• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژه په یوه کال کې بشپړیږي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په ترکمنستان کې د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر سره د لیدني پرمهال د برېښنايي همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې کړې او وايي د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالحق عمري د ترکمنستان د انرژۍ وزیر اننه ګیلدي سپروف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي همکارانو پراختیا او له ترکمنستان څخه افغانستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي، تمه کېږي چې د یادې پروژې چارې به د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړې شي.

پر همدغه مهال طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به په نورمال ډول برېښنا دوام ولري او زیاته کړې یې ده، چې د برېښنا د نویو طرحو شریکولو په موخه به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

طالبانو ویلي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد د افغانستان د انرژۍ یو له سترو پروژو څخه ده، چې له ترکمنستان څخه تر کابل پورې د نږدې زر مېګاواټه برېښنا د لېږد فرصت برابروي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ځوانانو په ظرفیت لوړولو کې له قطر نه مرسته غوښتې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې ددغه وزارت وزیر شیراحمد حقاني په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو په تړاو د خپل وزارت د نویو پروګرامونو په اړه غږېدلی. حقاني د ځوانانو د ودې په برخه کې د دوستو هېوادونو همکاري مهمه بللې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د غويي پر ۲۷مه وویل، چې د دغه وزارت وزیر شیر احمد حقاني په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي دي.

شیر احمد حقاني په دې کتنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو یادونه کړې ده.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید فرهنګي اړیکې لا پسې پیاوړې شي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، حقاني د قطر سفیر ته ویلي چې د دوی وزارت د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه په پلان کې لري. د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړې، چې د دې پروګرامونو د پلي کولو او د ځوانانو د ودې لپاره د قطر په څېر د دوستو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.

خبرپاڼه په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي له قوله وايي، چې نوموړي په فرهنګي او نورو بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی دی.

طالبانو د بورې او زیتون غوړیو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۱۰ سلنې ته لوړه کړې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې پر ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي. د یادې ډلې د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې پر قالب شوې بورې او زیتون غوړیو تر ۱۰ سلنې ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.

د طالبانو مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت د وزیر ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې د کورنيو تولیداتو د ملاتړ، کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو سره د زیتون غوړیو او بورې تعرفه لوړه شوې ده.

همدارنګه د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې قالب شوې بوره«قند خشتي» چې پخوانۍ ګمرکي تعرفه یې ۳،۵ سلنه وه، نوې ګمرکي تعرفه یې ۱۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د طالبانو د تعرې کمېټې د پریکړې له‌مخې، د چیني ناشکن لوښو مخکینۍ تعرفه چې ۱۰ سلنه وه ۸ سلنې ته او د مېوې شیره چې ۶۰ سلنه وه اوسنۍ ګمرکي تعرفه یې ۲۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تعرفې کمېټې د اوسپنې خامو موادو، د کاغذ د خامو موادو، اوسپنیزو جالیو، طبي وسایلو او نورو تعرفو د یو شان والي پرېکړه کړې ده.

د طالبانو د بیارغونې او پراختیا وزیر او د چین سفیر د واخان سړک پر بشپړولو غږېدلي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان سړک د لومړنیو چارو پر بشپړېدو خوښي ښودلې او د ځمکې له لارې د افغانستان او چین نښلېدل یې مهم ګڼلي دي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یکشنې په ورځ وویل، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د چین له سفیر ژاو شینګ سره د افغانستان او چین د اتصال، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د چین سفیر په دې ناسته کې ویلي چې بیجینګ په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د بیلابیلو زیربنایي پروژو تجربه لري او چمتو دی له طالبانو سره په همغږۍ د همکاریو لړۍ پراخه کړي.

د دغو همکاریو تمرکز، د اعلامیې له مخې، پر سړکونو، انرژۍ او د محلي پراختیا پر پروژو راڅرخي.

دغه لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمه‌ییزو ترانزیټي دهلیزونو برخه وګرځوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکني اتصال پروژې پراخې کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په خبرو کې ویلي چې افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکنیو لارو له لارې نښلول شوی، خو چین تر دې وروستیو پورې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نه لرله. هغه زیاته کړې چې د واخان دهلېز د سړک د لومړنیو کارونو په بشپړېدو سره اوس دا تخنیکي خنډ تر ډېره رفع شوی او د لارې د بشپړولو چارې لا هم روانې دي.

