طالبان وایي په غزني کې د راستنو شویو کډوالو سلګونه ماشومان ښوونځیو کې شامل شوي

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې د راستنو شویو کډوالو نږدې ۳۰۰ ماشومان د تثبیت شوې ازموینې له لارې ښوونځیو کې شامل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې د راستنو شویو کډوالو نږدې ۳۰۰ ماشومان د تثبیت شوې ازموینې له لارې ښوونځیو کې شامل شوي دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شامل شویو زدهکوونکو ټول شمېر ۲۸۲ تنه دی. خو خبرپاڼې دا نه دي روښانه کړي چې په دغو زدهکوونکو کې څومره نجونې او څومره هلکان شامل دي.

بغلان ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چم کلا کلي کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په پانګونې د وریجو د پروسس یوې صنعتي فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې هدف یې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د کارموندنې پراخول دي.
د یاد ریاست په وینا، دغه فابریکه د کورني تولید د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د ظرفیت لوړولو په موخه جوړېږي.
مسوولین وایي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د وریجو د پروسس معیاري بهیر رامنځته شي او په سیمه کې به د کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتېدو زمینه برابره شي.
د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست زیاتوي چې دغه فابریکه به د بشپړېدو وروسته سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د دوی د «هلال کمېټې» ته د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشت نه ده ثابته شوې. له همدې امله، دوشنبه د غويي ۲۷مه د اختر میاشتې لومړۍ نېټه او د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه، د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، سېشنبه د غبرګولي ۵مه د عرفې له ورځې سره برابره ده.
سعودي عربستان تر اوسه د میاشتې د لیدورسمې اعلان ندی کړی.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر اوسه د سعودي عربستان له اعلان سره د میاشتې په لیدو کې توافق نه دی کړی او هر کال د خپل «هلال کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ د روژې او اختر نېټې اعلانوي. تېر کال هم طالبانو لوی اختر له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اعلان کړی و.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وایي، په افغانستان کې د کرنیزو او کوچنیو او منځنیو سوداګریزو شرکتونود ملاتړ پروګرامونو له لارې لسګونه تصدۍ د کابل په یوه لویه کرنیزه نندارتون کې ګډون ته برابرې شوې، چې هدف یې د بازار موندنې پراخول او د ښځو د اقتصادي ونډې پیاوړتیا وه.
د یو این ډي پي په خپور کړي راپور کې ویلي، د افغانستان د «د ټولنې د مقاومت پروګرام» (ACRP) په چوکاټ کې په ۲۰۲۶ کال کې د بادغیس، هلمند او کندهار ۳۴ کوچني او منځني سوداګریز شرکتونه، چې ۱۹یې د ښځو له خوا اداره کېږي، د کابل د بادام باغ د څېړنیز فارم په ۳۴م کرنیز او مالدارۍ نندارتون کې ګډون کړی و.
دغه نندارتون چې د اپرېل له ۲۲ تر ۲۵ مې نېټې جوړ شوی و، د «معاصره کرنه او مالداري د خوړو د امنیت او اقتصادي ودې بنسټ» تر شعار لاندې ترسره شوی، او پکې ګډونوالو ته د وچو مېوو، کرنیزو پروسس شوو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارې او پلور زمینه برابره شوې وه.
یو این ډي پي وایي، دا ډول نندارتونونه د هغو بزګرانو لپاره مهم بدیل اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي چې د کوکنارو د کښت د بندیز له امله له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
د کندهار د یوې ښځینه سوداګرې فاطمې اکبري په وینا، دغه نندارتون ښځو ته د بازار مستقیم لاسرسی برابروي، په داسې حال کې چې په عادي شرایطو کې هغوی نشي کولی په ازاد ډول بازارونو ته ولاړې شي.
هغې ویلي: «په نندارتون کې موږ له مشتریانو سره مستقیم اړیکه نیسو، د خپلو محصولاتو په اړه نظرونه اخلو او د بازار اړتیاوې درک کوو. همدارنګه له بېلابېلو سوداګرو سره تړونونه کوو چې زموږ د محصولاتو د پېر او صادراتو زمینه برابره کړي.»
نوموړې زیاتوي چې د داسې نندارتونونو ګډون د ښځینه سوداګرو لپاره نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې رواني او ټولنیز اغېز هم لري، ځکه چې د هغوی د کار چاپېریال له کورني محدودیت څخه بهر ته پراخېږي.
په ورته وخت کې، د بادغیس د قادس ولسوالۍ یو بزګر ګلبدین ویلي چې له سوداګرو سره اړیکې او د بازار موندنې فرصتونه د هغوی د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د لوړولو لامل شوي دي.
هغه زیاته کړې: «که موږ خپلو محلي محصولاتو ته وده ورکړو، کولای شو وارداتي توکي بدل کړو او په کور دننه بازارونه پیاوړي کړو.»
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي چې له بشپړېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له سیمې سره لا پیاوړې شي.
وروسته له هغې چې د روسیې د وسپنې پټلۍ شرکت اعلان وکړ چې روسي او ازبکستاني متخصصین به د افغان ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي، د ټولګټو وزارت هم ویلي چې دوی چمتو دي د پروژې عملي کارونه ژر پیل شي.
د دوی په باور، دا پروژه به په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت نور هم زیات کړي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، وایي چې د دې پروژې د امکانسنجۍ هوکړهلیک تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوی و او د مطالعاتو لپاره اړوند شرکت هم ټاکل شوی دی. د نوموړي په خبره، وزارت چمتو دی چې د پروژې عملي چارې پیل کړي.
افغان ټرانس پروژه د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې ده. د دې پروژې موخه په سیمه کې د ټرانزیټي دهلېز جوړول دي، چې د ازبکستان د ترمز ښار به د افغانستان له مزارشریف او د پاکستان له پېښور ښار سره ونښلوي.
په خوست کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ځايي ولایتي روغتون ډاکټرانو په تېر یوه کال کې ۳۳۱۲ بریالي جراحي عملیات ترسره کړي دي. د خوست د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې شمېر کې ۱۷۱۸ ستر او ۱۵۹۴ واړه جراحي عملیات شامل دي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاده موده کې لسګونه زره نورو ناروغانو ته هم روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي. د خپرو شویو ارقامو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې ۲۳ زره او ۲۲ ناروغان په دې روغتون کې بستر او روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له دې سربېره ۱۵۵ زره او ۶۰۵ تنه نورو ناروغانو ته هم خدمات برابر شوي دي. د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د دومره زیات شمېر عملیات او روغتیایي خدماتو ترسره کېدل د خوست د ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان روغتیایي نظام د بودجې د کمښت له کبله له سخت ګواښ سره مخ دی او د امریکا د پراختیايي مرستو په بندېدو سره دا ناورین لا پراخ شوی دی.
ویل کېږي په ټول هېواد کې سلګونه روغتیايي مرکزونه په ځانګړې توګه هغه مرکزونه چې پر بهرنیو مرستو یې فعالیت کاوه، د بودجې د کموالي له امله تړل شوي دي.