• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر مسکو د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱

سیمه‌ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اوکراین په تېر یوه کال کې پر مسکو د بې‌پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی. په دغه برید کې په مسکو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او یو بل له اوکراین سره پر پوله وژل شوی دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له‌مخې، یاد بریدونه تېره شپه شوي دي او دا په تېر یوه کال کې پر مسکو د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو تر ټولو ستر برید بلل شوی دی.

پر همدغه مهال د روسیې د دفاع وزارت تایید کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په روسیه کې تر ۱۰۰۰ ډېر اوکرایني ډرون راغورځولي دي، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د تېرې جمعې په ورځ د جګړې له پیل راهیسې پر کییف د روسیې د تر ټولو درنو ډرون او توغندیزو بریدونو د غچ اخېستلو ژمنه کړې وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ او د سویلي کوریا ولسمشر د امریکا او چین د سرمشریزې پر پایلو غږېدلي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ له خپل امریکایې سیال ډونالډ ټرمپ سره د یکشنبې په ورځ ټلیفوني خبرې کړې او د امریکا او چین ترمنځ د وروستۍ غونډې پر پایلو غږیدلي دي.

د راپور له مخې د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د خپلې لیدنې د پایلو په اړه لي جې میونګ ته معلومات ورکړي، چې د امریکا او چین اړیکې، اقتصادي او سوداګریز تړونونه، د کوریا ټاپووزمې وضعیت او د منځني ختیځ حالات پکې شامل وو.

د راپور له مخې، د سویلي کوریا ولسمشر ویلي چې د ټرمپ او شي جین پینګ خبرې د کوریا ټاپووزمې د مسالو په تړاو رغنده وې.

سپینې ماڼۍ ته نږدې سرچینو ویلي، ټرمپ د سویلي کوریا ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن به له سیول سره په نږدې همکارۍ د کوریا ټاپووزمه کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بل لور ته، لي جې میونګ ویلي چې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو باثباته مدیریت به د سیمې او نړۍ د سولې او سوکالۍ لپاره مهم رول ولوبوي.

محسن نقوي له پزشکیان سره د تړلو دروازو ترشا د سولې د بیا پیل په تړاو لیدلي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران له ولسمشر سره د تړلو دروازو ترشا یونیم ساعته خصوصي لیدنه کړې او دواړو لوریو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د منځګړیتوب او د خبرو د‌ بیا پیلیدو په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره ورځ تهران ته ورسېد او د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني سره یې ولیدل.

د راپورونو له‌مخې، نقوي تېره ورځ د ایران په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د شاوخوا درې ساعتونو لپاره تم شوی او د دواړو هېوادونو او سیمې پر وضعیت یې خبرې کړې دي.

د ایران د ایسنا خبرې اژانس د راپور له‌مخې، محسن نقوي د ایران د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د ۹۰ دقیقه‌يي خصوصي لیدنه کړې ده.

په یاده لیدنه کې د پاکستان او ایران د دوه اړخیز اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې د منځګړیتوب د ماموریت، ترڅنګ د دوه اړخیزې لېوالتیا پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د نایجریا پر یوه پوځي مرکز په برید کې د پولیسو ۱۷ روزونکي وژل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د نایجریا په یوبه ایالت کې پر یوه پوځي مرکز د شکمنو اسلامي سختدریځو وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه د پولیسو ۱۷ روزونکي افسران وژل شوي دي. وسله والو له څو خواوو پر دغه پوځي مرکز همغږی ډله ییز برید کړی دی.

د نایجریا د پولیسو ویاند ویلي، دغه برید د جمعې په ورځ د بونۍ یادي په سیمه کې د نایجریا د پوځ د ځانګړو ځواکونو پر روزنیز مرکز شوی، چې پولیس افسران هم پکې روزل کېږي.

د ویاند په وینا، بریدګرو له څو لوریو همغږي بریدونه وکړل، چې له امله یې د روزنې په حال کې ۱۷ پولیس افسران ووژل شول.

هغه زیاته کړې چې یو شمېر سرتېري هم په دغه برید کې وژل شوي، خو د هغوی دقیق شمېر یې نه دی ورکړی.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې د همدې سیمې په یوه بله برخه، چاد جهیل حوزه کې، د داعش د نړیوالې شبکې دوهم لوړپوړی قوماندان ابو بلال المنوکي د امریکا او نایجریا په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.

ټرمپ د جمعې په ماښام په خپله ټولنیزه شبکه کې ویلي چې دا عملیات د هغه په مستقیم امر شوي او د هغه په وینا، د «تر ټولو فعال ترهګر» د له منځه وړلو لپاره «دقیق او پیچلی ماموریت» و.

هغه ویلي چې المنوکي هڅه کوله په افریقا کې ځان پټ کړي، خو د امریکا استخباراتي سرچینو د هغه د فعالیتونو په اړه معلومات برابر کړي وو.

د نایجریا ولسمشر تینوبو ویلي چې لومړني ارزونې ښيي المنوکي له خپلو څو نږدې همکارانو سره یو ځای د چاد جهیل حوزې په سیمه کې د هغه پر کمپ د برید پر مهال وژل شوی دی.

د هند د پوځ مشر پاکستان ته سخت خبرداری؛ اسلام‌اباد دغه خبرداری «پاروونکې څرګندونې» بللي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د هند د پوځ مشر جنرال اوپیندر دوېویدي پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د ترهګرو ملاتړ او د هند پر ضد فعالیتونه ونه دروي، نو د نړیوالې جغرافیې برخه نه بلکې د تاریخ برخه به وګرځي. په مقابل کې د پاکستان پوځ دغه څرګندونې غندلي او «غیرمسولانه او پاروونکې» یې بللې دي.