واخان دهلېز، چې د بدخشان د واورینو غرونو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د اوږدې مودې لپاره د محدود تګ‌راتګ لاره بلل کېده، د افغانستان او چین ترمنځ یوازینی مستقیمه ځمکنۍ پوله ګڼل کېږي. د دې لارې پرانیستل له کلونو راهیسې د سیمه‌ییزو اقتصادي پلانونو او جیوپولیټیکو بحثونو یوه برخه پاتې شوې ده.

منصور له چین څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو پراختیایي پروژو په عملي کولو کې خپله ونډه زیاته کړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د ده په وینا لا هم د زیربناوو له جدي کمښت سره مخ دي. هغه ټینګار کړی چې د پراختیایي پانګونو تمرکز باید له لویو ښارونو بهر، هغو ولایتونو ته واوړي چې اقتصادي محرومیت پکې زیات دی.

چین تر دې مهاله په رسمي ډول په افغانستان کې د واخان دهلېز د سړک د بشپړې نښلونې په اړه تفصیلي دریځ نه دی روښانه کړی. بیجینګ په عمومي ډول په افغانستان کې د امنیت، ثبات او اقتصادي فرصتونو د پراختیا ملاتړ کړی، خو د لویو ترانزیټي پروژو په اړه یې ډېر وخت احتیاطی او تدریجي چلند غوره کړی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو د وزارت په اعلامیه کې د چین د سفیر له خوا د واخان د بشپړې نښلونې د عملي ژمنې یا مهال‌وېش په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې شوي او دا هم نه ده روښانه شوې چې دواړه لوري به د دغه دهلېز د اقتصادي کارونې لپاره کوم تخنیکي یا مالي میکانیزمونه رامنځته کړي.

هبت الله دیني عالمان د «جهادي اثارو» غونډولو په برخه کې له کلتور وزارت سره همکارۍ ته هڅولي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله د پروان او کاپیسا ولایتونو دیني عالمان د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د «جهادي اثارو» په خوندي کولو کې همکارۍ ته هڅولي دي. هغه یوځل بیا ټینګار کړی، چې خلکو ته دې دده د فرمانونو ارزښت ور وښودل شي.

د طالبانو د رسنیو مرکز د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې هبت الله د دیني عالمانو ترمنځ اتحاد او اتفاق د امت د یووالي اساسي لامل بللی او د فقهي مجلسونو پر جوړېدو یې ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، په دغو مجلسونو کې د شرعي مسایلو دقیق تحقیق کېږي او د دیني عالمانو ترمنځ همغږي او یووالی پیاوړی کېږي.

هبت الله همداراز د خپلې ډلې د «جهادي اثارو، د شهیدانو د یادونو» د ساتنې پر اهمیت خبرې کړې او د خپلې ډلې له دیني عالمانو یې غوښتي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ادارو سره همکاري وکړي، څو راتلونکی نسل د جهاد او قربانیو له تاریخ سره بلد پاتې شي.

نوموړي دیني عالمان پر ځمکه د خدای امینان بللي او ویلي یې دي، چې دوی ته د نبیانو وراثت ور سپارل شوی.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی، چې خلکو ته دې دده د فرمانونو ارزښت ور وښودل شي.

طالبانو د انټرنېټ د بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، چې د دغه وزارت وزیر د انټرنېټ د بندېدو په اړه له هېڅ شرکت سره خبرې نه دي کړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه یې بې‌بنسته بللي دي.

نوموړي ویلي چې د مخابراتو نوی وزیر، ملا عبدالاحد فضلي، له هېڅ مخابراتي شرکت سره د انټرنېټ د محدودولو یا بندولو په اړه خبرې نه دي کړي. د هغه په وینا، وروستۍ رسمي څرګندونې یوازې هغه دي چې د مخابراتو وزارت له خوا خپرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د نوري فایبر انټرنېټي شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وای‌فای انټرنېټ بند کړي.

همداراز د افغان ټلیکام او د انټرنېټي خدماتو په څو نورو شرکتونو کې سرچینو هم ویلي وو چې د دغه امر پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر د لاینونو د غځولو چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي. د دوی په وینا، افغان ټلیکام هغه مهال ټولو اړوندو شرکتونو ته په دې اړه یو رسمي برېښنالیک هم لېږلی و.