.
د پوستکي متخصصان وايي، دا ستونزه یوازې ظاهري نه ده، بلکې کله ناکله د بدن د داخلي حالت، هورمونونو او د ژوند د طرز له بدلونونو سره مستقیم تړاو لري.
ډاکټران زیاتوي چې د ویښتو د تویېدو تر ټولو عام لامل وراثت دی، یعنې که په کورنۍ کې د ویښتو کمېدل موجود وي، نو احتمال شته چې راتلونکی نسل هم ورسره مخ شي؛ خو یوازې وراثت نه دی، بلکې ذهني فشار، دوامداره اضطراب، د خوب کمښت او ناسم ژوند طرز هم د ویښتو د ریښو کمزوري کېدو سبب ګرځي.
همدارنګه د ویټامینونو کمښت، په ځانګړي ډول ویټامین D، B12، اوسپنه او پروټین د ویښتو د ودې لپاره مهم رول لري او د دې موادو کموالی د وېښتو د تویېدو سرعت زیاتوي.
له بلې خوا، ځینې هورموني بدلونونه لکه د تایرایډ غدې ستونزې یا د ښځو د حمل او زېږون وروسته بدلونونه هم د ویښتو په کمېدو کې مهم رول لري. متخصصان همدارنګه وايي چې ځینې درمل، د کیمیاوي موادو ډېر استعمال، د ویښتو رنګونه او سخت سټایلونه لکه ډېر ټینګ بافت یا کیمیاوي سټریټنینګ هم د ویښتو ریښې زیانمنوي.
د پوستکي متخصصان ټینګار کوي چې که د ویښتو تویېدل ناڅاپي زیات شي، یا په سر کې واضح تش ځایونه پیدا شي، یا دا حالت د درې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي، نو باید ژر تر ژره طبي مشوره واخیستل شي، ځکه چې ځینې وخت دا ستونزه د جدي داخلي ناروغیو نښه وي.
د مخنیوي لپاره ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک باید متوازن او مغذي غذا وخوري چې پکې پروټین، سبزيجات، میوې او ضروري ویټامینونه شامل وي.
همدارنګه کافي اوبه څښل، منظم خوب، د ذهني فشار کمول او فزیکي فعالیت د ویښتو په روغتیا مثبت اغېز لري. د مناسبه شامپو کارول او د کیمیاوي موادو له زیات استعمال څخه ډډه کول هم د ویښتو د ساتنې لپاره مهم بلل کېږي.
په ځینو حالتونو کې ډاکټران ځانګړي درمل، ویټامینونه یا طبی لوشنونه توصیه کوي او که ستونزه جدي وي نو د پرمختللې درملنې لکه د ویښتو د کرلو طبي طریقې هم شته.
په عمومي ډول، د ویښتو تویېدل که څه هم عامه ستونزه ده، خو په وخت تشخیص، د ژوند صحي طرز او مناسبې درملنې سره کنټرولېدای شي او د ویښتو د بیا ودې امکان هم شته.
ورځنۍ ساتنه او درملنه
د ویښتو د کمزورتیا او تویېدو لپاره په کور کې ځینې ساده او طبیعي لارې شته چې ډېر خلک ترې ګټه اخلي. تر ټولو مهمه طریقه د تېلو استعمال دی، لکه ناریال تېل، زیتون تېل یا کاستر تېل. په دې تېلو سره د سر پوستکی په نرم ډول مساج کول د وینې جریان زیاتوي او د ویښتو ریښې قوي کوي. ښه دا ده چې تېل لږ ساعت یا د شپې لپاره پرېښودل شي او بیا په نرمې شامپو ووینځل شي.
دویم مهم ټکی صحي او متوازن غذا ده، ځکه ویښتان د بدن له داخلي تغذیې سره مستقیم تړاو لري. هګۍ، شنې سبزي، مغز لرونکي خواړه لکه بادام، اخروټ او حبوبات د وېښتو د قوي کېدو لپاره ډېر مهم دي.
درېیم، د وېښتو سمه پاملرنه او د ذهني فشار کمول هم ډېر مهم دي. باید له ډېر ګرمې اوبو، کیمیاوي موادو او سختو سټایلونو څخه ډډه وشي. همدارنګه منظم خوب، سپورټ او ارامه ژوند د ویښتو په روغتیا مثبت اغېز لري. که بیا هم ستونزه دوام وکړي یا تش ځایونه جوړ شي، نو د پوستکي متخصص ته مراجعه ضروري ده.