د هند د پوځ مشر جنرال اوپیندر د ډیلي په «سینا سمواډ» غونډه کې ویلي، پاکستان باید د ترهګرو ډلو له ملاتړ او د هند پر ضد فعالیتونو لاس واخلي، کنه له جدي پایلو سره به مخ شي.

نوموړي ویلي: «که پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند پر ضد فعالیت وکړي، نو باید پرېکړه وکړي چې غواړي جغرافیه کې پاتې شي که تاریخ ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړې چې د هند پوځ به د هر هغه ګواښ پر وړاندې قاطع او سخت غبرګون وښيي چې د هېواد امنیت او ثبات ته خطر پېښوي.

دغه څرګندونې د « سندور عملیات» د لومړۍ کلیزې په مناسبت هم مطرح شوې دي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) د هند د پوځ د مشر څرګندونې غندلي او هغه یې «پاروونکې او غیرمسولانه» بللې دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي: «پاکستان یو اټومي ځواک دی او د جنوبي اسیا د جغرافیې نه بېلېدونکې برخه ده.»

اعلامیه زیاتوي چې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده چې د جګړې پر ځای د زغم او مسولیت ژبه وکارول شي، ځکه د تاوتریخوالي هر ډول زیاتوالی کولی شي خطرناکې پایلې ولري.

پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د جګړې پاروونکې څرګندونې د سیمې لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلی شي او دواړه اټومي ځواکونه باید د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

اروپا ته له افغانستان، ایران، او اوکراین جګړې څخه د ترهګریز ګواښ د زیاتېدو خبرداری

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۱

د اروپايي ټولنې یو افشا شوی امنیتي ارزونې راپور خبرداری ورکوي چې ترهګري، تاوتریخوالی او افراطي ډلې لا هم د اروپا لپاره «جدي ګواښ» جوړوي، او د افغانستان، ایران او د اوکراین د جګړې له اغېزو سره د خطر کچه نوره هم لوړه شوې ده.

دغه ۲۳ مخیز راپور، چې د اروپايي ټولنې د شورا له لوري چمتو شوی او د غړو هېوادونو د حکومتونو استازیتوب کوي، وایي چې په اروپا کې د ترهګرۍ عمومي کچه «لوړه» پاتې ده، او د «اسلامي/جهادي ترهګرۍ» خطر تر ټولو مهمه اندېښنه ګڼل کېږي. دا ارزونه د اروپايي پولیس ادارې (یوروپول) له وروستي دریځ سره هم همغږي بلل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د ترهګرۍ ګواښ «حاد» بللی و.

راپور زیاتوي چې د ایران په اړه وروستي کړکېچونه د احتمالي نیابتي شبکو د فعالېدو او د «پټو وسله‌والو شبکو» له لارې په اروپا کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال اندېښنه زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د یهودي او مسلمانانو لویې ټولنې لري.

د افغانستان په تړاو، راپور د داعش خراسان څانګه د اروپا لپاره له اصلي بهرنیو ګواښونو څخه بولي او وایي چې دغه ډله لا هم فعاله ده او د انټرنېټ له لارې تبلیغات کوي، په ځانګړي ډول ځوانان هدف ګرځوي.

یاد سند همدارنګه د لندن وروستۍ چړې وهلو پېښې ته اشاره کوي، چې پکې دوه یهودي نارینه ټپیان شوي وو او برتانوي پولیسو هغه «ترهګریز برید» بللی و. دغه برید د یوې ډلې له لوري منل شوی چې د ایران پلوه اسلامي جریان سره تړاو لري.

راپور وایي چې د ترهګریزو ډلو جوړښتي بڼه بدله شوې، منظمې شبکې کمزورې شوې، خو د انفرادي کسانو له خوا د الهام پر بنسټ بریدونه لا هم شونتیا لري. د دغه ډول بریدونو لپاره اکثره ساده وسایل لکه چړې، سپکې وسلې، بدیل چاودېدونکي توکي او وسایط کارول کېږي.

یوه بله جدي اندېښنه د کم عمره کسانو جذب دی. راپور وایي چې ځینې وختونه تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان د انلاین پلیټفارمونو لکه ټیلیګرام او ټیک ټاک له لارې افراطي محتوا ته جذبېږي. په همدې تړاو وړاندیز شوی چې اروپايي ټولنه دې له دې شبکو وغواړي چې د خپلو الګوریتمونو د خپرېدو سرعت راکم کړي، څو ماشومان په اسانۍ افراطي محتوا ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د اوکراین د جګړې په اړه راپور وایي چې تر اوسه یې په اروپا کې د ترهګرۍ پر وضعیت مستقیم لوی اغېز نه دی کړی، خو خبرداری ورکوي چې له جګړې سیمې څخه د سپکو وسلو او چاودېدونکو توکو جریان کولی شي په منځمهاله او اوږدمهاله توګه جدي پایلې ولري.

همدارنګه اروپايي چارواکي اندېښنه لري چې د روسیې له جګړې راستنېدونکي پخواني جنګیالي ممکن اروپا ته داخل شي او په جرمي یا تاوتریخوالو فعالیتونو کې ښکېل شي. راپور اشاره کوي چې روسیې شاوخوا ۱۸۰ زره بندیان د اوکراین جګړې ته استولي او وړاندیز کېږي چې د دغو کسانو د شینګن زون د داخلېدو بندیز موضوع به په جون میاشت کې مطرح شي.